en
Feedback
avatar

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

Open in Telegram

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع https://youtu.be/dkZKC5w-Ewg?si=7iH-BtGaSSdcdcSq

Show more
23 830
Subscribers
-3924 hours
-1637 days
-57930 days
Posts Archive
Photo unavailableShow in Telegram
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (یکشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی. یادو ولایتونو کې بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، بامیان، میدان وردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
13👍 5❤‍🔥 2🔥 1
01:25
Video unavailableShow in Telegram
مسیر؛ د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وایي، چې د اسلامي امارت څلور کلنې لاسته‌‌راوړنې د شلو کلونو په پرتله بې‌سارې دي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
د اسلامي امارت څلور کلنې.mp44.65 MB
7❤‍🔥 4👍 2🔥 1
00:41
Video unavailableShow in Telegram
د هجرت درد | مستند سې‌شنبه ماښام ۷:۳۰ دقیقې له ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه! #ملي‌تلویزیون
Show all...
د هجرت درد سه شنبه.mp46.20 MB
❤‍🔥 6👍 3 2🔥 2
Photo unavailableShow in Telegram
نن یکشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.⬇️ #ملي‌تلویزیون
Show all...
4👍 4❤‍🔥 3🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو یې د لوګر ولایت په خوښي ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکړې مخه نیولې ده. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نجلۍ د قضیې د خلاصون په موخه د مقتول کورنۍ ته ورکول کېده. #ملي‌تلویزیون
Show all...
❤‍🔥 5 4👍 1🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ (‌شنبه، د چنګاښ ۱۴مه) د پاکستان له زندانونو ۲۰ افغانان ازاد او هېواد ته را‌ستانه شول. د یاد وزارت په وینا؛ ازاد شوي افغانان د قانوني اسنادو د لرلو سربېره نیول شوي وو. #ملي‌تلویزیون
Show all...
👍 5 3🔥 1❤‍🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی دی. د افغانستان بانک د اسعارو بیو د جدول له مخې، نن (یکشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) یو امریکایي ډالر د کابل په بازارونو کې په شاوخوا ۶۹ افغانۍ بدلېږي. د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې یو امریکایي ډالر په شاوخوا ۷۰ افغانۍ بدلېده. . #ملي‌تلويزيون
Show all...
❤‍🔥 4 3👍 2🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د ننګرهار ولایت په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونه له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اووښتي. د دغو اورښتونو او سېلابونو له امله دوه ماشومانو ژوند بایللی، ۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې سربېره ۲۸۰ کورونه هم تخریب شوي دي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
❤‍🔥 5 4👍 3🔥 1
د میدان وردګو ولایت په چک، سیداباد، نرخ او دایمیرداد ولسوالیو کې تېره شپه د سېلابونو له امله د سیمې اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي. د ځایي مسوولینو په وینا، په نرخ ولسوالۍ کې یو تن ژوند بایللی او درې تنه نور ټپيان شوي دي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
👍 13 7❤‍🔥 4🔥 1😱 1
01:59
Video unavailableShow in Telegram
د نړیوالې ټولنې له لوري پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو سره سره اسلامي امارت توانېدلی چې د افغانۍ ثبات د سیمې په کچه وساتي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
۳.mp413.59 MB
👍 5 4❤‍🔥 3🔥 1😱 1
02:00
Video unavailableShow in Telegram
د افغانستان بانک مسوولین وایي، چې د یوې ځانګړې تګلارې له مخې له بازارونو مندرس بانکنوټونه را ټول شوي دي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
۷.mp49.07 MB
9👍 4🔥 1❤‍🔥 1
01:58
Video unavailableShow in Telegram
د اترا ادارې مسوولین وایي، هڅې کوي چې د هېواد ټول وګړي د نوري فایبر له خدمتونو برخمن شي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
۱.mp412.74 MB
5❤‍🔥 3👍 2🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د نن شنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
Show all...
👍 4❤‍🔥 4 2🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د نن شنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
Show all...
👍 1🔥 1
څو شېبې وروسته به د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په سفیدسنګ سیمه کې د څه باندې ٣١ میلیونه افغانیو په لګښت د ٢٠ کیلوولټ برېښنا پروژې چارې پیل شي. د دې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د لوګر ځايي مسولینو او قومي مخورو ګډون کړی دی. #ملي‌تلویزیون
Show all...
12👍 5❤‍🔥 4🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او اسلامي نړۍ په یووالي سره د ایران ملاتړ کوي. د ایران د ولسمشرۍ ریاست د اعلامیې پر بنسټ؛ د سعودي عربستان ولیعهد زیاته کړې، اسرائیلو خپله ټوله هڅه کړې، څو امریکا له ایران سره په جګړه کې ښکېله کړي. دغه راز د ایران ولسمشر ویلي، سعودي عربستان کولای شي، چې د اسلامي هېوادونو د یووالي او د مسلمانانو له حقونو څخه د دفاع برخو کې ګټور رول ولوبوي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
7👍 3❤‍🔥 2🔥 1
02:53
Video unavailableShow in Telegram
د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې. #ملي‌تلویزیون
Show all...
ترجمه ګزارش بدخشان(1).mp417.62 MB
❤‍🔥 5 2👍 2🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د امریکا حکومت د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره د اسرائیلو د مرستې غوښتنه رد کړې ده. اسرائیلو د ایران له پراخو ځوابي بریدونو وروسته له امریکا څخه د مرستو غوښتنه کړې وه. #ملي‌تلویزیون
Show all...
👍 5 3❤‍🔥 3🔥 1
Photo unavailableShow in Telegram
د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په مرسته یې د صهیونیستي رژیم د نفت او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي. سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل پر ایران بریدونو ته دوام ورکړي، له پراخو عملیاتو سره به مخ شي. #ملي‌تلویزیون
Show all...
6❤‍🔥 3👍 2🔥 2