پښتو شعرونه
الذهاب إلى القناة على Telegram
إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
238
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
+57 أيام
+1230 أيام
أرشيف المشاركات
238
ماویل مرم درپسی خوږه جانان
دی ویل مړه شی ژوندون څه غواړی له تانه
ما ویل زه په تا مئین یم ستا دلبر یمه
دی ویل لیری لیری ګرزه مې دخوانه
دی ویل مړه شه ژوندون څه غواړی له تانه
ما ویل زه به د په غم کی لیونی شمه
دی ویل زه به د په کاڼو ولم خانه
دی ویل مړ شه ژوندون څه غواړی له تانه
🥀💔
#o
238
کاکړۍ
ای ګران دې نکوي واده!
که کونډه شوم کوم يې زه!
چې خبره تر زارۍ شي!
اور دې پورې په یارۍ شي!
238
څه فلم نه دی ژوند چې مخ ته یې کړې شاته یې کړې
او نه هنداره ده چې زور ورکړې او ماته یې کړې
مخ رانه واړوو خوږو خوږو یارانو خدایه
دې غریبۍ خو زه میرات کړمه میراته یې کړې
ته راستنه نه شوې زما په دومره اوښکو مګر
له خدایه جاار شم چې باران یې وکړ پاته یې کړې
هغه سړی دې بېلتانه ډېر له پخوا وژلی
اوس چې ښېرې کوې ګلابه! وایه چاته یې کوي؟
MK
238
اسمانونو مو په حال وکړې بغارې
عشق په مونږه باندې وکړې بدې چارې
د دې دومره نا کردیو باوجود هم
ته مې اوس هم د راتللو شیبې شمارې؟
ته به کله راځې واا تللیه سړیه؟
د بیلتون له زخم وینې کوي داری
238
مونږ قسم کړی د ارزښت په حواله د وطن
گلان کرو په هره ورانه کنډواله د وطن
مونږ چې د خپلې خاورې خپله ژبه نه کوله
د کشمالو په ځای شوه پېښه کشاله د وطن
هغه سړي، چې مساله یې د وطن جوړه کړه
په سپينسترگۍ يې يادوله مساله د وطن
کاشکې خوړلې دې وی خپلې خاورې خپلې تيږې
چې په پردي لنگر دې وکړه فيصله د وطن
وياړ د وطن، چې يوه لوېشته ځمکه امن مومي
خون يې زما، چې مردارېږي کوم دله د وطن
څومره وړې، وړې خبرې څومره سترې شولې
مثلاً څوک به چاته نه کوي گېله د وطن
پېزوان دې وبښه، بنگړي به دې په پور واخلمه
مونږ په پردو غوايانو کړې ده قلبه د وطن
پرېږده چې سوې شونډې گرځو د فرات په غاړه
پخپل تندي مو ماته کړې ده پياله د وطن
لمبې ورېږي د زړه لپه غوړوه اورښته
زيړي گلونه مې شېندلي په وياله د وطن
*مانو اورښت*
