cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

❤️بلال مهاجر

الـــــــسلام عـــلــیکم ور.... شـاعـر بـلال مـهاجـر ســتاسـو په درانــه خــذمــت کي... د افـــغانــــــستان اســـلامـــي امــــارت زنــده آبــاد...

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدلم يتم تحديد اللغةالفئة غير محددة
مشاركات الإعلانات
271
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
لا توجد بيانات7 أيام
لا توجد بيانات30 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

★★★★★ غــــزل ★★★★★ کاوو به یی له مات زړګي سلام ورته ژړل یی وو مـړ دپـاکي مـینی په انجـام ورته ژړل یی توبه توبه چي دوو ملالو سترګو کـلــه وخــوړ هغی میني بس هلته کړ بـد نـام ورته ژړل یی دحـسـن نـظـرانـه کـي یـی زکات ددیدن ورکـړ بـس یو نظر کـړ مـینه کي ناکام ورته ژړل یی چي حسن تـه یی کله نظر ماتی سپیلني شول پـری ولـګـید ددرد او غـم الـزام ورته ژړل یی پـرون یـی کـري شپه کـړه په ولاړه ورته تیره چـي راغـی ورته کله نن ماښام ورته ژړل یی یوه ورځ به شی خبرچي ستابلال مهاجرمړشو اخیست یی زنـکدن کي دستا نام ورته ژړل یی
إظهار الكل...
★★★★★ غـــزل ★★★★★ مـنـافـقـت کـوي لـګـیـا دی خـپـل بـاور ماتوي په ماسه نه کړي دی نن خپله خپل سرماتوي په خپل ځان لوبي کړي شي دابه په تاوان تمامه زما هیواد چي ورانوي ها خپل ځیګر ماتوي رب ګرځولي ده داخاوره امپراطور ته قبر په یوه پیړۍ کي دری دښمن زیر په زبر ماتوي یوملنګ راغی وو پټکی هم سه کوږ تړلی چا ګومان کړو چي به بیادغه سپر پاور ماتوي وه اراده یی تر شمشاد اوکوه طور هم دنګه درب نصرت یی شو په برخه زورور ماتوي دحریت شال یی کړوپه سرزمونږ هیواد بلاله دوي به ویل چي په سرباندي لوی غر ماتوي
إظهار الكل...
★★★★★ غــزل ★★★★★ پوهیږم اخلی مي ستا یاد په شپه کي بیا شم له درد څخه بربـاد په شپه کي هلته به پوه شی چي زمـا غـم ووینی بیا به کوي لـه ځـان عـناد پـه شپه کي اوس لا مـوقع ده زړه مي ښـه وسـاتـه مـه کـوه دومـره ډیـر تضاد پـه شپه کي زه دي مـیسج تـه یـم ډیـر تږی راشـه بـنـدي زړګـی مـي کړه ازاد پـه شپه کي بیابه تصویرته سلګي کړی ارمانونه به کړی که مرګي یوړم زه شوم ښادپه شپه کي اوس لایم تش کالبوت درپاته خو خبره واوره زړګی مي دردکړي شي منقادپه شپه کي تاچي بلال ته ګیله وکړه نو بلال هم ژړل شوبه خوشحال کووبه اتحاد په شپه کي
إظهار الكل...
نـظـم ای دويښ احساس خاونده خپل احساس ته فکر وکړه دا حالات سومره نازک دي وخت حساس ته فکر وکړه ته په کومه لومه ګیر یی ته له چانه ګیله من یی ته یی چا نن مجبور کړی که له ما نه ګیله من یی لګ شیبه غوږ راته کیږده چي زه هم درته زړه تس کړم چي زما په زړه کي سه دي نن قیصه درته یو کس کړم ته په پوست پالنګ ویده وی چا ددین په سر هم ننګ کړ چا دزړه ټوټي ډالي کړی چا قربان طالب ملنګ کړ لنډه داچي مونږ خپلواک شوو اوس څرخکي اوچاپی نشته اوس ارامه ارامي ده دسختي ها قیصی نشته ته هم راغلی سومره ښه شو ما هم ساه دسکون وکړه ته هم دلته خدمت وکړه په خوښي دي ژوندون وکړه ته زما سکنی ورور یی خو جنجال مو مینځ کي راغی دوه تورونه په مونږ راغلو دغه حال مو مینځ کي راغی دوروري لاس دي نن راکړه چي به کله جفا نه کړو چي اسلام ته به سپر کیږو هیڅ په کفر وفا نه کړو ْامارت ته وفادار شه دنفرت نه نفرت وکړه ځان په سنتو برابر کړه دخپل دین محبت وکړه قلم واخله لاس په کارشه دا ملت ساتنه غواړي دامت سترګي دي تا ته دا امت ساتنه غواړي لګ ګریوان ته دي سر ټیټ کړه فیصله دي په ځان وکړه سه دکونډو تپوس وکړه داقیصه دي په ځان وکړه دزړه درد ته یی غوږ کیږده چي خپه نشی بلال ده تل دزړه دردونه لیکي ډیر غمجن په دغه حال ده
إظهار الكل...
★★★★★ غـزل ★★★★★ تل وو ګیله من له خپل بخت زړه یی بايللی وو یاد به پری کاوو دغم اورښت زړه یی بايللی وو کله به یی دياد سیلۍ په زړه داغونه ورکړلو بیا به یی کاوو په دی پایښت زړه یی بايللی وو میني به قيصی دګونګ انځورورته ښکاره کړلی دی به هم وو غلی د ارزښت زړه یی بايللی وو وخت چي تقاضا دښکلا کړه وفا یی نه غوښته دی هم ورته مړووله ښایست زړه یی بايللی وو سه تحوُّل راغی چي د خیال دنیا بـدلـه شـوه دلته یو ملنګ وو لکه تخت زړه یی بايللی وو څنګه وو حالات او لا په کومه مخه واوښتو واوښت له وجوده تریادښت زړه یی بايللی وو کله چي کچکول په اوږوواخیست مهاجر بلال ها ترګل نازک ترکاڼي سخت زړه یی بايللی وو
إظهار الكل...
★★★★★ غــــزل ★★★★★ وخت تکیه ورنکړه له لالي نه مرمي ووته سـم دم لـیونـی شو ليوني نـه مرمي ووته تـل بـه وو خـزان بـهـار په کلـي نـه راتـلـو هغه بهار مړ شو لـه سپرلـي نـه مرمي ووته زړه مي سکون نکړي هادزړه قرار شهیدشولو وخت هم وخت ورنکړ له تنکي نه مرمي ووته دادردمن حالات اومات زړګی اونیمخوامینه هر زرګر چي غوښتوله غمي نه مرمي ووته ګل په وینوسورده له بورانه ویني څاڅي نن مات شوګل ګباب اوله ریدي نه مرمي ووته اخ سه انقلاب وو سه ګلان یی رانه یوړلو پاته تری بلال شو لـه زړګـي نـه مرمي
إظهار الكل...
★★★★★ غــزل ★★★★★ شي له سترګومي توي نم زړه مي خوږيږي چي اوریـږي تل پری غم زړه مـي خوږیږي خدایزده کوم چازه په کوم توریم تور کړی زوروي مـي چـي هـر دم زړه مـي خوږيږي نه په پوهیږم چي زه چادردو ته اړ کړم چي وو روغ نن هغه سم زړه مي خوږيږي شبـګیرونه وي سلګۍ وي نـیمـه شپه وي وي یـی یــاد راتـــه اړم زړه مـي خوږيږي چـي دمـيني دام کي کله یـم ګیر شـوی ښـکـلـوم یـی هـر قـدم زړه مي خوږيږي ویښ احساس اوویښ ضمیرغواړم بلاله نور یم تنګ له خپل قلم زړه مي خوږیږي
إظهار الكل...
★★★★★نـعـت ★★★★★ ستادحسن له صفته متاثر شوم خپل تقدیرمي هم دستاپه لاره سم کړ خوتا کړی وو رحلت او ته نه وی خو له سترګونه مي توي درپسي نم کړ خو درود مي کړ شروع اودرود وایم پری زیبامي چي دخپل زړګي عالم کړ له معنانه څلورتوري سومره ډک دي میم او حا او میم او دال مي منظم کړ امتي یی یم دردمن یم پسي ژاړم مينوال یی یم ماتوي په ګل شبنم کړ خپله رب وو پری مین پیر دغزا وو دزړو میر یی په صفت کي مقدم کړ هم صدیق وو که عمر عثمان علي وو له دښمنه دي یی څنګه سر قلم کړ مهاجر بلال که درغلم کوثر ته په دیدن دي که زما زړګی رادم کړ
إظهار الكل...
★★★غزل★★★ سنګه دنیا ده دا بی وفا ده همیش یی کړي له ما جفا ده زړګي مي درد کړي دزړه سودا ده میني سوزلی دغه بریا ده دا چي راغلی نن دلته بیا ده چي دغه ښکلی او که ښکلا ده زړه یی دی وړی دا یی ادا ده دحسن پیر ده منلی ما ده دغه تصویر یی زړو ته دوا ده له ورایه ښکاري مین په چا ده چي ځیر راګوري شک یی په تا ده دغه بلال ده دایی تقوا ده
إظهار الكل...
غزلګوټی دميني راز ده دعشق تفسیر ده دا یـی ادا ده دا یی مسیر ده له زړه مي یی وتی دسترګو ویر ده نن ولي ژاړي چي بیا شبګیر ده ورته راجع چي ددرد ضمیر ده ما هم منلی چي راته ځیر ده ولي ژړیږي بیا سه تاثیر ده مینه کي درد ده زړه هم اسير ده زړه یی تړلی دغم ځنځیر ده وخت چي په سترګو کي نن راګير ده دوخت غلام ده دوختو پیر ده زه چي پری پایم دزړونو میر ده بلال چي یاد کړی دایی تصویر ده
إظهار الكل...
اختر خطة مختلفة

تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.