عرفان عابر
خوږو مینه والو دلته به تاسوته زموږ په قلم لیکل شوی حمدونه،نعتونه،غزلیات،او حماسې شعرونه وړاندې کیږې له ملتیا مو نړۍ مننه!! ستاسو ورور عرفان عابر https://t.me/erfan_aabir
إظهار المزيد232
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
لا توجد بيانات7 أيام
+1430 أيام
- المشتركون
- التغطية البريدية
- ER - نسبة المشاركة
جاري تحميل البيانات...
معدل نمو المشترك
جاري تحميل البيانات...
غزل
چي په غره ولاړم پرهواره هم ځم
لمبو کي تېر شومه تر داره هم ځم
ځان رســــــــــــومه تر منزله پوري
مزل کــــــــــومه تر سهاره هم ځم
چي دنړۍ سترګو کي خار یمه نو
داهسک چي ځم له افتخاره هم ځم
څو ورځي ژوند خزانومه، چي زه
بیا د ابــــــد ژوند تر بهاره هم ځم
وړانـــدې، عرفانه، ځم مزل لنډوم
له ازغـو ډکـه که وي، لاره هم ځم
عرفان عابر
❤ 7👍 1🥰 1
غزل
قطار د اوښکو رسېدلی تر ګریوانه مرم
درد مي دزړه ویني زبېښلي له خفګانه مرم
دژوندون هیلي لکه پاڼي رژېدلي دي نن
پولۍ زړګي ته قافلې دغم راغلي دي نن
ارمان مي بیا
شو نیمه خوا
ته چي جدا
شولي له ما
دبیلتانه په اور سوځیږمه جانانه مرم
دردو نیولی دی وجود یم نا آرامه بیا
زیړ مازدیګر دی ته رایاد شولې ګلپامه بیا
سخت دی بیلتون
د زړه تنګون
مل مي جنون
ورک دی سکون
غمو خوړلی زړه لوېدلی یم له توانه مرم
زړه کي مي بل دهجر اور دی له مودو اشنا
ویني مي څاڅي بیا له سویو پرهرو اشنا
هیلي مي بار
په سره انګار
پرهار پرهار
زړه نا قرار
ژوند مي ناشونی دی زړګیه بې له تانه مرم
عرفان عابره ماچي بایلودو په چا زړګی
هغه مي پریښودو همداسي نیمه خوا زړګی
نه یې پروا
وکړه زما
کړم یې تبا
لاړ بې وفا
کرکه مي کیږي له همه واړه جهانه مرم
عرفان عابر
❤ 8
داستا وعــــزم او تــــــــکل ته دی سلام طالبه
ته یې ساتونــــــــکی دوطن او د اسلام طالبه
چي دجهان پر سیاست والو دي سیاست غالب دی
اوس دي نړۍ کړي دوه لاسیزی احترام طالبه
چي روڼ مسیر دي بدل نکړې، لاړ په بله نشې
خدای دي ساته درڼــاګانو سپین امام طالبه
تل په صراط مستقیم باندي مزل دي کوه
ځان رسوه تل خپل هدف او خپل مرام طالبه
ځه مخته درومه خو چي پام ماضي دي هیره نشي
شاته هم ګوره چي ایږدې وړاندي هر ګام طالبه
دچا دقام او دمنسب خیال به نه ساتې ګوره
حق ته به ګورې دحق خیال ساته مدام طالبه
په خپلي دندي کې ریښتینی او صادقه اوسه
غافله نشې کړه خدمت سهار ماښام طالبه
خدای مکړه نشې دشیطان په جال او فریب کي راګیر
ټوله نفسي خواهشات غورځوه له پام طالبه
څو توصیې دعرفان واخله، دخپل شعر په ژبه
درته ډالۍ مي کړ دا څو توري کلام طالبه
عرفان عابر
💯 6❤ 1
غزل
دبیلتون کندي نه یوه لاره ګورم
پورته ترې خیږمه هواره ګورم
چي بیابه راوړې څه خبر دجانان
لاري دي څارمه رویباره ګورم
پکې دلداره لټوم ستا ښکلا
ځمه دحسن تر بازاره ګورم
څه پکې نغښتي دي وږمې ستا دمخ
سپیني سپوږمۍ ته ترسهاره ګورم
ګیله خو ځکه له پردو نکوم
زه مي دردونه له هر یاره ګورم
عرفان عابره آیینه دزړه مي
دزمانې له ګرد غباره ګورم
😍 7
غزل
دبیلتون اجل وهلی تلم پر لاره
ړنګ او بنګ به ځنګېدلی تلم پر لاره
څه آثر دهجرانۀ څه لیونتوب وو
سرببر ګریوان شلېدلی تلم پر لاره
غبرګي سترګي مي دسرو وینو پیالې وې
ستا له غمه ژړیدلی تلم پر لاره
ستا په تلو مي زړګی دوه سوه ټوټې وو
چي مات مات او غلی غلی تلم پر لاره
هیلي ماتي زړه رنځور شونډي چاودلي
د دردو پېري نیولی تلم پر لاره
ستا دهجر زهرجنو څړیکو ومه
پر زړګي عرفان داغلی تلم پر لاره
عـــرفان عابر
❤ 7😢 2🥰 1💘 1
إظهار الكل...
ثناخوان ملنګ
سبحان الله وبحمده سبحان الله عظیــم
Repost from النبوي بصري څانګه
راځه! چي سره وه ویشو غمونه یو دبل
راځه! سره ټکور کړو پرهرونه یو دبل
راځه! چي رقیب پاته شرمینده شي پر میدان
راځه! چي سره ونیسو لاسونه یو دبل
راځه! چي را آباد کړو دا وطن په اتحاد
روښتیا د آبادۍ به کړو خوبونه یو دبل
راځه! غاړه غړۍ شو له یوبل په محبت
راځه! له ذهنو باسو تضادونه یو دبل
راځه! عرفانه ځان دیوه او بل په درد شریک کړو
راځه! چي سره واخلو احوالونه یو دبل
عرفان عابِر
❤ 8🥰 3👍 1
Repost from النبوي بصري څانګه
زلمیه ویښ اوسه غافله نشې
دفاع ته کلک اوسه وطن وساته
کمربندونه سرحدات دي ټینګ کړه
هیواد له هر مفسد دښمن وساته
ګوره چي چیرته یې داغ داره نکړې
سپیني جامې سپینه لمن وساته
دخواهشاتو اتباع ونه کړې پام
دتقوا زغره دي په تن وساته
پرون ګټل وو نن ساتنه غواړي
هم یې په مال هم په بدن وساته
بیا مو له دې نعمت بې برخي مکړې
خدایه دا امن زرکلن وساته
بس دعرفان عابر پرې زړه ودان دی
خدایه آباد زمونږ ګلشن وساته
عرفان عابِر
❤ 10
النبوي اداره یې وړاندي کوي
کســـر
3دزړګي دردلرمه یاره سکون نه لرم
درپسي مړبه سم اشنا زړکي زور نه لرم
ترنم کونکی:محترم خـالد افغـان
شــاعر:محترم عرفان عابر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131
AUD-20240615-WA0033.mp38.74 MB
❤ 8
الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
کسر
ډک له خوښیو اختر
د نیکمرغیو اختر
د پرمختګ زیری دی
د ترقیو اختر
لکه نرګس ځلیږي
د رنګینیو اختر
ترنم مــعــروفــي صاحب
شاعر محترم عرفان عابر
#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟
https://t.me/slamikanal313
AUD-20240616-WA0145.mp37.70 MB
❤ 3👍 2🎉 1
اختر خطة مختلفة
تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.