cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

صٓدٓآءٔالشَِّريٌعَه

اے مسلم جوانوں تمہیں بیدار ہونا گا. راہ خدا میں ہر دم تیار ہونا ہوگا.

Show more
The country is not specifiedThe language is not specifiedThe category is not specified
Advertising posts
139Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

روان دي عمـــليات بدري!لښــکر زمــونږ بدري دې تحـ،ـــریک په مخ روان دې هر ګزار يې هـدفي دې محــکم مو هر يو بريد دې د کمــــــال په لـيزريانو روان دې مخ په وړاندې ښه سمــــبال په لـيزريانو مونږ هر ځای غــــواړولې ورته جـــال په لـيزريانو درب په مينه مست دې هر يوځوان مو فدايي دې راغلې په دښـــــمن نورې شـپې ورځې د زوال دي زمــــونږ د فتـــوحات رنګـين وختونه لا محال دې د ځکه مو ســــيالان واړه له غــــمه په بـدحال دي که خدای کــــول په لاس مـو راروانه کامـيابي دې له کله چـــې يـو نـــــــظم راروان يو اتحــــــاد دی مخ کړئ مـــو و چم ته لوئی سېلاب داستشهاد دی روان ســم د زلمـــــــيـو تربيت دی او اعــــــداد دی وطن ته مـــــو عــــــرفانه نـــور په برخه آزادي دې
Show all...
چــــمن به شي ګلِ ګلــــزار سـپرليه مونږ خو به نه يو را په وطن به شي بهار ســــپرليه مونــــږ خو به نه يو هر خوا دشـــنو اوبو سيندونه دنګ دنګ نښتر سنګري غرونه د شــــت او مـــــــــېرې به وي آبادې د شـــنه ســـپين کانـړي او لعـــــلونه هريوله خوند به وي سرشار سپرليه مونږ خو به نه يو را به ګلــــشن ته شي سيلونه هــــــر خوا د زاڼو قــــطارونو ساز به کړي بيا شپیلۍ شپنکئ هم شــــــــور د رمــــې کلــي کـــورونه د وطن روح به وي خـمار سپرليه مونږ خو به نه یو تاريــخ زمـــــــا د قـــربانيــو وي ســـپين نظام به د غميو هـــــر خـــوا د امــــن هـــــواګانی خــــوله به وي مــــاته د بــــــدیو هر يو له بل نه به وي زار سپرليه مونږ خو به نه یو د ســپينو ستورو له کاروانه هـــر يو قربان له ستر ارمانه وار به دې راشي خـــــــفا نه شې آخــــر به ته زار شـــــې عـــرفانه شې به د خړو خاورو يار سپرليه مونږ خو به نه يو
Show all...
ده خلک يې ټول جوړ بېوقــــوفان کړل جمـــــــهوريت خپل رونړه يې د يو بل په ګريوان کړل جمـــــــهوريت په رنګ صورت انسان وي خو عمل کې بل څه ښکاري اخلاقـو نه يې خلاص لکه حيوان کړل جمـــــــهوريت يو بل پسې آ وايي چې شــــــــــيطان ورته حيران دې آخته يې ټول په شـر لکه شي شيطان کړل جمهوريت د دينه يې هم خلاص کړي له ايمـانه هم لاس وينځي ډېر ښکلي ښکلي خلـک يې بې ايمان کړل جمــهوريت په پل د مــــحمد(ص) تلـل کې درياب ورته ښـکارېږي خويونه ورته بد يې ټول آسّـــــــــان کـړل جمــهوريت عــــــــّرفانه مـشغولتيا دې سپين ج،هاد دې شکر وايه که نه په ته نه سم خلک ټول وران کړل جمـــــهوريت
Show all...
‏د نن خبرونه! امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده هرات او هلمند ولایتونو ته د یوه ځانګړي سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو له اداري مسولینو سره لیدنه کړې او دوی ته یې د چارو د لا ښه سمبال په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي. #امارتي_ميډيا_ټلګرام_چينل 🌐🤝 https://t.me/ABHRG
Show all...
آج میں آپ کے ساتھ وہ بوٹس شیئر کروں گا جو میں ہمیشہ استعمال کرتا ہوں اور کچھ جنہیں میں نے ان کے جاننے کے بعد سے حذف نہیں کیا ہے! (1) یوٹیوب کی اطلاعات 🤖 @ytWatchBot 🤖 @utubecopybot (2) جعلی بینک کارڈ کے لیے ہے۔ 🤖 @ccgen_robot (3) اسپورٹس کلبوں کی پیروی کرنا ہے۔ 🤖 @Goals247bot (4) کوپن کے لیے ہے۔ 🤖 @coupons11_bot (5) مکمل رازداری میں بات کرے 🤖 @b7bot‌‌ (6) ٹیلیگرام میں کسی بھی اکاؤنٹ کی تخلیق کی تخمینی تاریخ دکھاتا ہے۔ 🤖 @creationdatebot‌‌ (7) ٹیلی گرام کی آئی ڈی یعنی کے پرسنل پہ یا گروپ میں کوئی بھی آپ کو ہیش ٹیگ لگا کے اگر بات کہی ہو تو یہ اس کا جواب دہی کے لیے آپ کو نشاندہی کرتا ہے. 🤖 @MasterTagAlertBot (8) پوسٹ کے نیچے جو لائک اور ڈس لائک والا بٹن بنتا ہے وہ اس بوٹ سے بنتا ہے. 🤖 @printfbot (9) اگر آپ کو ٹیلیگرام بینڈ کرتا ہے تو اس کی معلومات آپ کو یہ بوٹ فراہم کرے گا کہ آپ کو کب رلیز کیا جائے گا 🤖 @SpamBot (10) آپ اگر لکھنے میں سست ہیں تو آپ اس بوٹ سے help لے سکتے ہیں. 🤖 @voicybot فائدہ اٹھانے کے لیے آپ اپنے پسندیدہ بوٹس بھی ہمارے ساتھ شیئر کریں۔‌‌👇 📮 @Serve313bot
Show all...
د امریکې دولتي ادارہ چې کله د جمھوریت پالو په ولکه کې وي نو ټول سیاسي کلیدي پوستونه د جمھوریت پالو په واک کې وي او چې دیموکراتان په قدرت کې وي، ھغوی خپل کسان گماري! د انگریز بوریس جانسن په کابینه کې یو کس ھم د مخالف گوند په نظر نه راځي او ھمداسې د نورو ھیوادونو ھم! د ټول شموله ادارې څخه مراد کار و اھلې کار ته په سپارلو کې د ملیتونو ترمنځ د انډول مراعت کول دی! د: له ولس سرہ اړ‎یکه د امارت مشران د خپل ولس له منځ څخه راپورته شوي، او یواځې له خپل ولس سرہ متداومه اړ‎یکه یې د ولسي باور ساتل تضمینوي! د نورې نړ‎ۍ دولتي مشران د امریکا د ولس مشرانو په شمول په ھفته، لس ورځو یا کم له کمه میاشت کې یو ځل د راډیو او تلویزون له لارې خپلو ولسونو ته د روانو حالاتو په اړ‎ہ مالومات ورکوي خو د امارت په لوړ‎ پوړ‎یو چارواکیو کې یواځې فصیح او بلیغ امیر خان متقي د دې لویې تشې د ډکولو ھڅې کړ‎ي؛ د ریس الوزرا یا صدراعظم یواځې په ژوندۍ بڼه تصویر ولس ته ښودل شوی که یو نیم بل چارواکي خوله پرانیستې نو د ولس تشویش لا پسې ډیر شوی؛ ښه بیلگه یې ښایي د لوړ‎و زدکړ‎و د وزیر ځورونکې خبرې دي! اوس د دې وخت را رسیدلی چې ریس الوزرا، معاونین یې او نور لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي د سکوت روژہ ماته کړ‎ي! په ھفته کې یوہ ورځ د ولسي غونډو، د جمعې د خطبې او نورو معقولو لارو خپل ولس سرہ اړ‎یکې غښتلې کړ‎ي او له ورپیښو ننگونو لکه د داعش مسئله او نورو څخه یې باخبرہ وساتي! ح: د ښځو ونډہ: ښځې زموږ‎ د ټولنې تر نیمې زیاته برخه تشکیلوي، تر ھر څه لومړ‎ی یې باید د تعلیم او صحت غم وخوړ‎ل شي. د یوې ښځې باسیوادہ کول یانې د یوې کورنۍ باسیوادہ کول دي! خو دا حساسه مسئله باید د شرعي اصولو مطابق د افغاني عرف او رواج په رڼا کې حل شي! ھ: د لویې جرگې راغوښتل افغان دولت باید د علماو، ولسي منورینو، روشنفکرانو، ښځو او ان فکري مخالفینو یوہ لویه جرگه را وغواړ‎ي، ځینې ستر ملي مسائل ورته وړ‎اندې کړ‎ي! د لویې جرگې دائرول او فیصلې یې پخپله موجودہ دولت ته د ولس په سترگو کې او په نړ‎یواله کچه مشروعیت ورکوي. ھمداراز ډیر نور مسائل لکه د څلور میلونه معتادینو معضله او نورو ته د خپلو شته امکاناتو په حدودو کې رسیدگي کول به د امارت مشروعیت په کور دننه پیاوړ‎ی کړ‎ي چې دا ھر څه به نړ‎ۍ دی ته اړ‎ہ کړ‎ي چې له اسلامي امارت سرہ د راشه درشه لپارہ یې په رسمیت وپیژني! ۳- نړ‎یوال مشروعیت دلته غواړ‎م گران لوستونکي دې نکتې ته متوجه کړ‎م چې: مشروعیت او رسمیت دوہ جلا مفاھیم دي؛ لومړ‎ی یې انگریزان legitimacy او دویم یې recognition بولي. نه ھر مشروع دولت د نورو لخوا په رسمیت پیژندل کیږ‎ي او نه ھر په رسمیت پیژندل شوی دولت مشروعیت لري! د رسمیت پیژندنې لپارہ په نړ‎یوالو قوانینو کې کوم خاص شرائط نه دي وضع شوي خو غربي استعماري طاقتونه کله کله د افغانستان په څیر کمزوریو او بې اسرې دولتونو د زبیښلو لپارہ د دیموکراسۍ او انتخاباتو سریندې غږ‎وي!! اسلامي اما رت له پخوا پر نیمه رسمیت پیژندل شوی، د دوحې تړ‎ون او اوس د بھرنیو چارو د وزیر پراخه دیپلوماتیکې ھڅې، د نورو ھیوادونو له استازیو سرہ ملاقاتونه ھمدا مانا ښندي! خو دا چې د نړ‎ۍ نور ھیوادونه په افغانستان کې بیرته خپل سفارتونه پرانیزي نو اسلامي امارت ته پکار دي چې لومړ‎ی برہ ذکر شوې دوہ نکتې چې ځان پیژندنه او ولسي مشروعیت دی، تقویه کړ‎ي! افغانستان یو مھال د سترو طاقتونو تر منځ بفر زون و،( پښتو معادله کلیمه یې راته نه دہ مالومه ) خو اوس د نړ‎ۍ مھمه تجارتي او اقتصادي څلور لارې دہ. افغان دولت له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه پر گټه اخیستنې د سیمه ایزو او نورو ھیوادونو د تجارت مرکز جوړ‎یدای شي، د کانونو د استخراج او د سالم تجارتي رقابت ډگر ته د نورو ھیوادونو لکه روسیه، چین، ھندوستان، ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا ھیوادونه را دعوتول، به غربي نړ‎ۍ ھم تشویق کړ‎ي چې د روا او سالم رقابت ډگر ته را ودانگي او له ھمدې لیارې به د رسمیت پیژندنې ستونزہ ھم ورسرہ حل شي! و ما علینا الا البلاغ ______________________________ حفیظ الدین پیرزادہ د اکتوبر ۱۲/ ۲۰۲۱ م لندن
Show all...
اسلامي امارت او د رسمیت پیژندنې ستونزہ له کله نه چې اسلامي اما رت د ھیواد واک په لاس کې اخیستی، له گڼو ستونزو سرہ لاس او گریوان دی؛ د دې ستونزو ځینې یې خارجي لاملونه لري او ځینې یې داخلي، ځینې یې اقتصادي لاملونه لري او نور یې مسلکي! د رسمیت پیژندنې ستونزہ بیا داسې معضله دہ چې ھم داخلي لاملونه لري او ھم بھرني ابعاد! خو د لاملونو دواړ‎ہ ډولونه داسې سرہ اوبډل شوي چې که داخلي ھغه حل شي، بھرني تر ډیرہ ورسرہ خپله حل کیږ‎ي. رسمیت پیژندنه د دولتونو تر منځ د دیپلوماتیکو اړ‎یکو له لیارې د یوہ بل موجودیت تسلیمولو ته وایي؛ دا پیژندنه کله پر حقیقي او کله پر فرضي ( de facto, de jure) اساساتو ولاړ‎ہ وي. ډیری نوي تاسیس شوي ھیوادونه/ دولتونه د ملگرو ملتونو د غړ‎یتوب له لیارې ھڅه کوي له نورو ھیوادونو سرہ حسنه اړ‎یکې جوړ‎ې کړ‎ي او ځان پر ور و پیژني. خو دا حتمي نه دہ. د رسمیت پیژندنې مسئله او د ملگرو ملتونو غړ‎یتوب دوہ جلا خبرې دي، ډیری داسې ھیوادونه شته چې د ملگرو ملتونو غړ‎یتوب نه لري خو نور ھیودانه یې په رسمیت پیژني، د بیلگې په توگه د واتیکان او سویټزرلینډ ھیوادونه چې تر ۲۰۰۲ م پورې یې د ملگرو ملتونو غړ‎یتوب نه درلود! امارت او رسمیت پیژندنه نړ‎ۍ به نوی افغان دولت په رسمیت وپیژني خو تر ھغه مخکې امارت باید خپله کورنۍ وظیفه اجرا کړ‎ي. که افغان دولت دا لاندې درې نکتې عملي کړ‎ي؛ نو نړ‎ۍ به ځان مجبور احساس کړ‎ي چې په رسمیت یې وپیژني: ۱- ځان پیژندنه د افغانستان د رانسکورې شوې ادارې تر ټولو سترہ ستونزہ ھمدغه ځان پیژندنه وہ! ھغوی افغانستان ته د یوې پروژې په سترگه کتل. ھغوی لکه چیندخې یارانه یې په وچه او ھگۍ یې په اوبو کې اچولې؛ کارونه یې دلته او کورونه یې په غرب کې و. نه یې دا وطن خپل گڼل او نه دې وطن ھغوی خپل گڼل! طالب چارواکي که غواړ‎ي د ھغوی په سرنوشت اخته نه شي، باید په لومړ‎ي قدم کې خپل کورونه افغانستان ته راوړ‎ي! ھغوی باید لومړ‎ی خپله خپل ځانونه په رسمیت وپیژني، خپل حیات او ممات د خپل ولس له راتلونکي سرہ وتړ‎ي! په ولس کې و اوسیږ‎ي او په ھر درد، غم، خوښۍ او خفگان کې ورسرہ شریک پاته شي! افغانستان یو داسې متوازن بھرني سیاست ته ضرورت لري چې په سیمه ایزو او نړ‎یوالو کشالو کې یې ناپئیلې وساتي او دا ھرڅه ھغه مھال ممکن دي، چې د امارت د ھیڅ مشر کور له افغانستان څخه بھر نه وی!! د ثقل مرکز دویمه مھمه خبرہ د ثقل د مرکز دہ. د افغان دولت چارواکي باید خپله پلازمینه لومړ‎ی پخپله په رسمیت وپیژني، د دولت د ثقل مرکز یې کړ‎ي! ښایي اوس د ځینو مجبوریتونو له مخې، د دولت مشران دې ته اړ‎ وي چې د ځینو ھیوادونو له استازیو سرہ له وطن څخه بیرون په قطر، اسلام آباد، ماسکو، تھران یا کوم بل ځای کې لیدہ کاته وکړ‎ي خو کوښښ باید وشي چې د داسې لیدنو، کتنو لپارہ کابل انتخاب شي! څومرہ ډیر چې کابل د نورو ھیوادونو د استازیو د کوربه توب مسؤلیت په غاړ‎ہ اخلي، په ھماغه پیمانه افغان دولت لا ډیر مشروعیت پیدا کوي چې بیا ھمدغه مشروعیت پر رسمیت بدلیږ‎ي! ۲- ولسي مشروعیت تر دې د مخه چې اسلامي امارت ځان پر نړ‎یوالو په رسمیت وپیژني، باید د خپل ولس په سترگو کې مشروعیت پیدا کړ‎ي! ولس د اشغال په مقابل کې د امارت تر شا ولاړ‎ و. که ولس د امارت مقاومت مشروع نه وای بللای، امارت به د خپلو ټولو سرښندنو سرہ د اشغال په شړ‎لو کې نه و بریالی شوی! دلته اوس دوہ خبرې دي؛ یو مقاومت او بل حکومت. د امارت مقاومت ته ولس مشروعیت ورکړ‎ی و خو حکومت یې لا ولس مشروع نه دی بللی! د ولس په سترگو کې د حکومت مشروعیت د لاندې شرایطو په پورہ کولو پورې اړ‎ہ لري: الف: امنیت د ولسي مشروعیت د حصول لپارہ تر ټولو اړ‎ین او لومړ‎ی گام امنیت دی خو موخه نه دہ! امنیت یواځې یوہ وسیله دہ چې پر راتگ یې ټولنیزو خدماتو ته لار خلاصیږ‎ي ب: ټولنیز خدمات امارت د ډاډمن امنیت په راوستلو کې تر ټولو زیات بریالی دی خو تر داسې امنیت چې پر راتگ یې ولس ته ټولنیز خدمات وړ‎اندې نه شي، نه امنیت ښه دی! داسې امنیت چې پر راتگ یې د ژوند د فعالیتونو شور او ځوږ‎ پورته نه شي، له ھدیرې سرہ چندان ډیر توپیر نه لري! افغان دولت چې څومرہ ژر کیدای شي، باید د خپلو موجودو امکاناتو پر کارولو ولس ته خدمات عرضه کړ‎ي، په دې کار کې تاخیر د امارت موجودہ ولسي مشروعیت تر سوال لاندې راولي! ج: ټول شموله ادارہ او کار اھل ته سپارل ټول شموله ھیڅکله په دې مانا نه دہ چې اوسنی افغان دولت دې خپل سیاسي مخالفین له ځان سرہ په قدرت کې شریک کړ‎ي؛ دا کار د نړ‎ۍ په ھیڅ گوټ کې مروج نه دی.
Show all...
غــــمونه دي او زه يمـــــــه قــ،،ـراره راشــه راشــه خـــــزان سپېره بادونه دي بـــ،،ـهاره راشــه راشــه د تــــورو مــاښامــــونو تـــور تمونو ســــره مخ يو رنړا راوړه نور چم ته مـو ســـ،،ـهاره راشــه راشــه تور غـــرونه دي ســنګردې او بېخــوابه زندګي ده خوږ زړونو ته سکون راوړه خمـ،،ـاره راشـه راشـه وطـــــن د آزادۍ ناوې د ســـــته په انتظــــــار ده راوشـــينده ګلـــونه پې ســ،،ـينګاره راشــه راشــه فراق دې سته يادونه دي يو ژوند دې چې تېرېږي وصــال ته دې په طمع يم دلــ،،ـداره راشـه راشــه عــــ،،ــرفانه که تکمیلِ معــــرفت غواړې نو واوره بـــس پرېږده دنياګۍتر خپل باداره راشــه راشــه
Show all...
د اټــکل غشي دي لينده ده د ړانده په لاس کې هدف يې نه ښکاري ګزار کړي چې په چابه لګي زه پې پوهــــېږم چې هدف ورته اغـــيار ټاکلی خپل هدف نه ورمعـــلوميږي ډېر خــطا به لګي ستـرګې يې پټې دي مزل کړي د منزل په لوري ددې پټ سترګي لاروی سر کله پـــــښه به لګي د ګــګرڅنړې درويشان چې ته خندا کړې پورې ده په خــپل رب وي ميـنان خو بيــګانه به لګي ته وايـې ته په نيغه لار زه وايـم زه پـه لار يــم زمــــا او ســته د انجام پته په عقــــــبا به لګي د عرفان ټولې اندازې لکه چې ځــــای ته رسي بېـځايه نه دي ښکاري خاص په نښانه به لګي
Show all...
د هـــر يوآســـمان په سـر بره آســـــمان شته هـــر انـــسان لره محـــتاجه بل انــــسان شته چې په ســـخته کې په کار نه راځي ورک شه د راحـــت خـــو مې بلـــها شـــانته ياران شته هـــغه يو ښـــه دې چې هر مشــکل دې څاري زرهاڅه کړې چې نه سود او نه يې زيان شته نن د غــــير سترګو کې ځــــکه نيغ کتئ شم چې په شا مې د زمريو ســــپين کاروان شته زه د غــــير د دســــتورونـــو مـــحتاج نه يـم ولې ما ســـــره دسـٓـــتور د پاک قــــرآن شته پـاک وطــــن کې د بې دينـــو باچــــــاهي ده نه حـــــيا او نه حرمـــت د چا انســـــان شته خــــدايه نــور د شـــريعت فــــضا قائم کــړه بس په زړه کې د عــــرفان د لوئ آرمان شته
Show all...