cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

محمدزاده تګابي خواږې ليکنې

....... ࡅ߲ܝ࡙ߺࡅ߳ࡐࡅ߭ܘ🍁:) ┆ شعر‌᠀ࡅ߭ܘ🍂:) ┆ ߊ‌߬نځࡐرࡐࡅ߭ܘ🌠:) ┆ ܠيܭࡅ߭ي ✍️:) ┆ ┆┆┆┆ |█████████100(^_-)

إظهار المزيد
مشاركات الإعلانات
4 194
المشتركون
-624 ساعات
-257 أيام
-20830 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

کیسه ده، وایي: یو سړی د یو بادشاه دربار ته راغی او د نوکرۍ طلب یې وکړ. پادشاه ترې وپوښتل چې څه قابلیت لرې؟ سړي ورته اوویل چې سیاست پوه یم. د بادشاه په دربار کې له پخوا لا ډېر سیاست پوهان وو، نو نوموړی ېې د اسونو د طبیلې مسؤل وټاکه، ځکه د طبیلې پخوانی ساتونکی څو ورځې وړاندې وفات شوی وو. څو ورځې وروسته بادشاه له نوموړي کس څخه د خپلې خوښې آس باره کې پوښتنه وکړه چې څنګه آس دی..؟ سړي ورته اوویل: نسلي (اصیل) نه دی. بادشاه حیران شو، د ځنګلونو مسؤل یې راوغوښت او پوښتنه ېې ترې وکړه.. د ځنګلونو مسؤل ورته اوویل چې آس نسلي دی خو د زېږون په وخت ېې مور مړه شوه، نو روزنه ېې له غواګانو سره شوې او د غوا شیدې ورکړل شوي. بادشاه دغه سړی راوغوښت او ورنه ېې وپوښتل، چې ته څنګه پوه شوې دا آس اصیل نه دی؟ سړي ورته اوویل: دا آس چې کله واښه خوري نو د غواګانو په څېر ټیټ سر واښه خوري، حال دا چې اصیل اسونه واښه په خوله کې نیسي او په لوړه غړۍ واښه خوري. بادشاه ددې کس له پوهې متآثره شو او ددې کس کور ته یې په تحفه کې غنم، وریژې، غوړي او د مارغانو بهترینه غوښه ور ولېږله. او هم یې د ملکې په محل کې په یو خاص موقف تعین کړ. څو ورځې وروسته بادشاه له دې سړي نه د خپلې ملکې په اړه رایه وغوښته.. سړي ورته اوویل چې خوی خصلت ېې د ملکې دی خو شهزادګۍ نه ده. د بادشاه له پښو ځمکه وتښتېده، چې کله یې حالت ښه شو نو خپله خواښې یې را وغوښته.. خواښې ېې چې راغله نو بادشاه ورته ټول جریان بیان کړ. خواښې یې ورته اوویل چې زما د لور د زېږون په وخت ستا پلار زما د لور غوښتنه ستا لپاره کړې وه، خو زما لور ۶ میاشتې وروسته وفات شوه، نو مونږ ددې لپاره چې شاهي کورنۍ سره نزدې واوسو، د بل چا لور مو فرزندي لویه کړه او تاته مو واده کړه. بادشاه فوراً دا سړی خپل دربار ته را وغوښت او ترېنه ویې پوښتل چې ته څنګه وپوهېدې چې دا شهزادګۍ نده؟؟ سړي ورته وویل چې ددې ملکې چلن له خادمانو سره له جاهلانو هم بدتر دی. حال دا چې اصیله شهزادګۍ مهربانه وي. بادشاه ددې سړي په عاقلانه ځوابونو خوشاله شو او ددې سړي کور ته په غټه پیمانه خوراکي توکي، اوزې او پسونه په انعام کې ور ولېږل او ورسره ورسره یې نوموړی کس په خپل دربار کې مشاور مقرر کړ. ورځې تېرېدې.. یو ورځ بادشاه دا سړی ځان ته وباله او د خپل ځان باره کې ېې ترې پوښتنه وکړه. سړي ورته وویل: که بادشاه سلامت که زما د سر سلامتۍ وعده راسره کوې نو درته وایم. بادشاه ورسره وعده وکړه چې نه دې وژنم.. سړي ورته وویل: نه خو ته بادشاه ېې او نه دې خوی خصلت د بادشاهانو دی. بادشاه ته ډېره غصه ورغله، خو څنګه یې چې وعده کړې وه، نو بخښنه یې ورته وکړه. بادشاه سیده د خپلې مور خواته ورغی او د خپل ځان په اړه یې پوښتنه وکړه.. مور یې ورته وویل چې: زویه مونږ اولاد نه درلود، نو ته مو له یو شپون څخه را نیولی وې او و مو پاللې. بادشاه بیا دا سړی خپل ځان ته راوغوښت او په حیرانۍ یې ترې وپوښتل چې ته څنګه پوه شوې؟ سړي ورته وویل: بادشاهان چې کله انعامونه ورکوي نو سره زر، ملغلرې او جواهرات ورکوي.. او ته اوزې، پسونه او خوراکي توکي په انعام کې ورکوې. “دا د پاچا زادګانو خصلت نشي کیدای، بلکه یواځې د شپنو او د هغوی د زامنو کیدای شي.” نو ریښتیا هم، عادتونه نسلونه ښيي. ملګرو! خپل اخلاق، خویونه او عادتونه مو بهتر کړئ، چون له همدې نه ستاسې اصلیت څرګندیږي. 💁❤✨ #ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
إظهار الكل...
4👍 3
د ځواب ورکولو هنر زده کړئ 👿! ۱: که چا درته وويل: چي ته سپک يي (بې ارزښته يي) ورته ووايه: ستا قيمت څومره دي!! ۲: که چا درته وويل: چي زه ټول عمر (مارک لوړ بيعه) کالي اغوندم، ورته ووايه: په تا کي ارزښتناکه څيز هغه ستا لباس دي!! ۳: که چا درته وويل: چي له ما سره مه کښينه ورته ووايه: باچاهان چي هر چرته وغواړي کښينې!! ۴: که څوګ درته ووايي: چي ستا کورنۍ ستا پالنه نده کړي نو ورته ووايه: چي ستا د کورنۍ په پالنه بوخت وو!! ۵: کله چي څوګ تاسو ته ووايئ چي زه له تا څخه کرکه لرم نو ورته ووايه: چي نوکران تل له خپلو بادارانو څخه کرکه کوي!! په تاسو کې څوګ غواړي چي ما وويني! او زما په اړه يو وليکي چي په ځيرکتيا مو دلالت وکړي #ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
إظهار الكل...
💯 7 1
فیصله په اعمالو کیږي، جنت ته به تش په لمونځونه څوک نه شي تللي.!! #ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
إظهار الكل...
🥰 5
نوی نعت شریف رڼېدې مې ړندې لارې له رناړه به غږېدمه مل د ښکلي قافلې وم له ښکلا به غږېدمه نعت ويونکی الحاج ملا فقیر محمد درویش شاعر مفتي محمد نور قانع ☜ملافقیرمحمددرویش⇙ https://t.me/uuiiiiijj
إظهار الكل...
🥰 7👍 3 3💯 3
حوصله ولرۍ ژوند د واده شپه هم لري 🙊😁
إظهار الكل...
🤪 7💔 3❤‍🔥 1 1🔥 1😘 1
لوستونکیه تاته وایم رب د هغه ارمان پوره که چې ته ورته په زړه کې زوریږې 🤲🏻😊
إظهار الكل...
13🥰 2💯 2
خپلې لورګانې داسې لويې ڪړئ چې هېڅڪله دا هيله ونه ڪړي چې ڪاش زه نارېنه واى 🥹🩵 #ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
إظهار الكل...
👍 2 1💯 1
پوهان وایي: چې د سلو  ملګرو څخه یو ملګری ښه دی چې د ملګرتیې په اصولو برابر وي او د پاللو وړتیا یې ولري رحمان بابا څه ښه  ویلي دي هر سړی د خپل مطلبه پورې یار دی ما د خدای دپاره یار لیدلی نه دی #ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀᴛᴀɢᴀʙɪ
إظهار الكل...
ځینې خلک، د 25 کاله په عمر ومري او په 70 کلنۍ کې دفن شي. #ᴍᵒʰᵃᵐᵐᵃᴅᶻᵃᵈᵃ_ᴛᵃᵍᵃʙⁱ
إظهار الكل...
#ᴍᵒʰᵃᵐᵐᵃᴅᶻᵃᵈᵃ_ᴛᵃᵍᵃʙⁱ
إظهار الكل...