cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

❦ڔنگ انځــــــــور❦

ښه راغلاست نشریات #ښکلې_لیکنې. #ایډیټ_شوې_ويډیوګانې. #ډیزاینر_تصویرونه #حدیث_شریف. #اسلامې_لیکنې. #بیتونه. #انځورونه نشر کیږي زموږ دکانال لینک https://t.me/qwerjffd تبادله والا👇 @Zxcv1230 مسؤل شَِـُّ℘ـʘ‌هَِـٖٖـۘۘـُِکُّـٖٖـۘۘـُِاۘۘرُِ

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدلم يتم تحديد اللغةالدين والقيم الروحية116 023
مشاركات الإعلانات
309
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
-47 أيام
-1730 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

دمنکر حدیث په سر آسمانی تندر مونږ غواړو چې د قرآن او سنت او د سلفو اقوال نه دا خبره ثابته کړو چې احادیث درسول الله صلى الله عليه وسلم حجت دی، واجب العمل دي، ددې نه انکار کول د دین نه انکار کول دي. إِنْ شَاءَاللهُ هره ورځ (۱) لیکنه نشریږی مونږ تعقیب کڔی @QuranAwSunnat2
إظهار الكل...
راشئ نو ملګرو
إظهار الكل...
دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤ https://t.me/SRaaass2023 تبادله👇 @Sharif2024N
إظهار الكل...
څاڅکې دباران

دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤

https://t.me/SRaaass2023

تبادله👇 @Sharif2024N

دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤ https://t.me/SRaaass2023 تبادله👇 @Sharif2024N
إظهار الكل...
څاڅکې دباران

دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤

https://t.me/SRaaass2023

تبادله👇 @Sharif2024N

دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤ https://t.me/SRaaass2023 تبادله👇 @Sharif2024N
إظهار الكل...
څاڅکې دباران

دلته ستاسو لپاره شعرونه، لیکنې، لنډې کیسې، پندونه، ټپې او په زړه پورې معلومات د پښتو په خوږه ژبه خپرېږي ❤

https://t.me/SRaaass2023

تبادله👇 @Sharif2024N

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ داسلامي دین ښېګړې او فایدې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې له خپلولۍ پرېښودلو او يو بل ته له شا اړلو نه منعه كوي، متقابل بغض او حسد څخه د ځان ساتني امر كوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «لَا تَقَاطَعُوا وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا». [جامع الترمذي: ١٩٣٥] ژباړه: له یو بل سره اړيکي مه شکوئ شا يو بل ته مه اړوئ، بغض او حسدونه يو له بل سره مه کوئ. د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې خلکو پسې له ټوکو ټکالو، د هغوی خوګانو او عيبونو ذكر كولو نه منعه کوي، الله پاک فرمایي (يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ ) [ سورت حجرات: ۱۱] ژباړه: ای هغه خلکو چې ایمان مو راوړی دی يو قوم دې له بل قوم پسې مسخرې او ټوکې ټکالې نه کوي. د اسلامي دين بله ګټه دا ده چې مونږ ته امر کوي چې څه اورو بايد تحقيق په کې وکرو، الله پاک فرمایي: يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ﴾ [سورت حجرات: ٦] ژباړه: ای هغه خلکو چې ایمان مو راوړی دی که چرته درته فاسق په يو خبر راشي نو پلټنه يې وکړئ مخکې له دې چې يو قوم ته به په ناخبرۍ کې تکلیف ورسوئ او بیا به په خپلو کړو وړ پښېمانه یاست. داسلامي دين بله ګټه دا ده چې مسلمانانو ته له تكليف او ستړې رسولو نه منعه کوي، الله پاک فرمایي: وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴾ [سورت احزاب: ٥٨] ژباړه او هغه خلک . چې مومنانو سړيو او ښځو ته په ناکرده څه باندې تكليف او خفګان رسوي نو دوی د ښکاره دروغو او ګناه پیټی - پر ځان بار کړی. او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: «څوک چې اوږه پیاز یا ګندنه وخوري نو زمونږ مسجد ته دې نه نزدې کيږي، ځکه ملائک له هغه څه نه تكليف کې کيږي چې انسان ورڅخه په تكليف كي واقع كيږي.». [صحيح ابن خزيمه: ١٦٦٥] ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱۲)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
إظهار الكل...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ داسلامي دین ښېګړې او فایدې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د اسلامی شریعت بله ښیګره دا ده چی د مشورې به ورکولو او هغه وخت د مشوري به منلو تیزی ورکوي چې مشوره روغه رمته وي، له عقل، منطق او تجربي سره سمون خوري، الله پاک فرماني (او د دوی چاری سره خپل منځ کي مشوره وي)[ شوری ۱۳۸] د اسلامی شریعت بله ګټه دا ده چې غوره په کې هغه څوک دی چې د زباني تقوا او صلاح څښتن وی الله پاک فرمایی (په تاسو کي کریم ترین او غوره د الله په نیز هغه څوک دی چې په تاسو کي دیر تقوا دار وی او الله پاک پوهه او باخبره ذات دی)[سورت حجرات۱۳] د اسلامی شریعت بله گته دا ده چې د مریانو په ازادولو او مریانو سره په ښه سلوک نصیحت کوي، بله گته یی دا ده چې له ګاونډي او له ميلمه او او ناچاره او و یتیم سره په ښه رویه تيزي ورکوي. د اسلامی شریعت بله گته دا ده چې نفرت کراهت او جنگ جگړي په کلکه غندي، الله تعالى فرمایی (واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) [سورت ال عمران۱۰۳] ( د الله په رسي كلكي منګولي ولگوی او تفرقه بازي مه کوئ) او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي:(مومن د مومن لپاره د آبادی صفت لري چي ځيني يي نوره ځيني برخه تقویه کوی) بله گته یی داده چی نمیمت او غیبت څخه له حسد او جاسوسی څخه له دروغو او خیانت څخه په کلکه منعه کوي، په دی باب کی خو ایتونه او حديثونه بلا ډير دي. د اسلامي دين بله گته دا ده چی د ورونو تر منځ جوړ جاړي ته خلک دعوت کوي او له هجران څخه یی منعه کوي، الله پاک فرمایی (په یقین سره چی مومنان خپل منځ کي ورونه دي نو تاسو د خپلو ورونو ترمنځ جور جاری وکړی او له الله څخه و دار شی نزدي ده رحم درباندي وكړي)سورت حجرات ۱۰ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱۱)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
إظهار الكل...
ما ته بخشش اوکره ته به سوچ کوی چی ما ولی ستا نه بخشش طلب کرو دا ځکه چی د رمضان دویمه عشره شروع ده او دا دويمه عشره د مغفرت وي او نبي عليه السلام فرمائي چی لعنت دي وي په هغه بنده چې د رمضان میاشت پری راشي او ختم شي او دده مغفرت پکی اونشي نو الله تعالی خو هره ګناه معاف كوي خو شرک او غیبت نه معاف کوي نو که چیري ما ستا غيبت كړي وي یا می درته سه تکلیف دركري وي نو ما معاف کره 🤲🤲🤲🤲🤲
إظهار الكل...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ موضوع: ((دتوبې طریقه)) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اوس دا چې دتوبې طریقه څه ده؟ نو توبه صرف دیته نه وایي چې انسان تش په خُوله باندې وایي:چې توبه توبه.بلکه دتوبې خپله طریقه ده چې علماو بیان کڔې ده: دامام قرطبی رحمه الله تحقیق:امام قرطبی رحمه الله په خپل تفسیر کې ددې پوره تشریح کڔې،چې حقوق په دوه قسمه دي؛ (۱)-حقوق الله (۲)حقوق العباد:نو که انسان حقوق الله ضائع کڔې وي نو ددینه توبه داده: چې انسان دری(۳)کارونه وکڔي: (۱)-په ژبه باندې استغفار ووایي.(۲)-په زڔه کې په کڔې ګناه پښیمانه شي.(۳)-او په آئنده کې ددې ګناه دنه کولو پخه اراده وکڔي: که په دې طریقه یې توبه اوویسته نو دځای نه د پاڅیدو نه مخکی به ورته الله جل جلاله ټول ګناهونه معاف کڔي. البته که فرائض(لکه مونځ روژه،زکوة وغیره) یا واجبات ورنه پاتي شوي وي نو دهغي به قضاء هم راوڔی نو بیا به یې توبه قبلیږی. او که انسان حقوق العباد ضائع کڔي وي (لکه دیو مسلمان مال یې په نا جائزې طریقې سره خوڔلې وي یا یې د هغه بې عزتې کڔي وي)نو ددې سره بیا یوه بله خبره هم ضروري ده: چې مسلمان ته خپل حق واپس کڔي یا د هغه نه معافي اوغواري نو بیا به یې توبه قبلیږي. او که یو بل مسلمان یې وژلې وي،نو که دمقتول وارثانو دې معاف کڔو خو دیره ښه ده،دې به صرف استغفار وایې او په آئنده کې به دبیا نه کولو پخه اراده وکڔي. او که هغوی دقصاص مطالبه کوله.نو ځان به هغوی ته دقصاص اخیستو دپاره حواله کوي او که په یو پاکدامنه مسلمانه زَنانه یې دزنا تهمت لږولې ؤ او هغوی معاف نه کڔو بلکه دحد قذف مطالبه یې کوله نو ځان به دورو وهلو ته هم حواله کوي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ خلاصه عزتمندو مسلمانانو! انسان عاجزه او کمزورې دی،معصوم خو صرف انبیاء کرام دي نور انسانان خو معصوم نه دي.نو که د بشریت په تقاضائې،دشیطان وسوسو او دنفسي خواهشاتو دغلبې په وجه ورنه ګناه وشي نو ده ته پکار دي چې دې په وخت ورنه توبه اوباسي او په همدې کې دانسانانو کامیابې هم ده (نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دهر انسان نه ګناه کیږي خو بهترین په دوی کې هغه دي چې توبه اوباسي)رواه الترمذی الله رب العزت دې مونږ ته دصحیح توبې ویستلو توفیق راکڔي او بیادې راته په دې توبه باندې داستقامت توفیق هم را نصیب کڔی آمین یا رب العالمین ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اصلاحی مدلل تقریرونه (جلد۱)صحفه۱۰نه تر۵۰پوری
إظهار الكل...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ موضوع:((دتوبې فضائل او فوائد)) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په قرآن کریم او احادیثو مبارکه ؤ کې دتوبې دیر زیات فضیلتونه راغلي دي خو زه به درته صرف یو څو فضیلتونه بیان کڔم په توبې سره دانسان مخکینی ټول ګناهونه معاف کیږی:الله رب العزت فرمایی: ( وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ)[الشوری۲۵] ”الله هغه ذات دی چې قبلوي توبه دخپلو بندګانو او ګناهونه ورته معاف کوی“ نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي:دګناه نه توبه کوونکی داسې دی لکه دسره یې چې ګناه نوي کړي.رواه ابن ماجه ((دتوبې مختصر(۴)فوائد)) (۱)-په ریښتنی توبې سره دانسان ټول ګناهونه معاف کیږی.رواه ابن ماجه. (۲)-توبه کوونکې سره الله جل جلاله محبت کوی.[سورة الحجر ۵۹] (۳)-په توبې سره الله جل جلاله دیر خوشحالیږی.رواه بخاری ومسلم. (۴)-توبه دانسان دفلاح او کامیابۍ ذریعه ده.[النور آیت۳۱] (۵)-انسان ته ښکلې ژوند د دنیا نعمتونه نصیبه کیږی.[هود آیت۳] (۶)-دانسان زره دګناه دخیري نه صفا کیږي.رواه الترمذی. ((بار بار توبه ویستونکې مُصِر ندی)) پاتې شوه دا خبره چې الله رب العزت فرمائي :(وَلَمْ یُصِرُّ عَلَی مَا فَعَلُوْ یَعْلَمُوْنَ) [ال عمران۱۳۵] الله جل جلاله دانسانانو ګناهونه بخښي خو چې دوی په خپلو ګناهونو باندې اِصرار(تینګوالي)نکوي (یعنی بار بار یې نه کوي). دعلامه آلوسي رحمه الله تحقیق ددې آیت په تفسیر کې علامه آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر (روح المعاني)کې لیکلي چې اِصرار دیته وایي:(په یو قبیح (او دګناه په)کار سڔې همیش والې کوي خو استغفار هم نه وایي او توبه هم نه اوباسي،نودیته اِصرار ویلي شي. او که چیرته دیوی ګناه کولو نه پس یې استغفار وویل،په زره کې په تیره ګناه پښیمانه شو او آئنده کې یې دا پخه اراده وکره چې بیا به یې نه کوم نو الله جل جلاله به ورته دا ګناه معاف کڔی،اوس که بیا ورنه دا ګناه اوشوه او بیا یې هم همدغه شان توبه اوویسته نو الله جل جلاله به دوبار ورته ګناه معاف کڔي اګر چې دورځی اویا(۷۰) پیرې ګناه وکڔي او توبه اوباسي.او همدا دحدیث مطلب دی چې(هغه کس همیش والې په ګناه ندې کڔې چې بخښنه یې غوښتې وي اګر چې دورځې اویا(۷۰) پیرې یې دا ګناه کري وي او بیا توبه یي ورنه ویستي وي. ((دملا علي قاري رحمه الله تحقیق)) هم په مرقاة شرح دمشکوة کې فرمائي: څوک چې دګناه نه روسته استغفار ووایي (په اخلاص توبه اوباسي)نو دا سڔی اِصرار کونکې ندې. وعید.البته که یو سرې تَش په خُله استغفار وایي او په زره کې په تیره ګناه پښیمانه نه وي او آئنده یي دا اراده هم نه وي چې ګنی بیا به یې نه کوم او تش دخُولې توبه اوباسي او بار بار ګناه کوي نو د داسې کس باره کې سخت وعیدونه هم راغلی دي- نبی علیه السلام فرمایي:(کوم سرې چې په خُولی خو دګناه نه استغفار غواري حالانکه په ګناه باندې قائم وي،دپریښودلو اراده یې هم نه وي خو دي دخپل رب پورې خندا کوونکې دی.اصلاحی مُدلل تقریرونه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
إظهار الكل...
اختر خطة مختلفة

تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.