ar
Feedback
Research Services

Research Services

الذهاب إلى القناة على Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

إظهار المزيد
2 994
المشتركون
-124 ساعات
-87 أيام
-3630 أيام
أرشيف المشاركات
د کارموندنې خبرتیا: د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست (۲۶) بستونه اعلان کړي دي. ریاست صحت عامه ولایت سرپل (۲۶) بست را اعلان نم
د کارموندنې خبرتیا: د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست (۲۶) بستونه اعلان کړي دي. ریاست صحت عامه ولایت سرپل (۲۶) بست را اعلان نموده است.

د کارموندنې خبرتیا: د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست (۱۳) بستونه اعلان کړي دي. ریاست صحت عامه ولایت سمنگان (۱۳) بست را اعلا
د کارموندنې خبرتیا: د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست (۱۳) بستونه اعلان کړي دي. ریاست صحت عامه ولایت سمنگان (۱۳) بست را اعلان نموده است.

د کارموندنې خبرتیا: د دایکنډي ولایت مقام (۳) بستونه اعلان کړي دي. مقام ولایت دایکندی (۳) بست را اعلان نموده است.
د کارموندنې خبرتیا: د دایکنډي ولایت مقام (۳) بستونه اعلان کړي دي. مقام ولایت دایکندی (۳) بست را اعلان نموده است.

د کارموندنې خبرتیا: د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست (۵) بستونه اعلان کړي دي. ریاست صحت عامه ولایت کنر (۵) بست را اعلان نموده
د کارموندنې خبرتیا: د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست (۵) بستونه اعلان کړي دي. ریاست صحت عامه ولایت کنر (۵) بست را اعلان نموده است.

د کار موندنې خبرتیا د کانونو او پټرولیم محترم وزارت خپل (۸) NTA قراردادي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان کړي د کانونو او پټرولیم محترم وزارت د چارو د اغیزمنې سپارنې او د یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، د آمو سیندیزۍ حوزې د نفتي پروژې اړوند (۸) NTA قراردادي بستونه د ازاد رقابت له لارې، له ۲۹/۰۹/۱۴۰۴ څخه تر ۱۰/۱۰/۱۴۰۴نېټې پورې اعلان ته سپارلي دي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، خپله سی وي (CV) او تحصیلي اسناد د اعلان د پای ته رسیدو تر ټاکلې نېټې پورې د (nta.recruitment@momp.gov.af) بریښنالیک پتې ته ولیږي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ. https://momp.gov.af/open-vacancies

يو وکيل د شپې ناوخته کور ته راغى، دروازه يې ټک-ټک کړه، ښځې يې ورته غږ کړ: ولاکه درته دروازه خلاصه کم، په دې نيمه شپه چې له کو
يو وکيل د شپې ناوخته کور ته راغى، دروازه يې ټک-ټک کړه، ښځې يې ورته غږ کړ: ولاکه درته دروازه خلاصه کم، په دې نيمه شپه چې له کوم ځای نه راغلى يې؛ بېرته همالته لاړ شه. وکيل ورته وويل: دروازه خلاصه که؛ ګنې په وياله کې ځان غورځوم. زه دې کيسه کې نه يم، هر څه چې کوې، وکه. وکيل يوه غټه تيږه را واخيسته؛ په وياله کې يې وغورځوله او خپله د دروازې بغل ته پټ شو. ښځې يې فکر وکړ چې خاوند مې په وياله کې ځان وغورځاو؛ نو ژر يې دروازه خلاصه کړه، وکيل چې د دروازې بغل ته پټ و، په منډه کور ته ننوت او ښځې پسې يې دروازه بنده کړه، ښځې يې وويل: دروازه خلاصه که، کنه چغې وهم. وکيل ورته وويل: و وهه، ښې چغې و وهه؛ کله چې همسایه ګان راويښ شول، بيا درنه پوښتنه کوم چې تا په دې ناوخته کې بهر چيشى کول!؟ بيا يې وخندل، ویې ويل: وکيل، وکيل وي!
😝😁

+1
اور بلکۍ ناول ( رحماني کتابتون ).pdf10.76 MB

د مناظري د لومړی برخي پشتو ژباړه پوره یي درسره وګورئ او حتما یي درسره شیر کړئ چي ټول ځوانان ورڅخه برخمن سي❤️ #foryouシ

کتاب: د ځلا خوبونه لیکواله : هیله هدایي ‏ژبه: پښتو فارمټ: pdf

د ځلا خوبونه د «ځلا خوبونه» داستان د ماشومانو او تنکیو ځوانانو؛ په تېره بیا د نجونو او په ټوله کې د کورنیو له‌پاره د مثبت پیغ
د ځلا خوبونه د «ځلا خوبونه» داستان د ماشومانو او تنکیو ځوانانو؛ په تېره بیا د نجونو او په ټوله کې د کورنیو له‌پاره د مثبت پیغام لېږدوونکی دی. په دې داستان کې د یوې داسې کلیوالي، خو په عین حال کې ښارمېشتې نجلۍ د ژوند کیسه انځور شوې چې له کوچنیوالي، ان که ووایو له زېږون او حتا د مور له بطن څخه له کورني تاوتریخوالي، تعصب او دوه‌ګوني چلند سره مخ وي. په حقیقت کې د داستان اتله (ځلا) د لکونو هغو افغان نجونو بېلګه ده چې همدا اوس اوس عملاً د کورني، تاوتریخوالي، کورني تعصب، د نجونو او هلکانو پر وړاندې د کورنۍ غړو د دوه‌ګوني او توپیري چلند له امله، له زده‌کړو او نورو حقونو بې‌برخې دي او د ژوند پرېکړې یې نور کوي.

کتاب: د نیمګړی ماشوم لیکواله : رڼا زرمتۍ ‏ژبه: پښتو فارمټ: pdf

نیمگړی ماشوم، یو منځنی داستان دی چې په هغه کې د یوه معیوب ماشوم ژوند انځور شوی. دا ماشوم چې زېږي؛ نو له زنګانه ښکته پښې نه‌لر
نیمگړی ماشوم، یو منځنی داستان دی چې په هغه کې د یوه معیوب ماشوم ژوند انځور شوی. دا ماشوم چې زېږي؛ نو له زنګانه ښکته پښې نه‌لري. کورنۍ یې ماشوم د همدغه عیب له امله په روغتون کې پرېږدي او خپله ترې کلي ته روانېږي. کورنۍ یې ځکه دا کار کوي چې وېره لري هسې نه پر دوی بوج ‌شي. د ماشوم مور او پلار د «خوشالیو» په نوم کلي کې اوسېږي. ټول کلی، ونې او بوټي او مرغان د ماشوم زېږېدو ته سترګې په لاره وي، خو کله چې مور او پلار له روغتون څخه تش لاس ستنېږي، ټول کلی خپګان په سر اخلي او زمان(وخت) له حرکته غورځي. دا ماشوم له روغتون څخه روزنتون ته وړل کېږي او تر تنکۍ ځوانۍ په روزنتون کې نه‌یوازې د خپلو همزولو له لوري یې توهین او سپکاوی کېږي، بلکې په لوبو کې هم ونډه نه‌ورکول کېږي. سربېره پر دې کومې کورنۍ چې وخت ناوخت روزنتون ته د فرزندي ماشومانو د اخستلو په پار سر ښکاره کوي، هغوی یې هم له وړلو ډډه کوي او د نیمګړي ماشوم په سترګه ورته ګوري. دا بې‌ پښو ماشوم په روزنتون کې د ایسکریم له کاچوغو څخه یو کورګۍ جوړوي او همېش په دې هیله او ارزو وي چې خدای یې د همدغسې یوه ښایسته کور خاوند وګرځوي.

کله مو چې ملګرتیا پای ته رسېږي؛ ټول رازونه مو ځان سره وساتئ! د ملګرتیا پای د شرافت پای نۀ وي!ــــــــــــــــــــــــــــــــ
کله مو چې ملګرتیا پای ته رسېږي؛ ټول رازونه مو ځان سره وساتئ! د ملګرتیا پای د شرافت پای نۀ وي!ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ژباړنه: ژمنه ژوند

د زړۀ هره خبره د ژبې پۀ وسیله نۀشي کېدلی، نو لۀ همدې وجې الله ج ساړه اهونه، اوښکې، ستړې موسکا، اوږده خوبونه او د لاسونو رېږدی
د زړۀ هره خبره د ژبې پۀ وسیله نۀشي کېدلی، نو لۀ همدې وجې الله ج ساړه اهونه،  اوښکې، ستړې موسکا، اوږده خوبونه او د لاسونو رېږدیدا پیدا کړل! نزار_قباني

📢 *د کارموندنې تازه خبرتیا!* صرف خویندې 📌 *د ژوند مهارتونو ښوونکی* 📍 *بستونه:* ۳۴ 📚 *تحصيلات:* د دولسم ټولګي فارغ 📍 *ځای
📢 *د کارموندنې تازه خبرتیا!* صرف خویندې 📌 *د ژوند مهارتونو ښوونکی* 📍 *بستونه:* ۳۴ 📚 *تحصيلات:* د دولسم ټولګي فارغ 📍 *ځایونه:* بدخشان، بادغیس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، پکتيا، پنجشیر، سرپل، تخار، ميدان وردګ، زابل 🏢 *استخدام کوونکی:* HEWAD موسسه 🗓️ *وروستۍ نېټه:* د ۲۰۲۵ دسمبر ۲۵مه 🎯 *که غواړې دا ځل چانس له لاسه ورنکړې، نو همدا اوس نوم‌لیکنه وکړه*👇 https://wazifaha.org/jobs/25228/position-title-life-skill-trainers

د ايټالیا هيواد بورسونه! 🔹️هیواد: ايټالیا 🔹️پوهنتون: باکوني 🔹️مقطعې: لیسانس او ماسټري 🔹️رشتې: ډول ډول ګټې: 🔸️بشپړې وړیا
د ايټالیا هيواد بورسونه! 🔹️هیواد: ايټالیا 🔹️پوهنتون: باکوني 🔹️مقطعې: لیسانس او ماسټري 🔹️رشتې: ډول ډول ګټې: 🔸️بشپړې وړیا زدکړې 🔸️اقتصاد، اداره، سیاست، حقوق، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر ساینس او ګڼو نورو څانګو کې زده کوونکي مني 🔸️د نوم لیکنې لپاره ښه پریمانه وخت هم لري. د نورو معلوماتو او نومليکنې لینک👇👇 https://www.unibocconi.it/en/applying-bocconi

خبرتیا د کانونو او پټرولیم محترم وزارت خپل (۱۰) NTA قراردادي بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان کړي د کانونو او پټرولیم محترم وزارت کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، د آمو سیندیزۍ حوزې د نفتي پروژې لاندې (۱۰) NTA قراردادي بستونه د ازاد رقابت له لارې له ۲۵/۰۹/۱۴۰۴ څخه تر ۶/۱۰/۱۴۰۴نېټې پورې اعلان ته سپارلي دي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، خپله سی وي (CV) او تحصیلي اسناد د اعلان د پای ته رسیدو تر ټاکلې نېټې پورې (nta.recruitment@momp.gov.af) ایمیل ادرس ته ولیږي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ. https://momp.gov.af/all-vacancies

تر ټولو دروند زور هغه وخت زغمل کېږي، چې ته پر حق یې، خو بيا يې هم نشې ثابتولای؛ او شاوخوا کسان په حقیقت خبر وي، خو د ګټې، وېرې او منافقت له امله چوپ پاتې شي. ترجمه

کتاب: د پیریانو کلی لیکوال : ګل رحمن رحماني ‏ژبه: پښتو فارمټ: pdf آریان پښتو کتابتون لخوا نوی سکن او pdf شو..! *په لایــــک سره مو مونږ ته مثبته انرژې راوبخـــښې😊❤ !!* پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ !