cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

عُشّٰاقُ الْجَنَّةْ خَپَرَنْدُوْیَهْ اِدٰارَهْ

عُشّٰاقُ الْجَنَّةْ خَپَرَنْدُوْیَهْ اِدٰارَهْ دا یوه آزاده اوخپلواکه اداره ده له همدې ادارې څخه پروخت داخلي او خارجي خبرونه،تبصرې اوهمدا رازنور ډیر په زړه پوري مطالب کتلئ شئ بـس زموږ همدا هیله ده چې امـت له حقائقوخبـرشي @oshaquljana1

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدلم يتم تحديد اللغةالفئة غير محددة
مشاركات الإعلانات
404
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
لا توجد بيانات7 أيام
لا توجد بيانات30 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

‏افغانانو هر مغرور زبرځواک یرغلګر د لسټ د سر څخه د لسټ پای ته غورزولی دی، که بالفرض د بایډن اداره د تړون د نقض کوښښ وکړي نو به د لسټ پای ته کښته سي ان شاءالله ‎#get_out_of_Afghanistan ‎#افغانستان_پریږدئ ‎#افغانستانرارها_نماید
إظهار الكل...
‏وخت ددې رارسېدلی چې خارجي ځواکونو د افغانستان څخه ووځي، ځکه چې زمونږ ټول نسلونه ددوي سره نفرت کوي. مونږ په خپله خاوره د حقیقي اسلامي نظام تر سیوري لاندې ازاد ژوند کول غواړو. ‎#get_out_of_Afghanistan ‎#افغانستان_پریږدئ ‎#افغانستانرارها_نماید ‎#Afghanistan ‎#America ‎
إظهار الكل...
‏هر افغان ته د غلامۍ فکر مه کوي دلته مو ستاسو لاس پوڅي دکوما حال ته رسولي هیڅ اکسیجن نشي اخستلای لري نه ده چي له تاسو سره یو ځای د تیښتي لار غوره کړي ‎#get_out_of_Afghanistan ‎#افغانستان_پریږدئ ‎#افغانستان_را_رها_نماید
إظهار الكل...
‏د دوحې د تړون د احتمالي نقض په اړه نوې ترانه! زمونږ فريضه ده اشغالګر له خپله کوره باسو که په خوښۍ نه وي ضرور به دې په زوره باسو غږ. الحاج ملا فقير محمد درویش شاعر عبدالقديم نظام ‎#get_out_of_Afghanistan
إظهار الكل...
‏دا اسلامپال دي، د دوي فطرت اسلامي دی، دوي په وحشتونو، جبر او زور څوک نشي خپلولی، دوی له پخوا یو باتهذیبه او متمدن ملت مشهور وو، د دوی ماتول، له خپل دین نه اړول او یا هم غلامی پرې تحمیلول ناشوني دي. ننګرهار کې د یوې مدرسې نه حافظان او علماء فارغ شول. حماد افغان
إظهار الكل...
کابل اداره د پاټک سالارۍ پر لور!! د کابل ادارې ځينې چارواکي د سولې د جريان په اړه وخت نا وخته داسې ادعاوې کوي چې ګواکې دوی به بېرته نويمو لسيزو ته ورونه ګرځي، يعنې دوی له نويمې لسيزې څخه د طالبانو له حکومت څخه وړاندې د پاټک سالارۍ دور مرادوي. دا چې هغه مهال رښتيا هم افغانستان په يوه ځوروونکي حالت کې قرار درلود، خپل منځي جګړو د افغانانو ژوند، امنيت، نواميس، ملي او اسلامي ارزښتونه له ګواښ سره مخ کړي وو، افغانان د ډېر زجر او ځور له امله زیاتره له هېواد څخه وتښتېدل او هېواد په کنډوالو بدل شوی ؤ، دغه مهال نو د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحريک رامنځته کېدل يو الهي کار  او د افغانانو لپاره يو ستر نعمت ؤ. پورتنيو ټولو اعمالو ته يې د پای ټکی کېښود او د پاټکسالارۍ دور يې مکمل ختم کړ. افغانان يې له يوه سوکاله او خوشحاله ژوند څخه برخمن کړل. خو د کابل ادارې په رامنځته کېدو او بيا په دې نږدې وروستيو کې چې بين الافغاني مذاکرات هم په ټپه ولاړ دي؛ يو ځل بيا د پاټکسالارۍ دور پيل شوی چې د هېواد مختلفې لويې لارې چور کيږي، د لويو لارو پر سر چې د کابل ادارې د داخله وزارت مربوطې کومې پوستې پرتې دي، هغه له ټولو موټرو څخه بې ځايه ټکسونه اخلي، پيسې ورڅخه شکوي، که چېرې پيسې ورنه کړي نو وژني يې، وهي يې او رټي يې. ان تر دې چې که چېرې له دغو پوستو څخه کومې لويې قرارګاه ته دغه موټروانان د شکايت په موخه ورشي نو د دې پر ځای چې هغوی يې شکايت واوري او د دغو پاټکسالاريو مخه ونيسي؛ بلکې هغوی هم د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره پيسې ورڅخه اخلي. دغو موټروانانو له تېرو څو ورځو راهيسې ټول ټرانسپورټي موټر درولي، مسافر ټول  په شکايت سره راټول شوي او د کندهار او کابل لويه لار يې بنده کړې تر څو د دوی شکايت واورېدل شي. خو د دې پر ځای چې شکايت يې واورېدل شي او ستونزې يې هوارې شي، د کابل ادارې چارواکو خپل غوږونه پرې کاڼه اچولی. د دې تر څنګ په ټولنيزو رسنيو کې نن ورځ داسې ويډيوګانې هم لاس په لاس کېدلې چې د هرات پر لويه لار هم دغه ډول حالات روان دي نو له دې امله هلته هم موټرچلوونکي راټول شوي او د دغه حالت بدلون غواړي. دا په داسې حال کې دي چې د کابل حکومت لوړپوړو مشرانو د کابل د امنيت؟ لپاره له عامو ټکسي وانانو غوښتي تر څو عام خلک لومړی تالاشي کړي او بيا يې په موټر کې له يوه ځای څخه بل ځای ته يوسي. خو عامو وګړو بیا د شکايت په باب ويلي چې د کابل ښار حالت وروسته له هغه ځوروونکی شوی چې د دغه ښار د امنيت چارې امرالله صالح ته سپارل شوي. د لويو لارو پاټکسالارۍ په داسې حال کې په تېزۍ سره روانې دي چې د کابل ادارې لوړپوړي مشران د افغانستان جګړه د امريکايي ګټو جګړه بولي او وايي چې په دې جګړه کې دوی او امریکايانو ته تر هر څه امريکايي ارزښتونه محترم او مقدم دي. دا چې ټوله نړۍ د افغانانو حالاتو ته په اندېښنه کې ده، طالبانو څه موده وړاندې روسيې او اېران ته د سفرونو په ترڅ کې د حکومت د ړنګېدو خبرې کړې وې او ويلي يې وو چې د دې نظام پر ځای به په افغانستان کې يو شرعي او اسلامي نظام جوړیږي چې هغه به ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او ټول افغان ملت به پکې خپل ځان ويني. د طالبانو د دې خبرو په غبرګون کې د کابل حکومت ځينو غړو توندې څرګندونې کړې وې او ويلي يې وو چې دوی؟ نه غواړي چې يو ځل بيا د پاټکسالارۍ دور ته ننوځي او نه غواړي چې د خپل منځي جګړو دور بيا پيل شي. په داسې حال کې چې د علي پور خود سره ملېشې، د دوستم خود سره ملېشې، د قيصاري ملېشې او نور د بدمعاشانو داسې بانډونه، ډلې او ټپلې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کوي، چې کابل حکومت يې د مخنيوي لپاره هيڅ تدابير نلري اونه هم د حکومت په لیکو کې چا وويل چې په حقيقت کې همدا ملېشې د خپل منځي جګړو لپاره روزل شوي. او ان تر دې چې د علي پور ملېشو په خپل ټول توان له امنيتي بنسټونو څخه د ميدان وردګو ولايت بهسودو ولسوالۍ نيولې وه او تر ټولو عجيب بيا دا چې هغه شخص چې د حکومت په لیکو کې له دغو ملېشو سره جګړه کړې وه او مجرمين يې وژلي وو، څارنوالۍ ته معرفي شوی او ښايي د بند سزا ورته واورول شي. او له دې سره په څنګ کې د لويو لارو پر سر د پوستو د خود سرو عسکرو له لوري له عامو موټروانانو  او نورو وګړو څخه جبري پيسې اخيستل کيږي او د نه ورکولو په صورت کې يې يا وژل کيږي او يا هم سخت وهل کيږي. https://kabull.com/?p=106299
إظهار الكل...
کابل اداره د پاټک سالارۍ پر لور!!

د کابل ادارې ځينې چارواکي د سولې د جريان په اړه وخت نا وخته داسې ادعاوې کوي چې ګواکې دوی

هلمند ‏لښکرګاه اتمه حوزه کلای سنګ سیمه کې د پولیسو په پوسته کې دننه یو تن نفوذي مجاهد ۲ پولیس ووژل، د یوې شوبلې، یو ثقیل، یو خفيف یوې دهشکې یو کارمولی، یو کلاشنکوف او نورو مهماتو سره تر مجا هدینو راغلی.
إظهار الكل...
اختر خطة مختلفة

تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.