ar
Feedback
Research Services

Research Services

الذهاب إلى القناة على Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

إظهار المزيد
2 982
المشتركون
+124 ساعات
-67 أيام
-3630 أيام
أرشيف المشاركات
یوازې مړي نه، ځینې وختونه ژوندي هم بېرته نه راځي…! ژباړه

وخانده! بیا هم وخانده! آن کـه ژوند سخت هم وي. آن کـــه د زغملو هم نه وي. د خپلې خانده لامل شه! نه د بل د ژړا. نو بیا خفګان د څه لپاره کوې؟ ځکه له څه چې دی ویره درلوده، هغه خو هسې هم پُیښ شوي، او راتلؤنکی لا مبهم دی. نو بیا خفه ولې یې؟ نن په ټول زور وخانده. نن یې ثابته کړه! چې ته کمزورې نه یې، او ته یې کولای شې. ـ ژباړه: ؟ H A

"کله چې دي مشران درک نه کړي، ځوانان درباندي نیوکه وکړي، او ټولنه دې لیونۍ او رواني ناروغ وبولي، نو دا په دې مانا ده چې ته هم زما په څېر د دې نړۍ د بدلولو ټول هنرونه په ځان کې لرې." البرټ آینسټاین

ښو لوستو ځوانانو دا زمونږ د ټولو مسوليت دی، چې نورو خلکو ته د لوستو لپاره ښه کتابونه په نښه کړو او په دې برخه کې ملګرتيا او عقده ونه پالو... زما ځاني عادت دی، هر هغه کتاب نورو ته د لوستو لپاره توصیه کوم، چې پر ما يې مثبت اغېز کړی وي او يا يې یو څه زما په علم او پوهه کې زياتوالی راوستی وی، زه دې ته نه ګورم چې د کتاب ليکوال څوک دی، کومې خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی، بلکې دې ته ترجیح ورکوم، چې د کتاب موضوع څه ده، ايا د لوستونکو لپاره ګټوره تمامېدی شي؛ که نه؟ محترم غضنفر صيب په خپل کتاب کلتور او ټولنه کې يو ځای د مطالعې د بازار د کم رنګه کېدو يو علت دا ښيي، چې په بازار کې داسې کتابونه نشته، چې د لوستونکو د لوست تنده پرې ماته شي... نو دا چې دې ورځو کې يو ځل بيا د کتابونو د چاپ بازار ګرم شوی دی، بايد د هر کتاب پر ځای يو ښه کتاب ته کمپاين وکړو، ځکه همدا مونږ او تاسې يو څو ځوانان يو، چې په وینا مو نور خلک کتابونه لولي؛ نو یو ښه کتاب ته کمپاين به د ټولنې په شعوري او فکري ويښتيا ډېر اغېز ولرلی شي...

بين السطور مطالعه بين السطور د مطالعې يو فن هم دی او فطري برخه هم په ځان کې لري. د شعر، نثر، انځور، موسيقي، تابلو، فطرت او کتاب کرښې هر عادي لوستونکی لوستلی شي، خو د کتاب د ظاهري کرښو په منځ کې کرښې لوستل يوازې د خاصانو خاصه ده. دا فن او استعداد د قران کریم په لوستلو کې هم منل شوی دی. په يوه حديث کې نبي کريم ص فرمايي، چې د قرآن يوه ظاهري معنا ده او بله يې باطني معنا ده او د هرې معنا لپاره يې خپلې درجې دي. مولانا وحيد الدين خان د دې حديث په شرحه کې ليکلي دي، چې دلته باطني معنا ته رسېدل د همدغو بين السطور کرښو لوستل دي، چې په انګريزي ژبه کې يې په reading between the lines پېژني. بين السطور مطالعه د الفاظو له ظاهر نه ور اخوا تېرېدل او د متن پټو معناوو ته ځان رسول دي. تاسو به په ادبياتو کې د ډي کنسټرکشن مکتب پېژنئ. ډي کنسټرکشن (يا معنا موندنه) د‌ همدغه بين السطور د فن يو بل تخنيکي او ادبي نوم دی. بين السطور مطالعې لپاره لومړني شرطونه زما په فکر پرانيستی ذهن، د الفاظو په ظاهري رنګینيو کې نه ورکېدل، خپل شخصي ذوق او تعصبونه يوې خواته کول او متن ته يوازې په سرسري معنا نه قايلېدل په ګوته کولی شو. راځئ له قرآن نه به يې يو مثال راوړو. په يوه ايت کې الله تعالی فرمايي، چې کله باران وشي، نو اوبه يې په ويالو او سيندونو کې وبهېږي. د دغو اوبو په سر ځګونه را پورته شي. خو لږ ځنډ وروسته ځګونه ختم شي او اوبه په خپل حال پاتې وي. اوس وګورئ، چې مولانا په خپل تفسير «تذکير القرآن» کې د دې ايت بين السطور څرنګه مطالعه کوي. مولانا ليکي، چې په دې ايتونو کې د فرد او ملتونو د کاميابي او ناکامي قانون بيان شوی دی. په دې دنيا کې بقا يوازې د هغو قومونو او ملتونو په برخه کې راځي، چې د نورو لپاره ګټور او نافع وي او هغه چې د ځګونو په څېر بېکاره او بې ګټې وي، له لنډ ژوند وروسته فنا کېږي. رحمت شاه فراز

سقراط ته یو کس راغی او په ډېر جوش و خروش یې ورته وویل: "ایا ته پوهېږې، ما ستا د یو شاګرد په اړه څه اورېدلي؟" سقراط ځواب ورکړ: " مخکې له دې چې خبرې وکړې، زه غواړم له تا یوه ساده ازموینه واخلم چې دې ازموینې ته 'د مثلث جالۍ/غلبېل' وایي." نومړي کس په حیرانۍ وپوښتل: "دا عجیبه ازموینه څه ده؟" سقراط وویل: "دا یوه داسې ازموینه ده چې موږ یې باید د خبرو کولو مخکې ترسره کړو؛ هغه څه چې ته یې راته ویل غواړې له دې مثلثیې جالۍ/غلبېلونو چاڼ کړو." "لومړۍ غلبېل" حقیقت" دی. ایا تۀ یقیني یې؛ هغه څه چې راته ویل غواړې، ریښتیا دي؟" کس وویل: "نه، زه ډاډه نه یم. ما دا خبره له یو بل چا اورېدلې..." سقراط وویل: "ښه، نو ته ډاډه نه یې چې دا خبره ریښتیا ده. راځه چې دویم غلبېل ته لاړ شو، چې د "ښېګڼې" دی. ایا هغه څه چې راته ویل غواړې، د چا لپاره پکې خیر/ښېګڼه شته؟" کس ځواب ورکړ: "نه، بلکه برعکس ده." سقراط وویل: "ښه نو، ته غواړې داسې څه راته ووایې چې نه ریښتیا دي او نه پکې د چا ښېګڼه شته؟ بیا هم، راځو درېیم غلبېل ته، چې د "ګټې" دی. ایا دا خبره ماته کومه ګټه لري؟" سړی خجالت شو او ځواب یې ورکړ: "نه، هېڅ ګټه نه لري." ـ سقراط د خبرو په پای کې ورته وویل: "که ته داسې څه ویل غواړې، چې نه ریښتیا دي، نه د چا د ښېګڼې لامل کېږي، او نه هم کومه ګټه لري، نو بیا ولې داسې خبره کوې؟" #ژباړه Mehristan مِهرِستان

کله چې ډېر چاق یې، خلک ؤایي چې خوراک زیات کؤي. کله چې ډنګر یې، خلک فکر کؤي چې ناروغ دی. کله چې ته صفا او با نظافته ګرځې، خلک ؤایي چې ځان ښودنه کؤي. کله چې ساده/عاجزه ګرځې، فکر کؤي بېوسه او چټل دی. کله چې ناکام یې، خلک فکر کؤي چې بې مسؤلېته دی. کله چې بریالی یې، خلک فکر کؤي چې مغرور، خودخواه او بې رحمه دی. ... نو خبره دا ده، که په ژوند کې هر رقم یا هر څه یې؛ نؤ ضرور به درباندې نیوکې کېږي. مګر ته هغه څه ؤکړه، کوم چې تاته سکون دربخښي. د خلکو خبرو پسې مه ځه، کنې د ژوند کولو چل به درنه هېر شي. 🤗

لنډه وینا "وايي چې ځينې لفظونه غاښونه نه لري *خو انسان په حقيقت کې خوري"

تر ټولو بد حس څه دی پوهېږې؟ کله چې تاته ستا د خفګان وجه نه وي معلومه، چې ولې خفه ې؟ له چا خفه ې، او په څه وجه خفه ې؟ پرته له کومې وجې دې له سترګو اوښکې ولې ځي؟ چیغو ته دې ولې زړه کیږي؟ خوب ولې نه درځي؟ او زړه دې ولې نارامه دی؟ دا د ژوند تر ټولو ډېر بد حالت دی.!😕🥀 #Zahid

۱۴۰۴ کال عمومي او ديني زده کړو کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه! د دولسمو ټولګیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ته، چې غواړي د ۱۴۰
۱۴۰۴ کال عمومي او ديني زده کړو کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه! د دولسمو ټولګیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ته، چې غواړي د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي، خبر ورکول کیږي، چې د نوم لیکنې فورم له لاندې لینک څخه ترلاسه، له بشپړولو او چاپ وروسته یې له (۴۰۰) افغانۍ حق الشمول سره اړوند ښوونځي یا مدرسې ته وسپاري. د نوم لیکنې په تړاو بشپړ لارښود په لینک کې نشر شوی، داوطلبان کولی شي د فورم طی مراحل په اړه ترې ټول معلومات ترلاسه کړي. د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۳ مرغومي۳۰مه نوم لیکنې فورم او لارښود لینک: https://nexa.gov.af/fa/kankor1404

ثبت نام برای امتحان کانکور عمومی و مدارس دینی سال ۱۴۰۴! به اطلاع تمام فارغان صنف دوازدهم و مدارس دینی که خواهان ثبت نام برای
ثبت نام برای امتحان کانکور عمومی و مدارس دینی سال ۱۴۰۴! به اطلاع تمام فارغان صنف دوازدهم و مدارس دینی که خواهان ثبت نام برای امتحان کانکور سال ۱۴۰۴ هستند، رسانیده می شود که فورم ثبت نام را از لینک ذیل دریافت نموده، بعد از چاپ و خانه پری همراه با (۴۰۰) افغانی حق الشمول به مکتب یا مدرسه مربوطۀ خویش بسپارند. رهنمود ثبت نام در لینک موجود است؛ داوطلبان می توانند در رابطه به طی مراحل فورم ثبت نام از آن استفاده نماید. آخرین مهلت ثبت نام: ۳۰ جدی سال ۱۴۰۳ لینک فورم ثبت نام و رهنمود: https://nexa.gov.af/fa/kankor1404

پښتو د فارسي ژبو لپاره لیکوال: محمد رحيم دراني
پښتو د فارسي ژبو لپاره لیکوال: محمد رحيم دراني

pashto book final.pdf10.73 MB

په ورډ پروګرام د سلګونو صفحو اخر او بيا سر صفحې ته په يوه کليک سره تلل

د_اداري_اصلاحاتو_۴۰۰_پوښتني_او_ځوابونه.pdf

څو وروڼو زیاته غوښتنه کوله چې د هر صفحې په سر کې همغه عنوان څنګه راوستلی شو لاندې یې ویډیو ده،

زړه مې غواړي چې یو ناپېژنده کس ته د زړه ټول حال ووایم، او بیا لکه یو نامعلوم لاروی په خپله مخه لاړشم، او له هر هغه چا ځان پټ کړم چې ما پېژني!

نن به په ورډ پروګرام کې عددونو جمع کولو فارمول وګورو. هيله لرم چې خوښ مو شي.

پښتو_دري_لنډ_قاموسطاهره_هنګامه_خروټې.pdf15.84 MB

پښتو ـ دری لنډ قاموس Pasto - Dari Short Dictionary
پښتو ـ دری لنډ قاموس Pasto - Dari Short Dictionary