cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

د شاعرانو ادبي جونګړه

https://t.me/Jonghara_233 مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه! دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ

إظهار المزيد
مشاركات الإعلانات
1 642
المشتركون
+224 ساعات
لا توجد بيانات7 أيام
+930 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

چاته آذان کوې بلاله؟ امت باد وړی دی څوک به راپورته کړې له خوبه ملت باد وړی دی سپی یې تړي او خر یې بېرته خلاصوي له قیده په دې ځنګل کې د زمریانو حیثیت باد وړی دی* که جنتي شي او د کهف د اصحابانو هم شي سپی بیا هم سپی دی، عارضي فضیلت باد وړی دی یا خو د ښکلو په خندا کې پخوانی خوند نشته یا زه سپین ږیری شوم او یا محبت باد وړی دی ځې په حرامو پیسو حج ته شیطانان هم ولې ملا بسمله د انصاف عبادت باد وړی دی * یوه سپي زمری په ځنځیر تړلی و، زمري خره ته وویل: که دې زما له پښو نه ځنځیر لرې کړ، د نیم ځنګل پاچاهي در کوم. کله چې خره زمری خلاص کړ، ټوله پاچاهي یې ورکړه، خره پوښتنه ترې وکړه چې مخکې دې نیمه پاچاهي راکوله او اوس وایې چې ټوله پاچاهي دې ستا وي؟ زمري ورته وويل: په کوم ځنګل کې چې زمری سپی تړي او خر یې خلاصوي هلته نه پاچاهي ښه ده. کلیله او دمنه
إظهار الكل...
غزل را یادوي دې دساعت هره شیبه جانانه لاسونه ایښې مې دي دواړه په سینه جانانه هغه چې تا ماته راکړي  دي تحفه جانانه او راته ویل دې ما پرې هر وخت یادوه جانانه نن مې ستاګونګ تصویرته ډیرې اوښکې تویې کړلې نن مې بیخي ګرځې دزړه په حافظه جانانه ستړی ستومانه دژوندون سختو شیبو ته پاتې بې له تا خورم دزړګي وینې همیشه جانانه زه څنګه پاتې امتحان ته شومه ته لاړلې زه به اوس چاته کړم داستا دغم کیسه جانانه دزندګي له دې درد من ماذیګر څه خوند واخلم په زړه چې باروړم د دردو پڼډه درنه جانانه مانه خبرې شوې دشونډو په سرونو ماتې ځلانده تاچې درخست خبره کړه جانانه بدرالدین ځلاند
إظهار الكل...
نعت شریف… اَسرار دې لۀ جماله سرګندیږي، محمده (ﷺ) مئېن زړونه دې مینه کې تیریږي، لۀ سرحده اعجاز د حقانیت دې پۀ سپوږمۍ هم مؤاثر وو او کاڼي هم پۀ مینه در غږیږي، بې لۀ حده پر تا، او ستا پر اهل، ستا پر ټولو همنشینو تر دې پورې درودونه چې زیاتیږي، لۀ عدده ښکلا درته عاجزه، ښائیستونه درتمام دي حسینه! حسن ټول درنه شرميږي، سروي قده عُشاق دې د نامۀ حُروف یو یو پۀ مینه ښکُل کړي ديدار ته دې جانانه هوَسیږي، تر ابده مخلص کډوال که هر څو ستا د وصف کوشش وکړي بيخي دې پۀ صفت کې معلوميږي، نابلده
إظهار الكل...
مولوي محمد يونس خالص بابا که مې سر د دين په لاره کې فدا شي! که مې کور او کورنۍ په کې تباه شي! که مې زوی او که مې لور رانه جلا شي که کلا مې لوټې لوټې او تالا شي! که مې مال د ظالمانو په رښتيا شي که مې ژوند مړينه د دوی په مدعا شي! که مې پښو کې زولني تاوبالا شي که لاسونه هتکړو کې مې خوسا شي ! او که مونږ سره نصرت د پاک مولا شي که عزت مو شي نصيب بخت مو بالا شي ! که دښمن مو په توبو توبو لګيا شي او بې پته بې عزته يو ځل بيا شي ! نبي خيله خپل مرام پريښودی نشم هغه دا چې يو الله له مونږ رضا شي
إظهار الكل...
امیرالمؤمینین هـــــم وزیـرانــــــــو ته سلام دفاع چې دهیوادکوي غازیانـــــــــو ته سلام مدام چې دبیوزلو غریبانـــــو لاس نیوی کړي و داسي بختـــــــــــورو تجـارانـــــو ته سلام وطن ته چې خدمت کوي په کښت اوپه کرهڼه دې نیکو صالحینــــــــــــــــو بزګرانـو ته سلام روزنـه چې کــــــــوي دنشیانـــو پوډریانــــو دګران وطــن هاذقــــــــــو ډاکټرانــو ته سلام اخته چې په تعلیم وي شپه اورځ کوي کوښښه زیارکښو زده دکونکــــــــــــو شاګرانـوته سلام چې شپه او ورځ ولاړدي دهیواد په سرحدونو ځوانانــــــــــــو ننګیالیــــو سرحدیانوته سلام چې شــــــــل کاله یي وکړله دفــــاع له امارته بس داسي نازک خیلو شاعرانـــــــــو ته سلام خدمت چې دسنګرمحراب جهاداومدرسی کړی لګیاه چې په تدریس وي مـلایانــــــوته سلام وه عکرمه جانـان مـــــــلا داټول دکارسړي دي دخپل وطـــــــــــــــن ملنګو لیونیانو ته سلام
إظهار الكل...
👍 1👎 1
سترګې یې لمدې دي د حرم لمن پرېږدي حجاج دا چې د مکې مکرمې وطن پرېږدي حجاج زړونه یې هیڅ نه ځي د دې ښار له پاک حرم څخه زړونه یې ژړېږي جنتي ګلشن پرېږدي حجاج لپې لپې څکي او ترېنه اخلي رخصتونه نن د آب شفا زمزم رنګین معدن پرېږدي حجاج حَجره اسوده مستلزم او هم حطیم پرېږ دي ټول د ابراهیم خلیل الله میهن پرېږدي حجاج سم ورته قیامت دی د شیرینې مدینې بیلتون جنت البقیع او د حمزه مدفن پرېږدي حجاج ای فضل الرحمن فضلي ارمان به د حبیب راوړي زور غواړي د ګران رسول الله مسکن پرېږدي حجاج فضل الرحمن فضلي
إظهار الكل...
1445/12/22 دومره مې وژړل چې څومره مې خندلي پخوا هی ولــې ولــې مــې د خپل زړګي منلي پخوا نن مې د او ښکو په حضور کې ورته او ورته کړ ګلدوز دسمال کې چا یوڅه وو رالیګلي پخوا د دې دردمن دردمن حالات ځواب مې نلرمه دومره به اووایم یو چاراته خندلي خندلي پخوا څوک غمجن مه شه،او نا څوک مه شه جداله یاره دا نن هغو ویل په چا چې وو تیر شوي پخوا که زړه څوک بایلي بس همدا نصیحت بس دی ورته که یې په ژوند وي لیوني چرته لیدلي پخوا نمجنې سترګې او سلګۍ شونډو کې ځي راځي چې دا مې په خپله په خپل ژوند پورې تړلي پخوا نن مې حسان کوچی لیده لاره کې پل ته یې ژړل ورته وییل یې پدې لار به تلې راتللې پخوا حسان کوچی
إظهار الكل...
سپینه وړانــــګه اوجلـــــوه له حرا راغـــله شوه څرګنـــــده اوښــــــکاره په نڅاراغله په شتاب ګلاب تر ښــاره تشــــــریف راووړ پلوشــــــه درحمــــــــتو اوښــــــکـلاراغـله مــزمــــــل دزَمِّــــــلُونــــــــارې وهـــــــــلې چي پرې وحـي له جــــــانب دمـولا راغـله دحـــــیات له بـــــرجه لاندي ؤلـــــــویـدلی په قـالب دانســــانیـت کي مـــسکا راغـــله دکعــــبي دنور منـاردعرش زړۀ ښـــکل کړ دبوتـــانو پـه سیــــنو کي درزا راغـــــــــله دیونـوي روح وږمـــــې په خـپرېـدو شـوې پرزمیـــــــن عطــــــر وریـنه فضــــــاراغـله په اعجــــاز یې کــړلو رام ډبریـــــن زړونـه اشارې ته یې سپوږمۍ نیـــــمه خــواراغلـه وحشـــــتونه دهشــــــتونه یې مهــار کـړل داخلاقــــو مجمـــــــــوعـه اومــــعـنا راغـله د نا اهـلــــو زړوکـي مــغز دمــــــینې وچ ؤ ترې په مینــــــه مدیــنې ته رڼـا راغـــــــــله بس دستـــــورو قــافلې ورځـــنې تاو شـوې مخ پـه وړانـــــدي یې دبــدر غـــــــزا راغــله پرتیــــاره نړۍ یې باج اوقــــلنګ کېـــــښود په رو رو یې پښــــوته ټـــــوله دنـیــا راغــله مابدري تـکل چــي ستاجبــین لیــــدلـور کړ په دوو ســــترګومــي پرده له حـــیا راغلــــه بدري تکل
إظهار الكل...
دخدای رحمت دخدای کرم دی هیواد کې هر کار منظم دی اوس خوشحالۍ سره یوغاړه غړۍ اوس رانه لرې درد اوغم دی شته ستونځې هم په حل کیدو دي وخت ورته پاتې بیخي کم دی دجنګ بلا له کلي ورکه شوله دامن سیوری محترم دی طالب مې خاص دزړه په سرکرلی طالب مې یار طالب صنم دی شپې دچاپو او بمباریو نه دي غږ ورک دتوپ غږ ورک دبم دی  هیواده ستا دپرمختګ لپاره مادرته سوال کړی هر دم دی درنه په منډه تښتې دلی هروخت هر یو ملخ هر یو لړم دی ځلانده دا وطن دمینې وطن ډک له ښکلاء وو څخه سم دی  بدرالدین ځلاند
إظهار الكل...
اوس نو کوم یو نه راځي اوس چي سوو یاره پر کراره نو کوم یو نه راځي !؟ هوار ستر خوان ته پر تیاره نو کوم یو نه راځي  !؟ شتون د مرمیو په باران کې وو د اصلو خلګو د بازارونو تر سینګاره نو کوم یو نه راځي چي تندې ، لوږي ، تکلیفونه وه یو نه ښکارېده اوس چي له جنګه سوو اوزګاره نو کوم یو نه راځي دوی دي پوښتنه هم ونه کړه چې په غرونو کي وې اوس چې د خپل سو واک واکداره نو کوم یو نه راځي زلمي خوړل لوړو ژورو ځکه نه ښکارېده پر دې هواره تللې لاره نو کوم یو نه راځي چې د خزان سیلۍ یې وزغملې و یې منه د پسرلیو نوبهار ته نو کوم یو نه راځي زندان یې وزغمئ مشهوده وه اصلي میړني تر یخ دفتر پوري بیخاره نو کوم یو نه راخي
إظهار الكل...
اختر خطة مختلفة

تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.