دقیامت په ورځ ترټولو نژدې کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډیر درود ویونکی دی:
لیکوال طالب العلم عبدالجلیل عمرحقاني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَعَنِ ابْنِ مَسْعْودٍ رَضِيَ اْللَّهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّی اَللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ{إِنَّ أَوْلَی اَلنَّاسِ بِي یَوْمَ اَلْقِیَامَةِ ، أَکْثَرُهُمْ عَلَيَّ صّلَاةً}(۱)
ژباړه "له ابن مسعود(رض)څخه روایت شوی دی نوموړي ویلي دي: رسول اللَّه صَلَّی اَللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ ویلي دي: بې شکه ترټولو ډیر وړکس زما په شفاعت اویاهم په جنت کې ډیر نژدې کس زمامرتبې ته هغه کس دی چې په ماډیر درود وایي”
د درود شریف ځینې دنیوي او اخروي ګټې(۲)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اول درود شریف ویلو سره دالله تعالی امرپرخاۍ کیږې.
دویم درود شریف ویلو سره له الله تعالی سره موافقت دی، که څه هم د دواړه درودونه توپیرلري.
دریم درود شریف ویلوکې له فرښتو سره توافق دی.
څلورم درود شریف ویونکي دالله له لوري لس ځله درودویل کیږي.
پنځم په درود شریف ویلو سره لس درجې ترلاسه کیږي.
شپږم درودشریف ویونکی ته نیکۍ لیکل کیږي.
اوم درودشریف ویلو سره لس ګناهونه بښل کیږي.
اتم درود شریف د دعا قبیلدو وسیله ده.
نهم درسول الله صلی علیه وسلم دشفاعت سبب کیږي.
دګناهونو دبښلوذریعه ده.
لسم الله تعالی دبنده غمونه او انديښنې ختموي.
یولسم دقیامت په ورځ به درودد ویونکی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ترهرچا زیات نژدې وي.
دولسم دغریب سړي لپاره درود دصدقې ځای نیسي.
دیارلسم درود شریف داړتیاو دپوره کیدلو لامل ګرځی.
څوارلسم درود شریف دالله او فرښتو له لوري د درود سبب کیږي.
پنځلسم په درود شریف سره انسان پاکي اوتزکیه ترلاسه کوي.
شپاړسم په درود ویونکي به له مرګ مخکي دجنت زیر کیږي.
اولسم په درود ویونکي به داخرت له سختیونجات ترلاسه کوي.
اتلسم درود په برکت انسان تهدهیر شوي شیان وریادیږي.
نولسم درودویونکي اوسلام کوونکي ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکوي.
شلم دردو ویونکي به داخرت په ورځ نه پشیمانه کیږي.
یوویشتم به درود سره فقر اوغریبی له منځه خي.
دوه ویشتم په درود ویلو دبخل تاروغي اوبدخویي له ننځه خي.
درویشتم درود یونکي ته هیڅوک ښیرا نشي کولی.
څلرویشتم د درود په برکت دجنت لاره موندل کیږي.
پنځه ویشتم درود ویلو سره غافلانوپه مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږي.
شپږ ویشتم درود په صراط لاره دپوره رڼا سبب ګرخی.
وه ویشتم درود ویلو سره په انسانکي جفاختمیږي.
اته ویشتم دروود ویلو سره دالله جل جلاله داسمانونواوځمکې دمخلوقاتو په منځ کي درود ویونکی ښه یادوي.
نهم ویشتم درود دبرکتونوسبب ګرځي.
دیرشم په درود سره دالله رحمت ترلاسه کیږي.
یودیرشم درودویل په مومن کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه زیاتوي.
دوه دیرشم له درود ویونکی سره رسول الله صلی الله علیه وسلم کوي
دری دیرشم درود ویل دهدایت او دزړه دبیداری سبب ګرځي.
څلوردیرشم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د درودویونکي نوم اخیستل کیږي.
پنځه دیرشم په صراط به د درود ویونکی قدم ثابت وی.
شپږ دیرشم په درود سره درسول الله صلی الله علیه وسلم دحق یوه برخه اداکیږی.
وه دیرشم درود په ترڅ کې دالله ذکراوشکر هم راځی.
اته دیرشم درود ویونکي دخپل ځان ته دعاده.