پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
الذهاب إلى القناة على Telegram
دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی لــــه ډيـــره وخــته ⏰ مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃 لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓
إظهار المزيدلم يتم تحديد البلدالدافع و الاقتباس9 185
2 326
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
+427 أيام
+15530 أيام
أرشيف المشاركات
لا يې د مخ د پټيدو چل هم زده کړی نه دی🧕🏻
ليلا وړه ده😍 خو د ميني نخري ټولي ورځي
چې دي را بېل کړم له صنمه، زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
وخ د بېلتون ناروا غمه ، زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
زۀ يې له درده شپه په ويښه تېرومه، او ته
زما پر ټپ ويده مرهمه، زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
چې ستا په وړاندې ستا د ملک بچي په اور سوځوي
مشره! جنابه! محترمه! زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
تۀ چې مې زړۀ را ماتوې او زۀ چې بېرته ځمه
نو سترګې ډکې وړم له نمه، زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
اوس مو نو سترګې په رڼا پسې کږې وږې شوې
دومره دي ستړي کړو تورتمه، زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
هی هی نو دومره ظلم څوک کوي پر چا بېلتونه
د وجود وينه مې شوه کمه، زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
د شفاعت خو چې يو څوک را ياد شي، مات شي پر ملا
ښۀ چې ستا هم ياد شي قلمه، زړۀ دي نۀ خوږېږي؟
غزل
که تمام نه يې تمــــام شه لکـــــــه ژوند
ځه ورځه چېرته بدنام شه لکـــــه ژوند
په دې لومه کې مرۍ، مرۍ مرغــۍ دي
د دې لومې تار دې خام شه لــــکه ژوند
خوب دې لپه د رڼا شه په شمـــــال کې
اضطراب پسې دې پام شه لکـــــه ژوند
په صحرا کې د خپل سيوري په ارمان شې
ورک په وېښه دې ورک ګام شه لکه ژونـــد
ته زما د تقاضا په څېـــــر اوبـه شـــي
خپله غېـــږه درته دام شه لکه ژونـــد
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ملګرو لینک درسره شیر کړی.
https://t.me/https89l4BWhRtcRhYTU1
زمـا د مـرګ اعــلان چـې وشـو جـانـان هـم او ویـل
ښـه ده چـې مـړشو لـیـوانۍ به هـمـیـشـه خپه وو
یوچا راته وویل/هغه خیانت درسره کوې👉
ما وویل/پوهیږم😥
ویی ویل/مینه در سره نه لرې💔
ومې ویل/پوهیږم😥
ویی ویل/یوه ورځ در ځخه ځې او یوازی دی پریږدې💔
ومې ویل/پوهیږم😥
ویی ویل/ولې یی پریږدی نه😷
ومی ویل/دغه یوازینې خبره ده چی نه پوهیږم😢
ژوند لکه هنداره پکښي وګوره ،
ځان لپاره لاره پکښي وګوره ،
مه اخله زموږ څخه معصوم بچي
مرګه! ګنهګاره پکښي وګوره ....
هغه تور لکه لونگ کلی ته راغلی
هغه ښکلی غنمرنگ کلی ته راغلی
خدایه بیا رانه په زوره خولگی غواړی
جانان ما پسی په جنگ کلی ته راغلی
دا خو د مينې ابتدا ده ګيلې څله کوي
مينه په هر قدم سزاده ګيلي څله کوي
اوس خو دنيا کې د وفا ملګري پاتی نه دی
زړګيه يار دي بی وفا دی ګيلې څله کوي
درته به ګورمه ضرور سترګي ګنډلي نسم
چي خفه کیږی نو اشنا له کوره مه راوزه
ته به راځې لکه ګلونه دپسرلي غوندې خو*
زه به ډیر لرې دخزان بادونو وړی یمه❤️
واقيعت دا چې !?
هر څوک به دی اوښکو
او دردو ته لمن ووهې ... خو !!
يوازې داسې څوک
غوره او ولټوه چې ستا
د درد او اوښکو حوصيله ولرې
__
بـــــی له اوښـــکو می قـــسم که شـــپه تیریږی💔
دخـــندا چل رانــــه هـــیر شــــو ســـتا په یادکی💔
💝💝💝
کلہ وخت⏱ رانہ خپه یی 😔
کلہ بخت 💑 رانہ خپه یی😔
چی د زړہ 💔خبرہ وہ کم
خلگ سخت رانہ خپه یی😔😡
نه دی لاس دمینی راكړه نه دی وخندل په مینه..!
دا عادت دی ستا پخپله کـه رواج دی ستا دكلی...!!
شهیده یاره!
زه تل دې ته په تمه یم چې ستا په ما پیره ده
شهید تصویر دې ځکه په دفتر کې راسره ده
دا میز ،چوکۍ قالینې ستا هډونه دي شهیده
زَما دبیت المال په قرارګاه کې وظیفه ده
خوب وینمه چې تکه توره شپه وي او تورغر وي
کرار کرار در غږ کړمه چې جګ شه بیا چاپه ده
همغسې لاپروت دی ډرون وهلی موټرګاټ دې
څو تیږې ترې راتاو دي او ولاړه پرې جنډه ده
د غره په نیمایي کې د ګږې لارې ترڅنګه
بې تا مې د اوبو هغې چینې سره دمه ده
څوک نشته چې کرار مې کړي خاموشه خاموشي ده
دا ستا د مزار شناختې ته وهلې مې تکیه ده
بیسیم کې یو وار غږ د نمبردو راباندې وکړه
حسان کوچیه! تشه مې مرمو څخه چانټه ده
بـې وفا
تـا هیـرومــه یـاره نــورې دې وعـدې نه منم
زړګیـه نــدي سمــې ستا دا فیصلـــې نه منم
دا د وفـا او دبــاور پــه نــوم خوږې کلیمــې
زه یې مات کړی یمه اوس دا کلیمې نه منم
زه ورته ځای نلـرم زړه په بلـه خـوا یې بوزه
د بــې وفــــا یـار د یـادونــو قـافـلــې نه منم
نور به دې نــه یادوم نور بـه دې ارمان نکوم
زړه صبــرومه ویــده کیـږم شبـګیرې نه منم
ته یو وار بیا راشه دا ځلې دې زړه نه ماتوم
که ته هرڅه ووایې یاره خو بس زِې نه منم
دا ځل بـه خامخا راځې زمـوږ تـر کلي ګوره
حامدبلالـه زما یاد شـوی یې بهانــې نـه منم
که وي د ورور که د اشنا سړي ته زور ورکوي
په ژوند کې هره ناروا سړي ته زور ورکوي
ډېر ياران لاړشي بې وفا شي هيڅ خبره نه وي
د شل کلن جانان جفا سړي ته زور ورکوي
چې په رڼا کې درنه ورک شي د تيارو ملګري
که بزرګ هم شې خامخا سړي ته زور کوي
د چا نه ژوند اخستل دومره څه خبره نه ده
د چا د ژوند پورې خندا سړي ته زور ورکوي
اوښکی :
د زړه هغه درد دی 😞
چی ژبه یی د ویلو تاب نه لری
موږ.
هیڅڪله،
تغیر نه ڪوو،
یوازی لری ڪیژو،
له هغه
ڪســانو چی په ارزښت مو،،
نــــه پوهیـــــږے...،!
ــــــــــــــــــــــــــ.
