دنجات لار
ددي ګروپ زیات نشریات داسلام دمبین دین په رڼا کې دي حدیثونه فقهي مساېل اسلامي حکایات کره او قیمتي خبرې بعضي اوقات دردناکه جملي ،دمیني ،ورورولی اومحبت لیکني هغه کتابونه چې زمونږ دخویندو او وروڼو لپاره مفید وي. @muslihlogary مسؤل: انجینر نصيراحمد مصلح.
إظهار المزيد212
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
-17 أيام
-430 أيام
- المشتركون
- التغطية البريدية
- ER - نسبة المشاركة
جاري تحميل البيانات...
معدل نمو المشترك
جاري تحميل البيانات...
رسول الله ﷺ فرمايي:
دوه کسان چې د اللهﷻ لپاره مینه کوي!دوی دواړو کې زیات مینه کوونکی ډیر غوره دی.
صحیح ابن حبان ٦٨٣.
کاپي
مصلح لوګری
2800
.
ښځه او لیونی سړی
ــــــــــــــــــــــــــــــ
یوه ښځه په لاره تېرېدله يو لیونی سړی یې وليد چې لرګي باندې په ځمکه کرښې اوباسي.
د ښځې په دې سړي رحم راغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې څه کوې؟
لیوني ورته وویل:
چې د جنت نقشه جوړوم او پر برخو ېې ويشم.
ښځې وخندل او لیوني ته يې وويل:
آیا زه د جنت یوه برخه اخیستلای شم؟ او قیمت یې څو روپۍ دی؟
لیوني ورته وکتل او ورته يې وويل:
هو یوه برخه په شل ریاله.
ښځې لیوني ته شل ریاله او څه ډوډئ ورکړه او لاړه.
ښځه په دغه شپه خوب ويني چې جنت کې ده.
سهار يې خپل خاوند ته خوب ووايه او د لیوني کیسه یې ورته وکړه.
د ښځې خاوند لاړ او هغه لیوني ته ورغی چې د جنت یوه برخه ترې د ځان لپاره واخلي.
ليوني ته يې وویل:
غواړم د جنت یوه برخه واخلم قیمت یې څومره دی؟
لیوني جواب ورکړ:
نه يي خرڅوم.
دې سړي تعجب وکړ، چې پرون دې زما په ښځه په شل روپۍ خرڅه کړه.
لیوني ورته وويل:
ښځې دې جنت په پيسو نه غوښتو، بلکې زما د زړه جوړولو لپاره یې سودا وکړه، خو ته جنت په پیسو غواړې او د جنت لپاره مقرر یا ثابت قیمت نشته.
ځکه چې خلک جنت ته د ماتو زړونو په جوړولو سره ورځي.
2500
که تا پرګناه باندي توان پيداکړی اوګناه دي دالله تعالی دويري ونکړل پوه شه چي ايمان دي تر ډیره مضبوط دی.
2300
د نړۍ تر ټولو سخت مديريت
د ژبې مدیریت دی چې د انسان وزن ، عـزت ، ڪِردار ، شـرف ، حیثیت ،او شنـاخـت ، ورپسـی تړلې دى.
2300
کله چې غواړئ وصيت نامه وليکئ، پوه به شئ چې یوازینی کس چې ستاسې په شتمنۍ کې به برخه ونه لري؛ هغه به تاسې خپله یاست. څومره چې کولای شئ، له ژوند څخه خوند واخلئ. په بې ځایه بحثونو او بې ارزښته مسایلو د ژوند دا قیمتي شېبې مه مصروفوئ. زړونه مه خورئ. تشویش او بې ځایه اندېښنې مه کوئ. د ټولو هغو شیانو په اړه لا له وړاندې فکر مه کوئ چې نه وي پېښ شوي.
2400
ولې نه بریالې کیږو؟
١ ځکه چې موقع په نظر کې نه نسیو.
٢ځکه چې له ستونزو زده کړه نه کوو.
٣ځکه چې هدف نه بلکې غوښتنې لرو.
٤ځکه چې په حل لارو فکر نه کوو.
٥ ځکه چې فعال نه یو او پلان نه لرو.
٦ ځکه چې د نن کار سبا ته پریږدو.
٧ځکه تل د هغه څه په اړه فکر کوو چې نه یې لرو.
٨ ځکه چې د بخت او چانس په انتظار یو.
٩ ځکه چې خپل احساسات نه شو مدیریت کولای.
١٠ ځکه چې خپل وخت بې ځایه تیروو.
١١ ځکه چې ښې ټولینزې اړیکې نه لرو.
١٢ ځکه چې تل تقلید کوو او د کوم نوی نظریې په اړه فکر نه کوو.
👍 1❤ 1
2000
استغفرالله ربي من کل ذنب واتوب الیه.
سبحان الله وبحمده
سبحان الله العظیم
🌾
🌾
⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
⚫ ⚫
.....
2100
اختر خطة مختلفة
تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.