ar
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

الذهاب إلى القناة على Telegram

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
239
المشتركون
+124 ساعات
+77 أيام
+1430 أيام
أرشيف المشاركات
دبیغیرتو مرګې ګډ کړی چی یو خښیږې بل یی کټ کی ایښی وینه 😒

زېړ مازدېګر راپسې ګرځې زېړ مازدېګر خوړلي چا موندلې دینه 💔

روغاني آخر له چا نه ګیله وکړي؟ دلته پوهه پوهه خلک نه پوهیږي مرحوم روغاني بابا

ډېر به لاپې درته وکاندي د زړونو خو زما په شان یې نه شي درکولی

چې را قابو به کړم د خپل زړه درزا، څه ووايم ژمی کابل کې، او له تانه جلا، څه ووايم يو چا له ما پوښتنه وکړه، چې به بيا مَين شې؟ زه ورته مُسک شوم ورته وې مې ولا، څه ووايم دا څه وخت ته له مانه ورکې! رايادېږې ډېره دا څه وخت نه لرم رګونو کې سا، څه ووايم ته وايې مينه کې سکون پروت دی د ټول عمر خو عِشق له غمونو له دردونو سېوا؟ څه ووايم شبو دې يمه چې بل هر وخت غواړې رابه شمه ګرانه ډاډيه! دا راتلونکی سبا، څه ووايم

کلونه وروسته د يو ورک انسان مسيج راتلل ته وا، مړ شوی وې او سا درکې بيا وټوکېده

خورې ورې ورقې دی، کتاب دی ته دا فرض کړه همدا زه يم، ژوند عذاب دی ته زما يې، ته زما يې، ته زما يې دې حباب ته پيدا کړی خدای درياب دی ما کتاب د تسنيم دې ته و ورکړی را واپس يې کړ په مينځ کې يې ګلاب دی

غزل څومره چې ډېر دي، د یو بل پهٔ ارمان ډېر دي خلک عشق د خدای کار دی او دې کار ته حیران ډېر دي خلک موږ او زموږ هیلې په هغه ځمکه ولوټل شوې چېرته چې هرځای تهٔ یې ستا بندګان ډېر دي خلک بس دی نو دومره خو ځان هم پهٔ بې پامۍ مهٔ وهه بې لارې کړي ستا د لارې داستان ډېر دي خلک څومره سکون چې پهٔ کیسو د جنتونو کې دی یعنې همدومره ستړي کړي ایمان ډېر دي خلک خو یو نصیر دی چې ایله د غزل حق ادا کړي ریښتیا به نهٔ وي خو پهٔ دغهٔ ګمان ډېر دي خلک

ډسمبره، ستا له یخه یخه باده. ډسمبره، نن مې هر یو اندام ریږدي! ډسمبره، ته خپه لالی خبر که. ډسمبره، نن یې تشه محسوسیږي. ❄️🍂

نن مې پرهرونه د زړه وشمېرل درې سوه شپېتو ته رسېدلي دي!

یو یې راشي او د بل خبره وکړي دوی قسم کړی که ګل خبره وکړي زه یې اورم، وایي ډېر دې نازدانه کړ مور مې راشي ما کړي ښکل خبره وکړي مینې لارې بدلوه بېلتون په څو دی خیر یې مه بوله که پل خبره وکړي له یادو دې مخه ښه د ښځو جوړه یو قدم واخلي خو بل خبره وکړي ته دا څنګه شې ویلی: مانه کینه چې پښتون چاته یو ځل خبره وکړي موږه هر چیرته د ځان خبره کړې د وطن به څوک اول خبره وکړي زر ټاپې یې په هر پل کې را شنې کېږي څوک به څنګه د مزل خبره وکړي پیښور پکې سرخ رویه شي ماهره چې د لوی وطن کابل خبره وکړي.

ونو پاڼې تویولې، مامې غوښې یو سړی رایادیدلو ډسمبر کې ؟

زنده ګي يانې همدغه چې سهار دې لالی څانګې وانګې ځان ټول کړي له غېږې له برېتونو نه دې څڼې کړي را غونډې ته نيمه اودۀ يې نيم خوب کې غږېږې زنده ګي يانې همدغه چې ته پروت يې او هغۀ درته په ږيره زنه کېدي خوب دې وتښتي له پزې يې راکش کړې او دا غېږه درکړي نور کارونه پرېدي زنده ګي يانې همدغه چې ماښام کې ستړی راشې له دفتره بېک دې واخلي د شين چای ګيلاس دې مخکې درته کېدي په خندا شې، له دفتره بېک دې واخلي زنده ګي يانې د خوښې کس دې خپل وي هره شپه پسې زړه نه خورې تر سهاره نه دې ټوله شپه ژړلي وي چاپ ښکاري جوړه شوې دې غمبوري کې وي لاره زنده ګي يانې چې خپله شبوګۍ دې د بل چا نه وي يوازې ستا په نوم وي له خوښيه دې جامو کې نه ځايېږې نه رواج وي او نه بل څوک درته شُوم وي زنده ګي يانې همدغه چې سهار دې لالی څانګې وانګې ځان ټول کړي له غېږې له برېتونو نه دې څڼې کړي را غونډې ته نيمه اودۀ يې نيم خوب کې غږېږې

د بېلتانه عذاب دې سخت دی بلې سکروټې مې په زړه نيولې دينه

غزل زه دروازه ځانته په خپله د زندان وهمه په ښار کې ګرځمه نارې د خپل ارمان وهمه د چا د سترګو بې اودسه تلاوت کومه څه لېونی يم ځان په زوره په قران وهمه د شيرينۍ مينې به ماته سلامي کړی وای فرهاد له درده غر وهلو او زه ځان وهمه دا دريابي مينه مې نوره څنګه پټه کړمه؟ هغه غل نه يم چې په بډه به اوښان وهمه اوس مې ژوند داسې په يو ګوټه ګډوي هنره! ته وا لاټو يم چورلکونه په ميدان وهمه. هنر احمدزی

سره ګرمي وه ستا د مینې سوړ سفر وو عجیبه نۀ وه؟ په جون کې ډسمبر وو د صنم د ملاقات لایقه نۀ وم یو نفر زمونږ ترمنځه پېغمبر وو زه ازل نه ستا د مینې لیونۍ وم دی د نن مئین وم، دی خو مختصر وو ژمنه ژوند

ښار وو! هر نفر به یو نفر تر لاس نیولی وو . زه مې خپل خالي لاس ته حیران ومه روان ومه . 🤕⛓️

عِشق ګيله نده چې چا نه به يې وکړې او هغه بښنه وغواړي ترې تېر شې نه ماشوم دی چې له مخې يې پنا شې څو شېبې روسته مُسکی وي ورنه هېر شې عِشق ګلاب نه دی چې پاڼې پاڼې توی شي نه دې هم ويښتو کې سپين دي چې يې تور کړې نه کلونه پس صنفي د پوهنتون دی چې څپېړه ورکړې غېږه کې يې زور کړې عِشق کتاب نه دی چې بل چاته يې ورکړې ورته ووايې چې بېرته يې نه غواړم نه قسم کول په دېرشو سيپارو دي چې له نن نه روسته نه ورپسې ژاړم عِشق ناځوانه د يو چا ده چې کوي يې عِشق بَل اور دی د سينې په سر تر پایه همېشه به توده تبه درنه تاو وي او نارې به وهې ( مړ يې کړمه خدايه) عِشق د خپلې شبوګۍ ګلالۍ سترګې چې در يادې شي د درد څړيکه محسوس کړې تکيه ووهې او سوړ اسوېلی وکړې چای در واچوې نږدې ځانته پتنوس کړې عِشق ګيله نده چې چا نه به يې وکړې او هغه بښنه وغواړي ترې تېر شې نه ماشوم دی چې له مخې يې پنا شې څو شېبې روسته مُسکی وي ورنه هېر شې

Story

که خداى کول وار به مې راشي ناچاره ژونده اوس دې هره يوه منمه لنډۍ