🤍🍃ܟ֗ߊ߬ܩࡐشي
ښه راغلاســــت هیله ده راسره پاتي شي 🥰دلته به تاسو ته ليکني 💬 بیتونه🗨 او ګټور معلومات نشر شی💢💫
БольшеЗагрузка данных...
برق نه و، د ګاز په ډبه پورې تړلې جالۍ لوېدلې وه، دوکان ته تګ د زړه زور غوښت. بخارۍ مې د ټلېفون رڼا ته ولګوله، جامې مې بدلې کړې، په توره شپه کې د برق د راتلو په تمه اوږد وغځېدم، خو تیارې خوند رانه کړ، غیرت راته ودرېد، د کوټ په لستوڼو کې مې السونه ننه ايستل او د باندې ووتم. سوړ باد چلېده، پورته راڼه ستوري ځلېدل. دوکان ته ودرېدم، شمه بله وه، بېسېکه رڼا يې پر ژېړې تلې سپینې لیکې جوړې کړې وې. بنډل جالۍ مې راوخیستې، کور ته راغلم، شېبه وروسته د کوټې پر سره پرده ژېړه رڼا ولګېده. وږی وم، هګۍ مې پخې کړې، خو رومي بانجانو يې خوند خراب کړی و، يخ وهلي ول. د کړايي مینځل مې د برق راتګ ته پرېښوده. بخارۍ ته نږدې اوږد وغځېدم، زړه مې نیولی و، کتاب مې راواخیست، وچې خبرې وې، ښه کوه، بد مه کوه. له ټلېفون څخه شنه رڼا پورته شوه. مسیج و، يوه ملګري مې لیکلي و: _مزېدي وکړې. ها ها ها... خو زه نه پوهېدم چې ما څه مزې کړې وې. ورته ومې لیکل: _نه، مزې مې نه دې کړې، ها ها ها... ټلېفون مې کېښود، خو شنه رڼا يې نه ورکېده، ورته ومې کتل، مسکال راغلی و، د نجلۍ نومره وه، زنګ مې ورته وواهه، خو ځواب يې نه راکاوه. پینځه دقیقې وروسته مې بیا د ټلېفون پر شنه تکمه ګوته ټینګه کړه، لنډ يې وويل. _وروسته ټلېفون درته کوم. برق راغی، تلويزيون مې ولګاوه، په يوه چینل کې امريکايي فلم و. رينګ اف الرډ. زما د خوښي فلم. څو ځله مې لیدلی و، خو زړه يې نه را واهه، له لوړ تخیل، تصوير او قوي لیکنې څخه مې يې خوند اخیست. پام مې غلط و، ټلېفون راغی، هماغه نومره وه. ويې ويل: _وبښه، زندان ته تللی وم. حیران شوم. _هلته دي څه کول؟ _د پالر لېدو ته. _پالر دېبندي دی؟ سوړ اسويلی يې ويست. _هو! پنځلس کاله بند ورباندې ختلی. يودم غريو واخیسته، په ژړا کې يې وويل: _پوهېږې! زه يې سمه نه پیژندلم. غلې شوه. ومې پوښتل:
6600
2 | له خندا شنه شوه.
_ګوره! پوهېږم چې ذهن به دې له پوښتنو ډک وي، زه کوالی شم چې د ژوند ټوله کیسه په دوو ټکو کې درته
خالصه کړم، خو له دوو ټکو ناول نه لیکل کیږي.
ومې ويل:
_سم وايې صیب.
_نو ته يې دروغ بولې؟
_نه، خو يوه خبره ده، مابه ټلېفون غوږ ته نیولې وې، که به ستا کیسه لیکم؟
ويې خندل:
_ام م م ... سمه ده.
غلی شوه.
ومې ويل:
_اورې؟
ويې خندل:
_فکر ته مې پرېږده!
يوه شېبه غلې وه، بیا يې وويل:
_چټ ښه نه دی؟
_نه، پردۍ مزدوري مه راباندې دروه. په کور کې هم انټرنیټ نه لرم.
_سمه ده، زه به يو بل فکر وکم. ښه، په کابل کې هوا څنګه ده؟
ښیښې ته مې الس ور وغځاوه، غروی مې پرې تېر کړ، د انګړ د دروازې پر سر ژېړ ګروپ ته د واورې لوی بڅرکي
ور روان ول.
ومې ويل:
_واوره اوري.
ځواب مې وانه ورېد.
* * *
په سبا يې ټوله ورځ مصروفه وم، بس! دفتر ته يې نوي کسان نیول، د انتخاب واک، ما او زما يوه بل همکار ته
راکړل شوی و. تر ماښامه مو له هغو کسانو سره خبرې وکړې، چې د کار د موندلو له پاره راغلي ول، ټول څلويښت
کسه وو، يو، يو مو راوغوښت، پوښتنې مو ترې وکړې، په پای کې مو لس تنه ترې راويستل، دوی ته مو بايد درې
ورځې ورکشاپ نیولی وای، ځکه دفتر يواځې څلورو کسانو ته ضرورت درلود. داسې کسان چې د راډيويې
خپرونو جوړولو ته جوړ وي.
ورځ تېره شوه، خوما دومره وخت ونه موند چې ايمېلونه وګورم.
الره بنده وه، ناوخته له موټره کښته شوم، دوې هګۍ، څو رومي بانجان او وچه ډوډۍ مې راواخیستل، يخني وه،
سترګو مې اوښکې کولې. | 60 |
3 | او:
مازیګر تیر شو سترکه لاړه
زړګیه ژاړه ودی نکړل دیدنونه🥀 | 94 |
4 | https://t.me/AZ09ddhdj | 143 |
5 | https://t.me/az09Irfanoo | 146 |
6 | https://t.me/az09Nase | 140 |
7 | کله غزل کله ټپه شي جانان
کله په ورځ کې توره شپه شې جانان
کله هوښیار شئ په هر سه پوهېږي
کله ماشوم غوندي ساده شې جانان
هر خبره هره ادا يې منم
په نه خبره بس خفه شې جانان
راته بلیګې تر سهاره پوري
د زړه په کور کې مې دیوه شې جانان
🤍🖇 | 232 |
8 | مننه کوم چې زموږ چینل څخه مو لیدنه وکړه
https://t.me/omid700979 | 203 |
9 | sticker.webm | 254 |
10 | ما دو تا یک طرف کل کابل یک طرف…!
❤️🩹🫂
#ilhami ✨ IMG_6740.MP4 | 305 |
11 | یَقُولُ یَا لَیْتَنِی قَدَّمْتُ لِحَیَاتِی"
ژباړه:
"وایي: کاش! ما د خپل (ابدي) ژوند لپاره څه مخکې لیږلي وای."
#سهار مو پخیر 😊🦋 | 320 |
12 | له خندا شنه شوه:
_نه، خو نرسه يې يوه روپۍ کړه.
_ولې؟
_هیڅ! د روغتون مشر نرسې ته په غوسه و، ويل يې چې پولیس يې ولې زما کوټې ته راپرېښي ول.
ومې ويل:
_نو پولیس څه وايي؟
_هیڅ! له مانه يې دوې، درې پوښتنې وکړې، خو ډاکټر وايي، دوی دا حق نه لري چې له داسې سختو ناروغانو
پوښتنې وکړې. نظر يې دا دی چې ډېرې خبرې درته ښې نه دي.
ومې ويل:
_ په رښتیا هم ډېره نه غږېږې.
له خندا شنه شوه:
_نو زه ډېرې خبرې کوم؟
_نه، يواځې لس دقیقې په ټلېفون کې راسره وغږېدې.
خندا يې زور ونیو:
_ پوهېږې! دلته داسې څوک نه شته چې زړه ورته تش کړم. دا زوی مړي دومره نه غږېږي.
په خبرو کې يې ور ولوېدم:
_زوی مړي؟ :
_هو! ولې؟
_دا خو ډېر کلیوال ټکی دی.
له خندا شنه شوه:
_هی! ما په کلي کې ژوند کړی.
ومې ويل:
_خو ته په انګلیسي هم پوهېږې.
په خبره کې راولوېده:
_دومره بېسواده مې هم مه ګڼه، ادبیات مې لوستې دي.
ومې پوښتل:
_چېرته؟
_په کابل پوهنتون کې.
غلی شوم.
ويې ويل:
_ګوره!
په خبره کې يې ور ولوېدم.
_درته ومې کتل. | 323 |
13 | له خندا شنه شوه:
_ نو څنګه درته ښکارم؟
ومې ويل:
_کږې سترګې، يوه لويشت پزه او د چونګښې غوندې غټه، اوږده خوله.
خندا يې زور ونیو، ويې ټوخل، په ټوخي کې يې وويل:
_نه، دومره هم بدرنګه نه يم، خوله مې وړه ده، سترګې غټې، وېښته مې ګڼ او پیچلي، ږمنځ پکې بنديږي، بس،
يواځې له رنګه، يو څه توره يم.
ومې ويل:
_ښه! هیله دې ياده کړه!
ويې خندل:
_هو! ته ټلېفون مه راته کوه. سمه ده؟
خندا راغله:
_ولې؟
_هسې، مصرف درباندې راځي.
په خبره کې يې ور ولوېدم:
_ وږی درته ښکاره شوم؟
ويې خندل:
_هیله کوم، زما هدف دا نه و، ته زما د ژوند کیسه لیکې، نو ټلېفون هم بايد زه درته وکړم.
ومې ويل:
_خو زه هم په موضوع پسې ګرځم.
ويې خندل:
_که مې دا خبره ونه منې، کیسه نه شته. .
_سمه ده صیب.
خندا يې زور ونیو:
_مننه صیب.
ټوخي واخیسته، تر ډېره يې وټوخل، بیا يې اوږده ساه تېره کړه، په زحمت يې وويل:
_يوه دقیقه.
درب شو، له غږ څخه پوه شوم چې ټلېفون يې پر يوه کلک شي کېښود، مېز يا کوم بل څه.
ټیټ غږ مې واورېد، واضحنه راته، خو نارېنه غږ و، کله کله به د ښځې آواز هم ورسره ګډ شو. ښه شېبه ووته، بیا
مې په غوږ کې کړپ شو، مقابل لوري وويل:
_ښه ، نور؟
ومې پوښتل:
_ له چا سره خو دې تر څڼو ونه نېول؟ | 290 |
14 | _ولې! مور، پالر، کورنۍ؟
ويې خندل، خو خندا يې ترخه وه. ويې ويل:
_څلور میاشتې مخکې مې هرڅه درلودل، خو اوس هېڅ هم نشته.
غلې شوه، خو ما يې د ژړا غږ تر ډېره اورېده.
ټلېفون قطع شو.
ماخستن تر ناوخته خوب نه راته، د نجلۍ خبرې رښتیا راته واېسېدې، ذهن مې پوښتنو نیولی و.
* * *
اندېښنه مې وه. دفتر ته له رسېدو سره سم مې کمپیوټر روښانه کړ، يواځې دفتري ايمېلونه راغلي ول. بس! اته
بجې بله جلسه وه.
ورغلم، له همکارانو سره د راډيويي خپرونو په اړه وغږېدم، خو زړه مې کمپیوټر ته راختلی و، ما ډېرې پوښتنې
درلودې.
لس بجې خپلې شعبې ته راغلم، پر مېز څو کاغذونه پراته ول، اصالح يې غوښته.
اه! راډيو د اوبو د ژرندې غوندي ده، څلرويشت ساعته چاالنه وي، په تېره بیا د نړېوالو راډيو ګانو کار ډېر دقت
غواړي. وړه تېروتنه هم د منلو وړ نه ده، خو بیا مې هم په منډه د ايمېل پاڼه راواړوله، څه نه وو راغلي، کاغذونه مې
راواخیستل، پوره دوه ساعته وخت يې وغوښت.
غرمه شوه، همکاران ډوډۍ ته الړل، خو زه کمپیوټر ته کېناستم. په بیړه مې ولیکل:
_نه يې! لکه چې پښېمانه شوې؟
درې بجې ځواب راغی.
_وبښه. معايناتو ته تللې وم، بس! ژوند ته مې تمه نشته، خو دوی مې نه پرېږدي.
ورځ تېره شوه، ماخستن مې تر يوه وخته يو ناول ولوست، خو فکر مې سره راټول نه و. اخیر مې زړه طاقت ونه کړ،
نومره مې پیداکړه. زنګ ورغی، خو ځواب مې وانه ورېد.
ښه شېبه ووته، زنګ راغی، ټلېفون مې غوږ ته ونیو.
_هلو
ويې ويل:
_وبښه، پولیس راغلي ول.
حیران شوم:
_ولې؟
_بس، ځینې پوښتنې يې رانه کولې، هو رښتیا، يوه هېله!
_وايه.
_ګوره!
په خبره کې ور ولوېدم
_درته ومې کتل | 282 |
15 | زه يو خراب عادت لرم،
که ګل وي یا انسان،
که زما له نظره وغورځیږي، بیا یې نه پورته کوم.
🖤🥀
#ilhami ✨ | 284 |
16 | https://chat.whatsapp.com/KBt5i80URv01LeunQwOZxM | 54 |
17 | https://t.me/Pupil_Boy | 72 |
18 | سديس شاعري چينل
تبادله لپاره دلته راشي 👇
@Sedis_Wafa | 81 |
19 | 👍🏻🙂 IMG_6736.MP4 | 334 |
20 | 122 |
Загрузка данных...
Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.