ar
Feedback
Win Scholarship 🇦🇫

Win Scholarship 🇦🇫

الذهاب إلى القناة على Telegram

#Win_Scholarship Email: winfutureaf@gmail.com

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
6 876
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
لا توجد بيانات7 أيام
لا توجد بيانات30 أيام
أرشيف المشاركات
سلامونه که تاسو داسې کسان پېژنئ چې له هېواد بهر دي، لکه پاکستان، ايران، هند او يا نورو داسې هېوادونو کې چې له زده کړو محروم و
سلامونه که تاسو داسې کسان پېژنئ چې له هېواد بهر دي، لکه پاکستان، ايران، هند او يا نورو داسې هېوادونو کې چې له زده کړو محروم وي؛ نو پورته پروگرام ورته اغېزمن دی. د ډيرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/100070863102885/posts/pfbid05b42cUa5ptbJDQD8tsXM7w4KU6UBAoG9QYh9Tr34ou7pSZbXJnatRKzg2Y6PsMQpl/

#وټسپ_چېنل موږ ډېری مسېجونه تر لاسه کوو چې قدرمن کتونکي زموږ د وټسپ نمبر پوښتنه کړي؛ له نېکمرغه اوس وټسپ کې موږ کولای شو چې چ
#وټسپ_چېنل موږ ډېری مسېجونه تر لاسه کوو چې قدرمن کتونکي زموږ د وټسپ نمبر پوښتنه کړي؛ له نېکمرغه اوس وټسپ کې موږ کولای شو چې چېنل جوړ کړو او موږ د Win Scholarship چېنل جوړ کړی دی چې تاسو یې کولای سئ د لاندې لېنک په کلېک کولو سره فالو کړئ. يا هم د Updates برخه کلېک کړئ او هلته په سرچ باکس کې د Win Scholarship نوم وليکئ تر څو چېنل پيدا او فالو کړئ. تاسو به ټول هغه معلومات هلته لوستلی شئ؛ کوم چې موږ دلته پر پاڼه خپروو؛ البته چې مسېج او کمېنټ ورته نشي کېدای، نو که پاڼه کې مو څه له لاسه ورکول چېنل هم ښه اپشن دی چې معلومات پکې ولولئ. د فالو کولو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ: https://whatsapp.com/channel/0029Va5T9ccC1Fu4HqOr0y3M

🛑🛑🛑 خبرتيا 🛑🛑🛑 د هندوستان سکالرشپونه وخت پای ته رسېدلي نوره ورته نوم لیکنه نه کيږي.

#هند #سکالرشيپونه #لېسانس_او_ماسټري هند د افغان محصلانو لپاره ۱۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي دي؛ دا سکالرشیپونه چې د انلاین زده ک
#هند #سکالرشيپونه #لېسانس_او_ماسټري هند د افغان محصلانو لپاره ۱۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي دي؛ دا سکالرشیپونه چې د انلاین زده کړو لپاره به ورکول کېږي د لېسانس او ماسټري په کچه دي. د ډيرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/100070863102885/posts/pfbid0ZKhpqUzDgdRm1GfsALE2Dm3UMaW54CsHpccyM9cqsBrvmFnFZp1w2sADeAxT5gawl/

خبرتيا: #روسیه روسیې سکالرشپونو ويبپاڼه کې چې کومې ستونزې وي هغه ټولي حل شوي اوس تاسو کولاي شئ چې خپله نوم ليکنه بشپړه کړي. ستاسو د کاميابۍ په هيله

#روسيه #روسيې_سکالرشيپونه #لېسانس #ماسټري #دوکتورا د روسیې هېواد د ساینس او پوهنې وزارت په نړیواله کچه ۱۵۰۰۰ سکالرشیپونه اعلا
#روسيه #روسيې_سکالرشيپونه #لېسانس #ماسټري #دوکتورا د روسیې هېواد د ساینس او پوهنې وزارت په نړیواله کچه ۱۵۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي دي، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ورته محصلان نوم لیکنه کولای شي. دې سکالرشیپونو ته چې له افغانستان هم په انلاین بڼه نوم لیکنه کېږي د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه دي چې تقریباً ټولې هغه څانګې پکې شاملې دي چې د روسیې د پوهنتونو له لارې وړاندې کېږي. د ډيرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ https://www.facebook.com/100070863102885/posts/pfbid02tqL7HGzy2DdCJ2RhnnSEEio2gmzH94DiTta6RnFmj1LG1piD8NyoHF1VYHopmmvWl/

#مننه #درنښت د Win Scholarship پاڼې فالوورز له ۲۰۰ زره څخه واوښتل. موږ د Win Scholarship ټيم ستاسو هر يو له ملاتړ او فالو کول
#مننه #درنښت د Win Scholarship پاڼې فالوورز له ۲۰۰ زره څخه واوښتل. موږ د Win Scholarship ټيم ستاسو هر يو له ملاتړ او فالو کولو څخه نړۍ نړۍ مننه کوو. موږ منو چې زموږ په کارونو کې ستونزې شته دي او فعاليتونه مو هغسې ندي لکه تاسو یې چې وړ يئ خو خپله هڅه او کوښښ به کړو. موږ ستاسو مرستې، مشورو او نيوکو ته بشپړ احترام لرو او دا يوه اړتیا ګڼو چې تاسو زموږ د کړنو لپاره خپلې مشورې ونه سپموئ. د Win Scholarship پاڼې د لا ښه فعاليت لپاره ستاسو د نيوکو، مشورو او نېکو نظرياتو په هيله.

#سويس #ماسټري #سویس جینوا د لوړو زده کړو انستیتیوت چې سویس کې پروت دی د افغان خویندو لپاره ځانګړي سکالرشیپونه اعلان کړي دي، د
#سويس #ماسټري #سویس جینوا د لوړو زده کړو انستیتیوت چې سویس کې پروت دی د افغان خویندو لپاره ځانګړي سکالرشیپونه اعلان کړي دي، دا سکالرشیپونه چې د ماسټري په کچه دي د Maria Rosario Lazzari Niada په نوم او د نوموړې په یاد رامنځته شوي دي. د ډيرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/100070863102885/posts/pfbid02rfj2ZvE2NR6qgVDoNCy7RD6UkiZisuhNcCBBr2SJrfn4xdVqLnVi5NbMdfCtmLDVl/

#عمومي_لارښوود دا وروستیو کې چې د جاپان، جرمني او ځینې نورو هېوادونو سکالرشیپونه اعلان شوي دي؛ له ډېرو دوستانو مسېجونه تر لاس
#عمومي_لارښوود دا وروستیو کې چې د جاپان، جرمني او ځینې نورو هېوادونو سکالرشیپونه اعلان شوي دي؛ له ډېرو دوستانو مسېجونه تر لاسه کوو چې څنګه لارښوود استاد یا پروفیسور پیدا کړو، څنګه د اړوند پوهنتون څانګې وګورو تر څو خپله څانګه پکې ومومو. موږ د Win Scholarship ټیم د دوکتور ذکریا شنیزي لاندې لیکنه د نوموړي په اجازه له تاسو سره شریکوو چې د سکالرشیپ او لارښود استاد موندلو لپاره عمومي چوکاټ دی. د ډيرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/100070863102885/posts/pfbid0WqBYXZxsCvw4MdzTUUaxMTLm1eWgeujhZA4X19hAjLofHgMcU4eFJmjctriwMjJTl/

#جاپان ماسټري او دوکتورا ټافل او ایېلټس ته اړتیا نلري. د مېکسټ MEXT سکالرشیپونه کابل کې د جاپان سفارت له لوري خبر ورکړل شوی د
#جاپان ماسټري او دوکتورا ټافل او ایېلټس ته اړتیا نلري. د مېکسټ MEXT سکالرشیپونه کابل کې د جاپان سفارت له لوري خبر ورکړل شوی دی چې د راتلونکی ۲۰۲۴ کال لپاره د MEXT سکالرشیپونو لپاره اپلیکېشنونه اخلي، دا سکالرشیپونه چې د نړۍ په کچه له مخکښو سکالرشیپونو ګڼل کېږي د جاپان دولت له لوري تمویلېږي. د ډيرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/100070863102885/posts/pfbid0aQZmWfyGk9Uhn3wFcdGddAKNeiqGcV4AVzbepLxJS4GwGdxz4Y6mxFEXmNvPT9wol/

We are coming Soon....

#سنګاپور #سکالرشیپونه ټافل او ايېلټس حتمي ندی. د سنګاپور هېواد د SINGA په نوم یعنې Singapore International Graduate Award سکا
#سنګاپور #سکالرشیپونه ټافل او ايېلټس حتمي ندی. د سنګاپور هېواد د SINGA په نوم یعنې Singapore International Graduate Award سکالرشیپونه اعلان کړي دي، چې دوی د دې سکالرشیپونو له لارې د سنګاپور هېواد په څلورو بېلابېلو پوهنتونو کې د دکتورا دورې لپاره محصلان سپانسر کوي، د زده کړو ژبه به انګلیسي وي په مشخص شویو پوهنتونونو کې به تاسو په بېلابېلو لابراتوارونو او پروژو کې کار کړئ، د پروژو او لابراتوارونو جزییات به لاندې وېبپاڼه کې وګورئ. د ډیرو معلوماتو لپاره په دغه لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1382864868865334/

#لېسانس_سکالرشیپونه #بشکيک_قرغزستان #د_OSCE_اکاډمي د قزغزستان بشکیک ښار کې د OSCE اکاډمي Organization for Security and Cooper
#لېسانس_سکالرشیپونه #بشکيک_قرغزستان #د_OSCE_اکاډمي د قزغزستان بشکیک ښار کې د OSCE اکاډمي Organization for Security and Cooperation in Europe چې د سیمې په کچه له مخکښو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي؛ د لومړي ځل لپاره یې د اقتصاد په څانګه کې د لېسانس پروګرام پیل کړی دی چې له نېکمرغه افغانان هم ورته اپلای کولای شي. د دې سکالرشیپونو بریالي کاندیدان به د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې خپل درسونه پیلوي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1379491525869335/

#خبرتيا #روسيه د روسیې د ۲۰۲۲/۲۳ کال د تحصیلی بورسونو د نوماندانو د پام وړ! ټول نوماندان باید د زیړي (هيپاټايټ Hepatitis) د ژ
#خبرتيا #روسيه د روسیې د ۲۰۲۲/۲۳ کال د تحصیلی بورسونو د نوماندانو د پام وړ! ټول نوماندان باید د زیړي (هيپاټايټ Hepatitis) د ژیړ او تور B, C ډول تصدیق او د توبرکلوز معاینه په پی ډی ایف (PDF) فایل کې د روسی ژباړې سره د 2022 کال د اګست تر 30 پورې په کابل کئ د روسيې د علم او فرهنګ مرکز بریښنالیک ته واستوي. rcnk.kabul484@gmail.com يادونه: پورته متن کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ مرکز له پاڼې کاپي شوی دی.

#کارموندنه #اداره: د افغانستان بانک #ځای: کابل د افغانستان بانک ادارې په بېلابېلو برخو کې د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې په پار
#کارموندنه #اداره: د افغانستان بانک #ځای: کابل د افغانستان بانک ادارې په بېلابېلو برخو کې د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې په پار ځينې بستونه اعلان ته سپارلي دي، چې په شرايطو برابر کسان ورته نوم ليکنه کولای شي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1379048885913599/

#چین #ماسټري_سکالرشیپونه دا سکالرشیپونه چې د چین هیواد یو له غوره سکالرشیپونو څخه دي او د بیجینګ ښار د چین مرکز کې د Tsinghua
#چین #ماسټري_سکالرشیپونه دا سکالرشیپونه چې د چین هیواد یو له غوره سکالرشیپونو څخه دي او د بیجینګ ښار د چین مرکز کې د Tsinghua University په پوهنتون کې ورکول کېږي، نوم لیکنه یې پیل ده او له افغانستان هم ورته محصلان اپلای کولای شي. د ډیرومعلوماتو لپاره په لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1357248244760330/

#کارموندنه #شمېر: ۲۷ بستونه #اداره: UNHCR #ځای: کابل او بېلابېل ولايتونه د UNHCR يا United Nations High Commissioner for Refu
#کارموندنه #شمېر: ۲۷ بستونه #اداره: UNHCR #ځای: کابل او بېلابېل ولايتونه د UNHCR يا United Nations High Commissioner for Refugees اداره چې د کډوالو او بېځايه شويو په برخه کې کار او خدمت کوي، تازه یې په افغانستان کې ۲۷ بستونه اعلان کړي دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1355899958228492/

#هندوستان #ماسټري #وړیا سکالرشیپونه د انګلیسي ژبې د ټافل یا ایېلټس سند ته اړتیا نلري. هند کې پروت د پونديچري پوهنتون ( Pondic
#هندوستان #ماسټري #وړیا سکالرشیپونه د انګلیسي ژبې د ټافل یا ایېلټس سند ته اړتیا نلري. هند کې پروت د پونديچري پوهنتون ( Pondicherry University) د سارک سازمان غړو هېوادونو څخه د ماسټري سکالرشیپونو لپاره محصلین مني، چې افغانستان هم د دې سازمان غړی دی او له افغانستان هم ورته نوم لیکنه کېږي؛ نوم لیکنه به په انلاین بڼه د ۲۰۲۲/۲۰۲۳ کال لپاره د دوی د وېبپاڼې له لارې کېږي. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1353676851784136/

#پايلې #جنوبي_اسيا_پوهنتون د جنوبي اسيا پوهنتون د شموليت ازموينې پايلې اعلان شوې چې له نېکمرغه له افغانستان هم د ۳۰ شا او خوا
#پايلې #جنوبي_اسيا_پوهنتون د جنوبي اسيا پوهنتون د شموليت ازموينې پايلې اعلان شوې چې له نېکمرغه له افغانستان هم د ۳۰ شا او خوا کسانو ماسټري ته لار موندلې ده. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1352353781916443/

#کارموندنه #اداره: د اريانا افغان هوايي شرکت #دنده: پيلوټ/ کوپيلوټ د اريانا افغان هوايي شرکت يو شمېر کسانو ته چې د لاندې وړتي
#کارموندنه #اداره: د اريانا افغان هوايي شرکت #دنده: پيلوټ/ کوپيلوټ د اريانا افغان هوايي شرکت يو شمېر کسانو ته چې د لاندې وړتياوو او شرايطو درلودونکي وي د پيلوټ او کوپيلوټ په حيث اړتيا لري. د ډیرو معلوماتو لپاره په لېنک باندې کلېک وکړئ. https://www.facebook.com/winscholarship/photos/a.225383007946865/1351021652049656/