ar
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

الذهاب إلى القناة على Telegram

إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
239
المشتركون
+124 ساعات
+77 أيام
+1430 أيام
أرشيف المشاركات
#نظم د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي چې زما پَریشاني له توله وتې نوک رڼا پسې د تللو لارې نشته او چاپیره سیاهي له توله وتې د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي خاموشي لکه د سَلو هدیرو ده شور د دوو معصومو سترگو په تېغ مړ دی کرب اوښتی د خپل جام په کنارو ده د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي یو احساس په مخه کړی یم له ځانه دومره ډېر شکایتونه راسره دي لکه سیند مې سینه ډکه ده اسمانه د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي اوس مې هم په دواړو سترگو کې بلیږي ته وا گوته مې نیښتې ده په وره کې رایادیږي، رایادیږي رایادیږي د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي سربداله د جذبو په دایره یم که عیار دی او که یار دی رانه ورک دي بې له عشقه بې له یاره اواره یم عیار

چې ځې نو لاړ شه، زه به هم لاړ شم الله مالک دی، لویه دنیا ده....! ممتاز✨

راشه ومي څنډه چيغي مي اغوستي دا ته چيرته يې عياره په عذاب يم BaHar AyaAr

درځاره! ته د زړه خبره دومره مه سپينوه په کيسه پوه شول د کيسې د اورېدو خلک

چې لعنتي کهٔ مقدم یې خوښ یم شېطان یې خوښ یم که ادم یې خوښ یم پهٔ ځان غره یمه خو سم غره یم د یو چا خوښ یمه خو سم یې خوښ یم زهٔ پهٔ نشه کښې څانګې وانګې ځمه هم د نشې پهٔ دې قدم یې خوښ یم لالا پېسې ګټي نو ډیر یې خوښ دے زهٔ د مور خوښ یمه خو کم یې خوښ یم خیاله سبب مې د خطا ګرځوي ټول متفق دي او غنم یې خوښ یم خیال

اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به منتظره وي، زما د نن احوال ته چې مَسيج وکړمه حال يې وپوښتمه په اتاق کې به تکيه وي سپين دېوال ته اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به د خاوند له تلو نه پس ماته انلاين وي پر وټساپ به د غوسې سټېکر راسينډ وي په کرار به د شيشې شاته انلاين وي اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به شين سهار راپورته شوې وي له خوبه په خبرونو کې به حال د وطن ګوري خوند به نشي اخيستی له پرَديتوبه اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به څو څو ځلې وي راغلې مسينجر ته مګر: دلته په وطن کې به لا شپه وي ما به خپل موبيل سايلينټ ايښی وي سر ته اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به راته وايي شبوګۍ به دې شم خوښه ته خو يو ځلې انلاين شه لېونيه! که مې بلاک نکړې همدغه ورځ يې نښه مګر: زه چې راشم هر څه به نارمل وي خو پويېږم به، بښنه به ترې واخلم ورته وبه وايم اوس نو زما نه يې يو مچو د زړه دننه به ترې واخلم

محبت اول آسانه په نظر راغی په اخر کې مې نصیب خون جګر راغی په هوس هوس و عشق ته انتظار ومه ناخبره ناواقفه په دې لار ومه روغ سړی په هرڅه پوه عاقل هوښيار ومه ناببره منصوري جیش و لښکر راغی تن زهیر انسان خجل تر هره سیاله کړم د اشنای خیال یې جدا له هره خیاله کړم عاشقي یې زه په داسې رنګ پایماله کړم چې مې ویني هر سړی وایي ابتر راغی سر په دار په زړه بیمار زار و نزار شومه قسم اخلم چې د عشق په اور ناتار شومه چاره څه ده چې په داسې رنګ افګار شومه د فرهاد د تیشې واری مې پر سر راغی بند د زلفو داغ د خال تېغ د چشمانو خورم په کمان کې د ابرو تیر د مژګانو خورم خون د هجر په عوض کې د لبانو خورم د عشق کښت چې مې کاوه دا يې ثمر راغی چې څه نه وي څوک له چشي څخه بیان کوي چې کامیابه وي هغه کله ارمان کوي نه ناحقه دا نالش عبدالمنان کوي د فراق داغ مې پر زړه باندې اظهر راغی ( ګلزار سید احمد 21 مخ)

Story

خپل کلي کې څه کوي دلته دې راځي سالک ستا خبره بېله ده ما پسې خو مري سالک راغی خو خفه یمه بېرته به هم ځي سالک نور دې غزل نه لیکي ما رسوا کوي سالک زه یې دلته ولیدم چرته به اوس ځي سالک ماته اینې ووې تا به خوښوي سالک

بیخی یوازی یم بیلتون مي درنه خوري لالیه که مړه کیدم سترګي به مي څوک راپټوی لالیه.

په سازونو کې ساه نيشته د سندرو ادی مړه ده که رانغلی څه به کيږي باران راغلي ډيوه مړه ده د يار غمه پرواه مه کړه د صابر حوصله ښه ده صابر

درده ! زما د زړه نه مه ځه چې تنها به شمه تا خو وئیل چې دا دی ځم دغه دی رابشمه زه مونځ خو نه يم که قضا شوم هم ادا به مې کړے زه خو ديدن يم که قضا دې کړم قضا به شمه دمحبت په ابتدا کښې انتها مه کوه بد به عادت شمه بيمار د انتها به شمه په يو نظر دې ګنهګار کړم په ګناه د مينې که بل دې نيم نظر راوکړو بې ګناه به شمه په څومره ډپرو اوازونو کښې يم ورک درپسې که ستا اواز مې چرته واوريدو پيدا به شمه ته د ګلاپ نصيب لرې زه د شبنم د ژړا که په خندا شومه د خپل زړه د خندا به شمه مونږ پښتنې مينې د مينې په ښيرو کړے دي که دې ښيرې راته او نه کړې بې دعا به شمه ژوندون به ټول درته لوګې کړمه سحر او ماښام قربان قربان ستا د ړومبې ړومبې ادا به شمه سايل غريب دے خو غريب زړه ته یې مه ګوره ډېر په دې غريب که دې لاس کيښود نو باچا به شمه رحمت شاه سائل صیب

غزل بیا نیولې مې خپل مخ ته ائینه ده څه تار تار مې د وجود هره حصه ده زما پل راپسې وران نشو دا ځکه زما څوک دي چې یې ماته اندیښنه ده څو ماښامه عمر تېر لکه د زاڼو څو سهاره د شبنو تماشه ده د ترخو اوبو له ست دې درجار شم ما راوړې مې د سترګو میخانه ده نور دې نوم غزل کې نه اخلم سیاله د توبو مې دا لسم ځلې توبه ده

له لوېدلو پاڼو ما دا سبق زده کړ چې په خپلو باندې بوج شې غورځوي دې

سترګي پټي کړه د هر چا به يادېږې ويښي سترګي قدر نه لري لالیه! 💔

تازه ـ غزل که خدای مې وچلوي لاس د محبت لپاره ملا مې تړلې ده له کرکې د هجرت لپاره څه عجب خلک دي غږيږي د سبحان په شان کې مناظرې کوي د خدای د وجودیت لپاره هغه جلۍ وايي چې ما غواړي وصال مې غواړي او زه د ټوکو په مقصد ځم د زیارت لپاره سترګې دې جار په تا مې یاره تنهايي ماتیږي راځه زما په خوا کې کینه لږ ساعت لپاره بده یې مه ګڼه او مه وایه د لارې سر دی زه خو خولګۍ له تانه غواړم د ښه نیت لپاره ریاض بهشت

له ښکلو سره نه کیږي په ضد د چا ختل هو، ښه وایې نازک شیان په پام اخلي سړی. –فرید قربان

راځه! چې نن د کلي للمه کې جدا شو سره اسمان به څه پلمه کوي د ورېدو لپاره دلګیر

يو څو خبرې به دې غوږ کې ضروري وکړمه له تانه پس نه غواړم نوره زنده ګي وکړمه ستا په نکريزو کې به وينه باندې نوم وليکم ستا په واده کې به د خپل زخم کالي وکړمه کاش: يو ماښام په ملي بس کې سره بيا ووينو ته شې حيرانه، زه د سترګو سلامي وکړمه دا ځل د زړه د زخم بله چاره نه ده پاتې خُلق مې تنګ شوی دی شايد چې خودکُشي وکړمه چې شبوګۍ د بل چا نوم اخلمه ټول غږېږي ټول راته غوږ وي چې خبره د ډاډي وکړمه

یاغي باغي لالی مې ورک دی د پښتونخوا پهٔ غرونو ډیر وګرځېــدمه #لنډۍ