Research Services
الذهاب إلى القناة على Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
إظهار المزيد2 982
المشتركون
-324 ساعات
-97 أيام
-4030 أيام
أرشيف المشاركات
2 982
په ټولنېزو شبکو کې د ليکنې په وخت اکثریت خلک په پوسټونو او کمنټونو کې د مختلفو سټيکرونو څخه کار اخلي خو کله چې په کمپيوټر کې ليکنې کوى هلته هم زيات وخت په کار کېږي نو لاندې ويډيو کې لنډه طريقه ښودل شوې ده.
2 982
د کانکور په قسم څلور ځوابه پوښتنې جوړول
اکثریت وخت په کورسونو مکتبونو او یا هم نورو اداراتو کې همدغه قسم کار ته ضرورت لیدل کیږي تاسو هم کولی شئ چې ګټه ترې واخلئ لاندې يې پونټ دى. 👇
2 982
هره ورځ مو زرګونه هېوادوال ورډ او اکسيل پروګرامونه استعمالوي خو شايد ځينې لنډ تخنيکونه چې زمونږ کارونو کې چټکتیا رامنځته کوي مونږ ورڅخه خبر نه وو. لاندې لنډ تخنیک ستاسو په کارونو کې چټکتیا راولي.
2 982
د شانګهای دولتي سکالرشیبونه
لیسانس، ماسټري، دوکتورا
د Shanghai Government Scholarships (SGS) په نوم سکالرشیپونه چې د چین د شانګهای ښار د حکومت له لوري ورکول کیږي، هر کال د لیسانس، ماستري او دوکتورا په کچه محصلان مني. دا سکالرشیپونه دوه ډولونه لري چې د چین د دولتی سکالرشیپونو سره یو څه توپیر لري.
د دې سکالرشیپونو د Type A ډول د محصل ټول مصارف اداکوي اما Type B یې بیا یواځی د سمستر فیس او روغتیايي بیمه ورکوي. د چین زیات پوهنتونونه د SGS برخه دي اما د ځینو د نوملیکني پروسه پای ته رسیدلې ده او یو څو پوهنتونونه لا هم د نوم لیکني لپاره وخت لري. له افغانستان هم ورته اپلای کېدلای سی.
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
د زده کړو څانګې: هغه څانګې چې د SGS سره ثبت شوي پوهنتونو کې موجودي وي.
د نوم لیکنې پای: د اپریل وروستی نېټه ( دا نیټه تر هر پوهنتون پوری فرق کوی).
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
د سکالرشیپ امتیازات (Type A ):
د زده کړو بشپړ فیس
د اوسیدلو پوره امکانات
میاشتنی جیب خرڅ (700 RMB د لیسانس او ماستری او 1000 RMB د دوکتورا لپاره)
روغتیايي بیمه
عمومي شرایط:
باید د چین تابعیت درلودونکی نه وي
د محصل عمر باید د لیسانس لپاره تر ۲۵، د ماسټري لپاره تر ۳۵، او د دوکتورا لپاره تر ۴۵ کلونو لوړ نه وي.
محصل باید هم مهاله په چین کې د ماسترۍ او یا هم دوکتورا محصل نه وي.
د انګلیسي او یا هم چینایي ژبې سند وړاندي کول
محصل باید مخکی د چین کوم سکالرشیپ ترلاسه کړی نه وي.
اړوند اسناد:
پاسپورټ ( که اوس موجود نه وي ستونزه نشته اما د بریالیتوب په صورت کې باید وړاندي شي)
د ډیپلوم او ټرانسکریپټ درلودل (ماستري او دوکتورا لپاره)
د ریسرچ پروپوزل او یا هم Study Plan درلودل ( لږ تر لږ ۱۰۰۰ کلمې د ماستري او دوکتورا لپاره)
د جرم نه درلودلو سند Non-Criminal Record
دوه ریکمنډیشن لیټرونه له پروفیسور او یا هم اسوسیټ پروفیسور رتبه لرونکي استاد څخه ترلاسه کول (البته د ماستري او دوکتورا لپاره )
د چینایي او یا انګلیسي ژبې سند درلودل. هغه څوک چې د لیسانس او یا هم ماستري پروګرام ژبه یې انګلیسي وي له ټافل او ایلټس له سند معاف دي. د ټافل سند په ځینو پوهنتونو کې جبري نه وي. هغه څوک چې غواړي په چینیاي ژبه درس ووایي د چینایي ژبې سند HSK 4 اړین دی.
د نورو معلوماتو لپاره دا لینک
https://edu.sh.gov.cn/study_en_scholarships/20240904/5d8add31c7ce44a4b1e0d5bdfafe1495.html
وکاروئ.
پروسه:
تاسو يواځی د چین هغه پوهنتونونه چې د SGS د پروګرام برخه وی، انتخابولای شئ. د زیاتو پوهنتونو د نوم لیکني نیټه پای ته رسیدلې ده اما ځیني پوهنتونونه لا هم وخت لري چي په لاندي ډول دي:
SHANGHAI UNIVERSITY OF INTERNATIONAL BUSINESS AND ECONOMICS
EAST CHINA UNIVERSITY OF POLITICAL SCIENCE AND LAW
تاسې کولی شی د خپلی خوښی وړ رشته د انلاین نوم لیکني پر مهال په نښه کړئ؛ تاسوبه د SGS د انلاین اپلیکیشن فورم د دې لینک له لاري ترلاسه او ډک کړئ:
https://www.study-shanghai.cn/c.asp?action=AS_SS_Entry
کله چې مو د خپلي خوښي پوهنتون او څانګه انتخاب کړه او انلاین فارم مو سبمېټ کړ، نور نو ستاسو پروسه تکمیل ده او د پوهنتون له لوري به ستاسو اسناد ارزول کیږي او شاید انټرويو ته هم وغوښتل شئ.
وروسته تر ارزونې تاسو ته سکالرشیپ درکول کیږي او د ویزې لپاره اسناد درته لیږل کیږي.
لومړی نوټ:
د دې سکالرشیپونو لپاره د پروفیسور موافقه نه غوښتل کیږي بلکي ستاسو د اسنادو په اساس به ارزول کیږئ. هڅه وکړئ چې که مو کومه څیړنه ترسره کړې وي او یا مو هم کوم بل فوق العاده کار ترسره کړئ وي حتمي یې له اسنادو سره سبمیټ کړئ. دا پروسه ډېره رقابتي ده او د نړۍ له مختلفیو هیوادونو څخه محصلین ورته اپلای کوي.
دوهم نوټ: د انلاین اپلیکیشن د ډکولو پر مهال له Type A او Type B څخه تاسو یو انتخابولی شئ. او بل دا چی اپلیکیشن هم یواځی یو پوهنتون ته سبمیټ کولی شئ ( البته زموږ د معلوماتو په اساس چې په یو نوم دوه اپلیکیشنونه نه جوړیږي). تاسی کولی شئ د اپلیکیشن د سبمیټ کولو څخه مخکی لومړی د دواړو پوهنتونو انلاین فورم وګورئ او کوم پوهنتون چی ستاسی د خوښی وړ څانګه لري، هغه انتخاب کړئ.
درېیم نوټ:
د نوم لیکني پروسه د لیسانس، ماستري او دوکتورا لپاره تقریبآ یو شان ده اما فرق یې یواځی د ځینو اسنادو لکه ریکمنډینش لیټر او نورو په جوړولو کې دی. که په شرایطو برابر یاست هڅه وکړئ کومه برخه کې چې دلچسپي لرئ اپلای وکړئ.
#Win_Scholarship #سکالرشیپ #سکالرشیپونه #بورس #Scholarships #سکالرشیپ #shanghai
متاح الآن! بحث تيليغرام 2025 — أهم رؤى العام 
