cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

خوارج څوک دي؟

موږ سره اوسي تر څو درته د نن عصر خوارجو اصلي څهره بربنډه کړو له ملتیا مو نړۍ مننه لینک درسره شیر کړئ جزاك اللهُ‎ خیراً کثراً

إظهار المزيد
مشاركات الإعلانات
1 544
المشتركون
-124 ساعات
+117 أيام
+230 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

*حیدري طالب الأفغاني* د تکفیر موانع څلور دي *پاتي برخه* *۳: اکـــراه* يعني يو څوک په کفر مجبورول، د دې دليل په قرآن کریم کې دى: إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنُّ بِالْإِيمَانِ (١٠٦) النحل مگر هغه څوک (کافر) نه دی چې مجبور کړل شو کفر ته او زړه يې په ایمان باندي مطمین و. *۴: تاویل* يعني په خپل قول او فعل باندې خه تاويل لري، د دې دليل د قدامه بن مطعون حدیث دی. چې د عمر فاروق رضي الله عنـه پـه خـلافـت کـې يـې شراب حلال وگڼل او ويې څښل، هغه د دې آيت : لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا ... (۹۳) غلط تاويل كاوه. نو اوس مونږ دا ویلای شو چې له فرض لمانځه څخه منکر کافر دی، خـو که داسې ووايو : فلانکی ځکه کافر دی چې له فرض لمانځه څخه انکار کوي ، نو بيا ضروري ده چې پورتني شرایط به ټول موجود وي آيا د تکفیر مانع خـو بـه موجود نه وي ؟ په چا باندې چې حكم لګول كیږي آياد هغه عقل روغ دی؟ لیونی یا بې هوښه خو نه دی؟ د دې فرض د فرضیت تاویل خونه کوي؟ د دې فرض د فرضیت منکر دی که نه ؟ د چا له لوري خو مجبور شوی نه دی؟ یا دا خبره له هغه څخه په خطا کی صادره شوې خو نه ده؟ خو بغدادي خوارج دا ټول اصول نه مني. هغوی په شام کې تر ټولو لومړی هيئة الأركان ته کافر وويل، ځکه چي د شار به خلاف له امریکا څخه مرسته اخلي او په شام کی دیموکراتیک نظام غواړي، بیا یې پاتې ټول گوندونه او ډلي لکه «الجبهة الإسلامية، أحرار الشام، صقور الشام او د دوی ملگري په دې دلیل کافر و گرځول چي هيئة الأركان او جيش الحر سره يې د بشار په خلاف څو کاروایانو کې گډون کړی دی او جبهة النصرة يي ځكه كافره وبلله چې همیشه یې له احرار الشام سره یو ځای د داعش په خلاف سنگر کي جنگيدلې ده. د هيئة التحرير د اوسنيو عملياتو په ترڅ کې د داعش د پای شیبې را نږدې شوي دي. *( د شیطان لښکر صـ ۴۷/۴۶ )*
إظهار الكل...
👍 2😍 1
حیدري طالب الأفغاني د تکفیر موانع څلور دي ۱: جهالت او ناپوهي يعني هغه سړی د دې حکم له فرضیت څخه نا خبره وي او ورته معلـوم نــه وي، د دې خبرې دلیل د ذات انواط والا حديث دی چې د سنن خاوندانو راوړی دی کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د حنين غزا ته ووت، نو د مشرکينو په یوه ونه باندې تېر شو چې ذات انواط ) یې ورته ویل مشرکانو به په دې ونه باندې خپلې تورې راځړولې، صحابه کرامو عرض وکړ : يا رسول الله! زمونږ لپـاره هـم يـو ذات انواط وټاکه لکه مشرکان چې ذات انواط لري. نبي كريم صلى الله عليـه وسلم وفرمايل : سبحان الله! دا خو همغه خبره ده چې موسى عليه السلام تـه خـپـل قوم کړې وه چې زمونږ لپاره هم يو معبود وټاکه لکه د دې مشرکانو معبود چې دی. په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دی تاسې به د تېرو امتونو پوره پوره پیروي وکړئ. ( امام ترمذي وایي: دا حديث حسن صحيح دی ۲۱۸۰) له دې کیسې څخه په ډاگه کېږي چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم دوى د دې خبرې له امله کافر او مشرک و نه گرځول حال داچې شركي او كفري خبره وه . محمد رشید رضا رحمه الله وايي کومو خلکو چې له نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه د دې خبرې غوښتنه کړې وه، هغه نوي مسلمانان وو او لنډ وخت کې يې له شرک څخه توبه باسلې وه، نو دوی داسې وگڼله چې نبـي كـريـم صلـى الله عليه وسلم مونږ لپاره هر څه مقرر کړي؛ نو هغه به د دین برخه وي او له اسلام سره به په ټکر کي نه وي. (مجموع الرسائل والمسائل النجدية : ۴۹/۴) ۲: خطا او تېروتنه يعني د يو چا له ژبې په غلطي سره د کفر خبره ووځي، د دې دليل دادی: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د خپل بنده په توبه - چې کله دی هغه ته توبه باسي - له هغه چا زيات خوشالېږي چې کله يو کس له تاسو څخه په يوه بې اوبو او وچه دښته کې په اوښه سفر کوي او اوښه يې ورکه شي حال دا چې د ده خوراک او څښاک په هغې اوښې باندې وي، دی د هغې د تر لاسه کولو څخه نا اميده وي، نو يوې ونې خوا ته راشي او سيوري ته يې څملي، دی له خپلې اوښي څخه مايوسه شوی وي، په همدې حالت کې وي چې يو ناڅاپه گوري هغه اوښه د ده خواته ولاړه وي دی یی لگام څخه ونيسي او له ډېرې خوشالۍ داسې ووايي: «أنت عبدي وأنا ربك) اى اللـه تـه زمـا بنـده يـې او زه دې رب يــم). لـه ډېرې خوشالۍ څخه غلط شي. صحيح مسلم : رقم الحدیث: ۲۷۴۷) دا جمله أنت عبدي وأنا ربک» د کفر خبره ده خو په خطا سره يې له خولې ووتلـه نـو ورتـه معاف ده. نور بیا.... ( د شیطان لښکر صـ ۴۶/۴۵ )
إظهار الكل...
6🥰 5
د قیامت په ورځ ټول خلک وایی، نفسې! نفسې! خو یوازې یو کس دی! چې وایی! اُمتې اُمتي حضرت مُحَمَّد مصطفیﷺ
إظهار الكل...
9👍 6😍 3
مېړنې مري خو مېړانه یې تاریڅ په پاڼو کې په ولولو وي اقصی په سلطان صلاح الدین ایوبي  پسې مړه شوه.. د شام مسلمانان د امویانو فراق وهلي، بغداد د هارون‌الرشید په لټه کې دي، د غرناطې لوړې ژورې د طارق ابن زیاد په لټه کې دي.. د مراکش دښتې د یوسف  بن تاشفین هر کلي ته انتظار دي. 😢
إظهار الكل...
🥰 5👍 3😍 3 2😢 2
لکه څنګه چې د افغانستان اشغال د ډېرو بدبختیو او مصیبتونو لامل شو، همدارنګه له دې هېواد څخه د دوی ماتې او تېښته هم د ډېرو ګټو او خوشحالو لامل شو. یو له دغو ناخوالو او مصيبتونو د اشغال په وخت کې د افغانستان پر مظُلوم ولس د لنډغرو او بې بندوبارو خلکو واک و چې له هېچ ډول شر او فساد څخه یې مخ نه اړاوه. په رڼا ورځ یې پر خلکو ظلمونه کول، د خلکو شتمنۍ یې لوټ کولې او د خلکو د ځورولو او بې ثباتۍ لامل ګرځېدل. د دوی د پښو نښې نښانې په ټولو جرمونو لکه: غلا، تښتونې او قتل کې لیدل کیدی شي. که څه هم دا مظلوم ولس د دوی له فساد څخه ستړی شوی وو، خو د کابل اجیرې ادارې نه یوازې دا چې د دوی پر وړاندې یې د مبارزې توان نه درلود، بلکې په ځینو مواردو کې یې له دوی سره د همکارۍ لاس هم وو. بلاخره د اشغالګرو لاس له دې خاورې څخه لنډ شو او د دوی په وتلو سره د ځمکې په مخ د لنډغرو تخمونو په ګډون ټول فسادونه وچ شول. د فتحې په لومړیو ورځو کې ډېر خلک له افغانستانه ووتل، خو ځینو ته چې د تېښتې موقع پیدا نشوه، په افغانستان کې پاتې شول او وروسته یې د هغه تور پس منظر په خلاف چې دوی یې درلودل د اسلامي نظام پر ضد د جګړې هوډ وکړ او په وړاندې یې بغاوت اعلان کړ. هغه بغاوت چې د کار په پیل کې شنډ شو او د اسلامي نظام د عسکرو له خوا د هغوی سرونه په ځمکه کش شول. ورځې او میاشتې تیرې شوې او نور د بغاوت او سرکشۍ خبر نه و تر دې چې څو ورځې وړاندې د جمهوري دورې یو نامتو مفسد چې له افغانستانه بهر په یوه نامعلوم ځای کې اوسېږي د ویډیو ایډیټینګ له وسیلو څخه په استفادې ادعا وکړه چې دی د هندوکش په غرونو کې اوسېږي. یوه داسې مسخره ادعا چې حتی د رسنیو او ځان پورې اړوند خلکو لپاره د طنز سرچینه وګرځېده. په همدې حال کې داسې ښکاري چې ځینې خلک د دې جعلي ویډیو له لارې دوکه شوي او د اسلامي نظام پر ضد د بغاوت جرأت کوي. له همدې امله يوه څو کسیزه ډله د بغلان ولایت یوه غره ته ولاړه او د څو ثانیو په ویډیو کې یې خپل بغاوت اعلان کړ. هغه ویډیو چې د دوی د مرګ حُکم یې له ځانه سره درلود. د دوی د ادعا له مخې دا ویډیو د روان کال د سرطان د میاشتې په لومړۍ نیټه ثبت شوې وه، خو پرون سهار د سرطان د میاشتې په ۸ نېټه د دوی یوه بله ویډیو هم خپره شوه، خو له دې توپیر سره چې اوس هغه مړي دي! هغه څه چې د دغو کسانو له وژل کېدو وروسته یې ډېر پام ځانته اړولی، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د داسې اسنادو لاس ته راوړل وو چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دغو دوو جبهو «بغاوت او داعش» د یووالي څرګندونه کوي. هو! هغه خوارج چې له کفارو سره د همکارۍ په تور یې ډېر بې ګناه مسلمانان په مرګ محکوم کړل او د هغوی جسدونه یې په بې رحمۍ سره ټوټې ټوټې کړل، اوس نه یوازې د سیمې د استخباراتو د لاس آله ګرځیدلي، بلکې د اسلامي نظام په خلاف یې د بد مخو بغاتو سره هم لاس یو کړی دی. ای هغو کسانو چې د دې خوارجو ډلې په فریب کې اسیر یئ او ستاسو دین او دنیا یې په خپلو لاسونو کې د لوبو میدان ګرځولی، په تاسو څه شوي دي؟ تاسو ولې هغه عقل نه کاروئ چې الله تعالی جل جلاله تاسو ته درکړی دی او د یوې شیبې لپاره فکر نه کوئ؟ دا څنګه شونې ده چې یوه ډله د شریعت نافذول غواړي، خو د کفري نړۍ په مرسته د اسلامي نظام پر ضد جګړه کوي لکه بغاوت کوونکي؟ آيا دوی تل د نبوت پر بنسټ د خلافت خبره نه ده کړې؟ د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو کرامو په ژوند کې مو داسې کړنې چېرته لیدلي؟ ستا په اړه څومره ښكلى بيان دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: “صفهاء الاحلام” مطلب “خوارج” هغه خلك دي چې عقل يې ضعيف او جاهل دي. په حقیقت کې تاسو جاهل یاست او نه پوهېږئ، مګر تاسو باید پوه شئ چې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حکم سره سم، د اسلام سپیڅلي عسکر به تاسې هر چېرې چې وګوري، تاسې به وژني، ترڅو اسلامي اُمت ستاسو له آفتونو څخه وژغورل شي. هو! دا حُکم يوازې د خوارجو لپاره نه، بلکې د هر هغه باغي لپاره هم دی، چې غواړي د اسلامي نظام پر ضد ودرېږي او د افغان ولس پر ضد وسله پورته کړي او د پرديو هېوادونو او زورواکو د ګټو لپاره وي. ځکه چې د دې خاورې اتل ځواکونه د هر فساد او جنایت په تعقیب بوخت دي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې امنیت ګډوډ کړي، چې دوی یې په الفاظو نه، بلکې په عمل کې ثابتوي.
إظهار الكل...
6🥰 4👍 2
Photo unavailableShow in Telegram
😍 4 2
١: په تاجکستان کې نږدې د دوه زره جوماتونو تړل. ٢: د تعلیمي کورسونو څخه د اسلامي پوهې لرې کول. ٣: د سیکولریزم د نظام مطابق تعلیم. ٤: د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ځوانان د خپل مذهب غوره کولو څخه منع کول. ٥: د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي خلک جومات ته له تګ څخه منع کول. ٦: د روژې په مبارکه میاشت کې د روژې نیولو څخه د بزګرانو مخنیوی. ٧: د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره تر ۳۵ کلونو کم عمره کسان نیول. ٨: د ماشومانو د سیرونو او د اختر د لیدو څخه منع کول، چې د ماشومانو په منځ کې عام دي. ٩: د 18 کلونو څخه کم عمره نجونې د اسلامي حجاب سره ښوونځیو ته د ننوتلو مخنیوی. ١٠: او په اخري صورت کې د بهرنیو جامو سره د مبارزې تر نامه لاندې د اسلامي جامو ممانعت. https://almirsaad.com/%d8%aa%d8%a7%d8%ac%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d8%8c-%d8%af-%d8%b4%db%8c%d8%b7%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%84%da%9a%da%a9%d8%b1-%d9%be%d9%87-%d8%aa%d8%b3%d9%84%d8%b7-%da%a9%db%90/
إظهار الكل...

2👍 1😍 1
👆👆👆👆 معززو دا لینک هم خپلو ګروپانو او چینلانو کې د اللهﷻ د رضاء او خپل دیني او اسلامي مسؤلیت له مخي درسره شیر کړئ جزاك اللهُ‎ خیراً
إظهار الكل...
👍 4🥰 2 1
موږ سره اوسي تر څو درته د نن عصر خوارجو اصلي څهره بربنډه کړو له ملتیا مو نړۍ مننه لینک درسره شیر کړئ جزاك اللهُ‎ خیراً کثراً https://t.me/ehdvdh
إظهار الكل...
خوارج څوک دي؟

موږ سره اوسي تر څو درته د نن عصر خوارجو اصلي څهره بربنډه کړو له ملتیا مو نړۍ مننه لینک درسره شیر کړئ جزاك اللهُ‎ خیراً کثراً

3😍 1
دلته به تاسو ته د باطل په وړاندي د نړیوالو مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو خبرونه او اصدارات نشریږي، ملتیا مو وکړی ترڅو خپل اتلان وپیژنی. https://whatsapp.com/channel/0029Vaf6fbj9Gv7PpKFVZR3D
إظهار الكل...
‎نــړیــوال تــرهــګــر‎ | WhatsApp Channel

‎نــړیــوال تــرهــګــر‎ WhatsApp Channel. ‎دلته به تاسو ته د باطل په وړاندي د نړیوالو مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو خبرونه او اصدارات نشریږي، ملتیا مو وکړی ترڅو خپل اتلان وپیژنی.‎ 5 followers

3
اختر خطة مختلفة

تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.