ar
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

الذهاب إلى القناة على Telegram

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
238
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
+57 أيام
+1230 أيام
أرشيف المشاركات
جانان به داسې ځای کې پرېږدم چې بیا په بل کبر کوي سوچ به کوینه ـ لنډۍ

دا ځل به ته سلام کوې، زه به مخ اړومه ژوند دی، باور لرم مخ کېږو سره بيا حتماً يا ډېر اسانه تا په هر څه خاورې واړولې😢 يا خلک ټول داسې دي زه يم اشتباه حتماً ته به راګرځې، مګر زه دا وعده نه کوم چې ستا اوسنی ځای به مې زړه کې وي سبا حتماً

ما ته مې خپلې سلګۍ بېرته راغلې زخمي خو دي ،خو ژوندۍ بېرته راغلې ما خپلې ورکې هيلي وژړوي چناره تا ته مرغۍ بېرته راغلې ما تنهایي د سمندر بوږنوي ماښام شو ټولې کېشتۍ بېرته راغلې #ممتازاورکزی

خدایه! که هر څه، هرڅه دی خو نازولی مې دی. خدایه! زما په حق یې مه نیسه بخښلی مې دی. ؟

په بدمعاشۍ روشه لالیه پلور مې ډوران دی په لایه مې دېر کوینه 😉

د ډاکټر سترګې دې رډې راختلې يوځل ماته بيا اوږده کاغذ ته ګوري دا په لاس کې يې زما د زړه ګراف دى ځېنې کرښې دې پرې سرې او ځېنې تورې د ډاکټر سترګې په سپين کاغذ دې خښې د قلم څوکه پرې ګرځوي روان دى کله پورته کله کښته پرې ليکل کړي زه پوهېږم چې ډاکټر راته حيران دى د عينکو د شيشو تر سر راګوري چې له کومه يې کړي پيل نه پوهېږي داسې ښکاري چې خبرې شوې ترې هېرې وارخطا دى خوله يې وچه وچه کېږي ډاکټر وپوښتلم عمر به دې څو وي چې ځواب مې ورکړ نور پسې حيران شو پر چوکۍ يې شاته زور کړ ته وا څملاست سپين اوږده کاغذ ته ګوري بد ګمان شو د ډاکټر په حيرانۍ باندې پوهېږم مګر دى پوهېږي نه چې زه په څه يم ډاکټر مينه ناروغي بللاى نه شي مګر زه خو سم خبر له خپله زړه يم زه پوهېږم چې هر څه له تا راپېښ دي زه پوهېږم چې په تا باندې رغېږم ډاکټر ګوري نتيجې د ماشينونو زه په زړه کې دې خبرې ته خندېږم *حفیظ همیم جلالزی*

اننګي یې دومره سرۀ په څه سبب دي؟ عجیبه ده جنتونه په غضب دي ښکلي مخ ته خامخا سترګې ور اوړي بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي د ریا زاهدان سپي د دوزخونو شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي وې یې سترګې مې دریاب دی، درومه وړي دي! ما وې نه ځم عادتونه مې د کب دي ستا بانۀ مې د زړۀ جېب کښې وهي ګوتې لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي *پير محمد کاروان*

حفیظ همیم لیکي څنګه درته ووایم چې عِشق دې لکه څه داسې؟ بس خو په زړه ننؤځي، کټ مټ لکه ساړه داسې ژؤند به وي، احتیاج به یې، خو څوک به دې ناز نۀ اخلي نه مې درته وې چې خلک نۀ دي لکه زه داسې سر د معشوقې پر اوږه کېږده سیند ته وګوره عِشق به پکې ووهي څپې لکه اوبه داسې تا مې اعتبار پر خلکو ختم کړ، کنه مخکې زه پۀ انتخاب کې هېڅ وخت نه ؤم زړه نا زړه داسې

مېسج مي ګورې جواب نه راکوې ماته به داسي عذاب نه راکوې خدايه په داسي غم مي مه اړوه چي د زغملو يې تاب نه راکوې په خپل ښايست باندي مغروري نجلۍ لاس کي دي وس سو ګلاب نه راکوې عشقه! اعزاز د لېونتوب خو راکړه که زړه چاودن د حباب نه راکوې ژوند دې څپې څپې له غمه را کړو خو حوصله د درياب نه راکوې اجله دا درسره نه منمه چي حساب غواړې حساب نه راکوې اجل احمدزی

ماته سکون راکوي اوس په هدیرو کې ناسته داسې د شور ماشور له ډکې ښاریې ډارېږم ډېره موده وشوه چې مور مې د شپې خوب نۀ کوي ما یوه ورځ چېرته ویلي وو "د شپې ډارېږم" څوک به خفه شي، بیا یې څوک پخلا کوي ورک یې کړه یوازیتوب چې خوښومه له همدې ډارېږم ما مسلسل دی غولولی، ځورولی مې ځان نعماني! اوس په ائینه کې له څهرې ډارېږم عزیزالحسن نعماني.

ستا له ټنډې نه هم داسې معلومېږي ته مې هم لکه په خداې باندې چې سپارې

په زور ساتو خاموش د ليونۍ ميني رازونه ستا مخ يې تېرسري کړ، زما شونډي يې پاړونه دا شګي لږ په پام رابادوه د وطن باده په سترګو کې مو اوښکي دي، په اوښکو کې زخمونه د زړه صنم خانه کښي به يې ګور ته رسؤمه جانانه ستا د سترګو ژړيدلي تصويرونه دردونه د پرھر نه بھر مه پريږده سائله په زړه دننه ژاړه پښتانه محبتونه *رحمت شاه سايل*

مجبوري څه د کم اصلې ښځې لور ده ضرورت څه د بې ننګه سړي زوی دی د چا حسن سره خوله په خوله غږیږم د چا مخ په یو کاغذ باندې راتوی دی چې باران راولي تا هم راوستی شي خدای له خپلو قدرتونو نه هم لوی دی *رحمٰن الله ريحان*

يانې ځې نه ايسارېږې ! که هرڅومره درته کلک شم قسمونه درته درکړم زيارتونه درته ياد کړم سيپارې دې مخ ته کېږدم باباګان درته قطار کړم که له ځانه ماشوم جوړ کړم او په چيغو درته سر شم بيا به زړه رباندې خوږ کړې بيا به پاتې شې نازکې ! يانې ځې نه ايسارېږې ! يانې اوس هم تابعداره د‌ خپل ضد او د عقدې یې د غرور په بام ولاړه د ښايست په نشه مستې د ځوانۍ خولو کې غرکې يانې هيڅ يو دليل نشته چې د تلو مخه دې ډب کړي يانې هيڅ خوشبیني نشته چې د شتون زیری دې راکړي وه د خدای په قلم هستې وه مغرورې خدا مستې وه د خدای په قلم جوړې وه د خدای د خلقت بېلګې د خپل ځان په ذات کې ورکې د اسمان په ځمکه ميشتې اسمان رنګې ستور مزلې خود بسايې مکملې بس دی بس دی زورورې اې د حسن پېغمبرې د خدای روی وکه کافرې مه ځه مه ځه، خير دی مه ځه لطفا مه ځه يو قدم وانخلې مه ځه د زړه سواندو په مذهب شه د يو چا د ژوند سبب شه بهسودوال بېرته ژوندی کړه دا ملنګ خاک نشين واخله د سينې په تخت یې ځای کړه جنتي غېږ ترېنه تاو کړه ښه یې ځان ته رانژدې کړه دا کافره خوله دې ورکړه دا حرام اننګي ورکړه ټول حلال حرام پرې وخوره دا ګناه ورباندې وکړه دا ګناه به دې احسان وي دا ګناه به دې احسان وي دا ګناه به دې احسان وي پرويز بهسودوال ✍️

د اوبو غړپ نۀ کؤم ځي, ړنګېږي پۀ زړۀ مې نوم دی د لالي, ړنګېږي! د بې غيرته يار ياري, ړنګېږي څوک چې د شګو بند تړي, ړنګېږي ټوله دنيا په يو سړي ښکلي ده ټوله دنيا په يو سړي ړنګېږي مغروره ډېر اسمان اسمان مه کېږه د کبرجنو بادشاهي ړنګېږي نيمګړی ژوند په کرکه مه تېروه دنيا د غم ټالۍ وهي ړنګېږي دومره کمزوری کړلو ستا غمونو هغه مهران اوس په پوکي ړنګېږي *رفيق مهران*

نه د چا یاد مړ کړم، او نه په ژړېدو مرمه زهر په څو دي دوکانداره، زه په څو مرمه؟ څه خوشبویي ستا د انکار له لیکه راشي واه هم مې ژوندی ساتي او هم په کاغذو مرمه کېنه، چې دا شېبه به هم راته بې خونده شي تا ته به ګورمه قاتلې! چې تر څو مرمه درد، بې کسي او بې وسي له حده واوښته دا څو ماښامه تش ګيلاس ته په کتو مرمه ژاړو او خاندو هم له تېرو کیسو خوند اخلو څه په مزه مزه او څومره په نخرو مرمه *رضوان الله اوبرنګ*

د لوپټې سره دې ونیوې په خوله کې ګوتې ځار دې له شرمه نور مې مه وهه په زړه کې ګوتې ما ستا د زلفو په تارونو باندې وتړلې زما له ګوتو ښویېدې په بارانه کې ګوتې ډیرې زما د نیټې کرښې په کې څه له کاږې درنه به پاتې شي جینۍ په دیواله کې ګوتې د عشق له درده مې کړه داسې ناګهانه چغه لکه ماشوم نه کله ونښلي په وره کې ګوتې تر څو چې ته د زړه ګلاب راته رالیږې په کې اوبه اوبه به وي له ما نه په ویاله کې ګوتې په رکاتونو کې خطا کړم د بنګړو ماتیدو د سودایانو غوندې شمارم په لمانځه کې ګوتې ستا جدايۍ په خپل نصیب کړمه حیرانه پاتې جلاله و مې سوځیدې په تناره کې ګوتې *جلال امرخېل*

زندګي ده، وار به نه خطا کوې تشنګي ده، وار به نه خطا کوې د لالي رنګ رنګ خويونه خو زړګيه سادګي ده، وار به نه خطا کوې د خدای دومره لوی جهان دی او څو ورځې زړه تنګي ده، وار به نه خطا کوې د ښکلا لټونه لار وهه تېرېږه بدرنګي ده، وار به نه خطا کوې ای قامپاله د ننګونو په وطن کښې بې ننګي ده، وار به نه خطا کوې ځانه! تا او ممتاز يو بل سره کړې تل ټګي ده، وار به نه خطا کوې *ممتاز اورکزی*

د يار په زړه باندې غباره سړی څه ووايي چې دروغجنه شي هنداره سړی څه ووايي تاته مې پټه خوله کتل او ما دغه ويل چې ستا په ښايست کې به نو ياره سړی څه ووايي ته دغه ښکليو ته اوس ګوره چې اخته په څه دي؟ او دي پېدا د څه دپاره سړی څه ووايي د ډار په ښار کې خلک ټول فکر په دې کوي چې سړی څه نه وايي له ډاره سړی څه ووايي دغه يو ته وې چې په روغ زړه او دماغ ګرځېدې ته هم مئين شولې قراره سړی څه ووايي *مجيد قرار*